فکري پانګه د اعداد بنسټ دی!
د یوه امت قدرت او چمتووالی د هغه
له فکر او ایډیولوژۍ څخه سرچینه اخلي. ځینې کسان دا ګومان کوي، چې اعداد یوازې تر
نظامي تجهیزاتو پورې محدودېږي او زموږ د ذلت علت یوازې د نظامي اعداد نشتون دی، په
داسې حال کې چې نظامي چمتووالی باید د ټولنې د فکري قدرت پر بنسټ پیل شي.
فکري پانګه ټولنه ویښوي؛ ځکه د
ټولنې ویښتیا د هغې په فکري بیدارۍ پورې تړاو لري. هغه ټولنه چې اسلام د ژوند د تګلارې
په توګه مني او هغه لېږدوي، نو واقعیتونه په سمه توګه درک کوي او ټولو مسایلو ته ـ
له ژوند او سیاست څخه نیولې بیا تر جګړې، سولې، دوستۍ او دښمنۍ پورې ـ د اسلام او
اسلامي فکر له زاویې ګوري.
فکري قدرت، د امت لاره او رسالت روښانه
کوي او د مادي قدرت بنسټ بلل کېږي. د امت رسالت د اسلام اقامه کول او د دعوت او
جهاد له لارې د هغه حمل کول دي؛ له همدې امله دغه هدف ته د رسېدو لپاره اړتیا ده،
چې د وخت له شرایطو سره سم مادي او نظامي اعداد چمتو کړي. همدغه فکري قدرت دی، چې
اخروي روان، د نظامي اعداد انګېزه، هویت، د قربانۍ روحیه او د شهادت ارمان زیږوي.
نو ځکه د اسلامي دولت تعلیمي او رسنیز سیاست باید ځوان نسل د اسلامي فکر پر اساس
چمتو او را ویښ کړي او همدغه د اعداد بنسټ دی.
نصرت او غلبه یو نه دي!
د فکري جګړې ماته خوړلي داسې
ګومان کوي، چې ځواکمنېدل او د اقتصادي او نظامي توان زیاتوالی، د یوې ټولنې ایمان
ته اړتیا نه لري. دوی د خپلې خبرې د اثبات لپاره د غربي نړۍ بېلګې او د هغوی قدرت
وړاندې کوي. دا سمه ده چې قدرت او صنعت په لازمي ډول په ایمان پورې تړلي نه دي او
هر څوک چې لازم مادي شرایط برابر کړي، دغه قدرت ته د رسېدو احتمال لرلی شي؛ خو
اصلي ټکی دا دی چې دغه ډول قدرت ته «نصرت» نه ویل کېږي، بلکې یوازې «غلبه» بلل
کېږي.
د دولتونو ځواکمنېدل او نسکورېدل
د الله سبحانه وتعالی په ارادې پورې تړلي دي. کله چې الله سبحانه وتعالی په قرآن
کې د کفارو د قدرت یادونه کوي، هغه خپل ځان ته منسوبوي، خو یوازې «غلبه» یې بولي.
مګر کله چې د مومنانو د ځواکمنېدو یادونه کوي، هغه بیا «نصرت» بولي.
که چېرې ټولنه په غیر اسلامي
ارزښتونو سره او د غیر اسلامي اهدافو په لوري قدرت ته ورسېږي، دغه قدرت به د هغې
ټولنې په خیر نه وي؛ ځکه له ایمان او اسلامي ارزښتونو پرته قدرت او صنعت، د فساد
او جنایت په معنا دي. برعکس هغه قدرت چې د ایمان پر بنسټ رامنځته شوی وي او د
اسلام د حاکمیت، د فتنې د پای ته رسولو او د مظلومانو د مرستې په لاره کې وکارول شي،
همغه رښتینی الهي نصرت دی.
له همدې امله کېدی شي چې ټولنې له
ایماني ارزښتونو پرته هم، نظامي او اقتصادي قدرت ته ورسېږي؛ لکه امریکا، اروپا،
چین او د یهودو رژیم چې رسېدلي دي. مګر که چېرې ټولنه د اعلاء کلمة الله
لپاره چمتو نه شي او د قدرت په لاره کې ارزښتي او ایماني روزنه له پامه وغورځوي،
پایله به یې یوازې خالي او بېروحه غلبه وي.
لکه څنګه چې نن ورځ وینو: پاکستان
که څه هم اتومي وسله لري، خو د کشمیر او فلسطین پر وړاندې هیڅ نه کوي؛ مصر او اردن
نظامي توان لري، خو د یهودو د رژیم امنیت خوندي کوي؛ سعودي په پراخه کچه شتمني
لري، خو د استعمار په چوپړ کې دی. دا ټولې له نصرت پرته د قدرت بېلګې دي؛ یعنې په
حقیقت کې له روح پرته غلبه ده. له همدې امله د اسلامي دولت تعلیمي نظام دغه د
اعداد برخه ګڼي، چې د یوه متخصص، مفکر او عالم نسل د روزلو تر څنګ باید ایماني
شخصیتونه هم تربیه کړي.
اعداد د فتحې لپاره دی، نه د دفاع
لپاره!
