د قسطنطنیې ښار له پېړیو راهیسې د
مسیحي نړۍ په زړه کې د تړلې دروازې په توګه پاتې شوی و. دغه ښار چې اوس د استانبول
په نوم یادېږي، د ختیځ روم امپراتورۍ پلازمېنه وه او د اسیا او اروپا تر منځ په
یوه ډېره مهمه او ستراتیژیکه سیمه کې یې موقعیت درلود. مسلمانانو له راشده خلفاوو
راهیسې بیا تر عباسیانو پورې څو ځله هڅه وکړه، چې دغه ښار فتحه کړي، خو د سترو
دیوالونو، پیچلي موقعیت او د روم د غښتلي سمندري ځواک په سبب هېڅکله بریالي
نشول.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په حدیث
کې راغلي دي چې:
«لتفتحن
القسطنطينية، فلنعم الأمير أميرها، ولنعم الجيش ذلك الجيش»
رواه الإمام أحمد في المسند
ژباړه: قسطنطنیه به حتمي فتحه کېږي، څه نېک امیر به وي، هغه
امیر او څه نېک لښکر به وي، هغه لښکر.
دغه زېری له پېړیو راهیسې د مسلمانانو
په ذهن کې پروت و او هر نسل هیله درلوده، چې قسطنطنیه د دوی په لاس فتحه شي.
په پایله کې دغه هیله په ۱۴۵۳م (۸۵۷
هـ.ق) کال د عثماني خلافت د ۲۱ کلن ځوان دویم سلطان محمد په واسطه پوره شوه. محمد
فاتح له ماشومتوبه د رهبرۍ لپاره تربیه شوی و او مسلمانو او نظامي استادانو نوموړی
د همداسې برخلیک ټاکونکې ورځې لپاره چمتو کړی و.
سلطان محمد فاتح له برید وړاندې د
قسطنطنیې په اړه دقیق معلومات راټول کړل او وروسته یې شاوخوا د ۸۰ زره سرتېرو یو لوی لښکر منظم کړ. نوموړي
لوی او پرمختللي توپونه جوړ کړل، چې د ښار لوی دیوالونه یې نړولی شول؛ هغه څه چې
په پخوانیو بریدونو کې ممکن نه وو.
مګر تر ټولو جالب کار دا و چې سلطان
محمد فاتح خپلې جنګي کښتۍ د وچې له لارې د غونډیو له پاسه تېرې کړې! هو، تاسو ښايي
حیران شئ، هغه کښتۍ چې باید په اوبو کې وای، عثمانیانو پر لرګیو کېښودې او پر ځمکه
یې کش کړې، ترڅو خلیج ته ورسېږي او ځانونه د دښمن شا ته ورسوي. دا کار د هېچا په
نظر ممکن نه و، خو د سرتېرو په زحمت، هوښیارۍ او دقیقې همکارې سره ممکن شو. کله چې
دښمن ولیدل چې کښتۍ له داسې ځای څخه راغلې، چې دوی فکر هم نه کاوه، نو سخت وارخطا
شول.
په پایله کې له ۵۳ ورځو کلابندۍ
وروسته قسطنطنیه فتحه شوه. د ډېری فاتحانو خلاف چې له بریا وروسته به یې وینې
تویولې او د خلکو مالونه به یې لوټل، محمد فاتح په عاجزۍ سره ښار ته داخل شو او د
خلکو امنیت یې تضمین کړ.
د نن ورځې لپاره زده کړې
اسلامي نړۍ
نن ورځ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده؛ له تفرقې او بېاتفاقۍ څخه رانیولې
بیا تر فقر او مجبورۍ پورې. مګر د قسطنطنیې داستان زموږ لپاره یو روښانه پیغام
لري: که چېرې مسلمانان تصمیم ونیسي، صبر وکړي، علم جدي وګڼي او باحکمته او مخلصه
رهبري ولري، هېڅوک یې پر وړاندې نشي درېدلی. مسلمانانو هغه مهال یوازې دعاګانې نه
کولې، بلکې په نظم، همکارۍ، د ځوان نسل په روزنې او د هغه وخت له پوهې او ټکنالوژۍ
څخه په ګټې اخیستنې سره یې داسې کار وکړ، چې سلګونه کاله هېچا نشوای کولی.
نن ورځ هم که غواړو چې بېرته عزت او قدرت ولرو؛ نو د همغه نسل لاره باید
تعقیب کړو، همغه روحیه باید ولرو او په همغه مسیر باید روان شو، په دې صورت کې هېڅ
قدرت نشي کولی، چې موږ ګوښه کړي او زموږ په خاورو کې د وینو ویالې وبهوي.