د بقا لپاره هڅه کول په انسانانو
کې یو غریزوي چلند دی. د تاریخ په اوږدو کې دولتونو د خپل موجودیت د ساتلو لپاره
هڅې کړې دي، ترڅو خپل قدرت پراخ کړي. د دولت-ملت پر بنسټ د نړیوال نظم په جوړېدو سره،
د نړیوال حقوقي جوړښت داسې رامنځته شو، چې جګړه او نظامي قدرت تر دفاعي چوکاټ پورې
محدود شول؛ که څه هم لوی قدرتونه او د نړۍ قطبونه تل ځانونه له دغو اصولو څخه لوړ
ګڼي.
کله چې ملي دولتونه د اعداد په اړه
غږېږي، په حقیقت کې د دفاع په تړاو غږېږي. همدا چې لږ څه د اعداد پر لوري ګام
پورته کړي، نو استعماري تمایلات پکې پیاوړي شي. دوی د اعداد لپاره د چمتووالي تر
څنګ هڅه کوي، چې د ایتلافونو په رامنځته کولو یا د لویو قدرتونو د تابیعت په منلو
سره خپل شتون خوندي کړي.
له شک پرته چې اعداد د بقا لپاره
مهم او د حرکت پیل دی؛ خو په اسلام کې له اعداد څخه موخه یوازې دفاع نه ده، بلکې
موخه یې د فتحې لپاره جهاد، د دین نړیوال اظهار، پر ټوله نړۍ د اسلام حاکمیت او د
نړۍ په هره برخه کې له مظلومانو څخه دفاع کول دي.
لکه څنګه چې د انفال سورت په ۶۰
ایت کې د اعداد یادونه شوې او هدف یې «إرهاب» بلل شوی دی (تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ
وَعَدُوَّكُمْ). زمخشري په خپل تفسیر کشاف کې روایتوي، چې ابن عباس او مجاهد (رضی الله
عنهما) دغه کلمه د «تَخْزُون» په قرائت سره لوستلې
ده، چې د دښمن د ذلیلولو او خوارولو په معنا ده. له همدې امله په اسلام کې اعداد د
نړیوالو زورواکانو د ذلیلولو لپاره دی، نه یوازې د دفاع لپاره.
له بلې خوا د اعداد یوه برخه د
دښمن پېژندل دي؛ ځکه اعداد د دښمن د وېرولو لپاره کېږي. مګر دغه دښمني باید د اسلامي
ارزښتونو پر بنسټ ولاړه وي، نه د شخصي، قومي او ملي ګټو پر اساس. لکه څنګه چې په
بقرې سورت کې د قتال موخه «د فتنې له منځه وړل» یاد شوي دي او فتنې همغه د کفر
حاکمیت دی، چې نړۍ یې له فساد، ظلم او جنایت سره مخ کړې ده.
د علت او معلول د اړیکې ګډوډېدل
ټولې پایلې او پېښې د الله سبحانه
وتعالی له قضاء څخه رامنځته کېږي، خو تر څنګ یې طبیعي شرایط او قوانین یا همغه
«الهي قَدَر» هم شته دی، چې انسان یې په رعایتولو مکلفت دی. د بېلګې په توګه د لوږې
د ختمولو لپاره باید خواړه وخوړل شي، د درملنې لپاره باید ډاکتر ته لاړ شو او د
قدرت استحکام او پراخولو لپاره باید علم، صنعت او ټکنالوژۍ ته مخه کړو. دغه الهي
قوانین د نړۍ په اداره کولو کې د الهي حکمت برخه ده او د هغو تر څنګ باید پر الهي
قضاء هم ایمان ولرو، چې وروستۍ پایله یې د الله تعالی په لاس کې ده.
مسلمانانو د اسلام په لومړیو کې
دغه اړیکه په ښه ډول درک کړې وه؛ هغوی پوهېدل چې قدرت، رزق او عزت د الله تعالی له
لوري دي، خو ترلاسه کول یې د شرایطو رعایتولو او عملي هڅو ته اړتیا لري. قدرت هم د
شتمنۍ په څېر د ځانګړو قوانینو تابع دی، چې له هر وخت سره سم باید وپېژندل شي. نن
ورځ د قدرت اصلي سرچینه، صنعتي اقتصاد دی او د دښمن وېرول هم په نظامي صنعت،
پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ سره امکان لري.
نو موږ مکلف یو چې پر الهي قضاء
باندې د ایمان لرلو تر څنګ، په خپلو عملونو کې باید قدر، موجود شرایط او قوانین هم
رعایت کړو. خو د وخت په تېرېدو سره دغه درک کمزوری شوی. د عثماني خلافت په وروستیو
کې یوازې معنویاتو ته پاملرنه کېده، چې د مادي قوانینو په اړه د غفلت لامل شو او
له صنعتي انقلاب وروسته یو شمېر مسلمانان د غرب له قدرت څخه اغېزمن شول، د مادي
شرایطو په لوري لاړل، سېکولرېزم ته یې مخه کړه، معنویات یې رد کړل او ان علم او
صنعت یې د بریا یوازینی علت او سبب وباله. په داسې حال کې چې د ځواک علت او سبب
یوازې الله تعالی دی او مادي او معنوي تابیا یې شرایط دي. له همدې امله اسلامي
دولت مکلف دی، چې دغه لیدلوری په ځانګړې توګه په خپل تعلیمي نظام کې اصلاح کړي،
یعنې هم مومن شخصیتونه تربیه کړي او هم د قدرت د سرچینو پېژندلو، د اعداد لپاره د
دقیق پلان جوړولو، د ټولنې د صنعتي کولو او د علمي او نظامي بسټونو د جوړولو لپاره
زمینه برابره کړي.