د روان کال د جوزا په ۲۳مه د
یهودو دولت د ایران پر نظامي تاسیساتو یو بېساری برید وکړ. د دغه برید په پایله
کې چې د امریکا په شنه څراغ سره ترسره شو، د ایران دولت د رهبرۍ په کچه یو شمېر مهم
نظامي کسان ترور شول. اصلي پوښتنه چې باید ځواب کړل شي، دا ده چې د ایران او یهودي
دولت تر منځ د رامنځته شوې شخړې تر شا کومه انګېزه پرته ده او په اوسنۍ نړۍ کې چې
شرایط د نړیوال نظم د څو بعدي کېدو او څو اړخیزه کېدو په لوري روان دي، د کومو
پایلو توقع ترې کېدلی شي؟
منځنی ختیځ (د اسیا لویدیځ) هغه
سیمه ده کله چې عثماني خلافت سقوط شو، د سایکس پیکو نقشه پلې شوه، په ۱۹۱۷م کال کې
د استعمارګرې بریتانیا لخوا فلسطین سقوط شو او له جیوپولټیک او ستراتیژيک اړخه په
یوه مهمه سیمه او د مسلمانانو په یوه سپېڅلې سیمه یعنې بیت المقدس کې د یهودي دولت
له جوړښت څخه یې د ملاتړ پلان عملي کړ، له همغه وخت راهیسې په دغه خاوره کې وینې
بهېږي او جګړه روانه ده. په ۱۹۴۸م کې د یهودي دولت تاسیس، د ملګرو ملتونو او غربي
قدرتونو لخوا د هغه په رسمیت پېژندل او د غرب لخوا یې هراړخیز ملاتړ، په حقیقت کې
د مسلمانانو په تاریخ کې د عطف ټکی دی. د عربانو او یهودي دولت د اړیکو پروژه هغه
مهال بریتانیا او وروسته امریکا مدیریت کوله، چې یهودي دولت تر هغه وخته د خپلې
پراختیا په لومړیو پړاوونو کې وو. د دې پروژې یوه موخه دا وه چې د یهودي دولت او
ګاونډیو عربي دولتونو تر منځ د وېرې او مخنیوي له لارې اړیکې رامنځته شي، ترڅو هغوی
له هر ډول ګواښ کولو څخه راوګرځي. دې پروژې یهودي دولت په سیمه کې داسې ځواکمن
معرفي کړ، چې ګاونډي عربي هېوادونه نه یوازې ورسره اړیکې جوړې کړي، بلکې د هر ډول
ګواښ پر وړاندې یې ملاتړ هم وکړي.
دا چې منځنی ختیځ یوه ډېره پېچلې
سیمه ده او مختلف دولتي او ډلهییز لوبغاړي پکې فعال دي، نو د هغو دولتونو تر منځ
د توازن رامنځته کولو لپاره چې د امریکا تر نفوذ لاندې دي، بېلابېل پلانونه طرحه
شول. د نړۍ د دوه قطبي نظم تر پاشل کېدو او د کمونېزم تر نړېدو وروسته د سیاسي
اسلام او د مسلمانانو د ویښتیا قضیه، د دوی د ځپلو لپاره امریکا او په ټوله کې غرب
ته پر یوه مهمه موضوع بدله شوه. سیاسي اسلام چې د منځني ختیځ
په زړه او شاوخوا سیمو کې د لوېديځ استعمار له منګولو څخه د اسلامي خاورو د خلاصون
او د اسلام د دولت د تاسیس په موخه موجود و، د یهودي دولت لپاره یې تر ټولو ښه
فرصت برابر کړ چې د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» په نوم چې په حقیقت کې د سیاسي اسلام او اسلامي ویښتیا پر ضد جګړه وه، د
فلسطین د سپېڅلې خاورې اشغال پراخ کړي او ان د همدې جګړې له لارې له
عربي دولتونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. په دې استعماري پروژه (د ترهګرۍ ضد مبارزه) کې د ایران په څېر
هغه دولتونه هم له امریکا سره یوځای شول چې له یهودي دولت سره یې اختلافات لرل.
د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکایي استعمار د نفوذ د
پراختیا په موخه امریکا د یهودي دولت، ایران، سعودي او ترکیې په څېر دولتونو ته
ونډه ورکړه چې دا یې په سیمه کې د دغو دولتونو ترمنځ د نفوذ یو ډول توازن رامنځته
کړ. د ایران دولت له یهودي دولت سره ژورو اختلافاتو سره سره، د غرب لخوا له اسلام
او اسلامي ویښتیا سره د شل کلنې استعماري جګړې په لړ کې، د هغه دولت (امریکا)
ترڅنګ ودرېد چې د یهودي دولت هراړخیز ملاتړ یې کاوه. له دې پړاو وروسته امریکا په
اسیا کې د اوږدمهال او ستراتېژيک ګواښ په توګه چین د اندو-پاسیفیک په سیمه کې هدف
وګرځاوه او د منځني ختیځ لپاره یې خپله پالیسي د یهودي دولت لا زیات ملاتړ ته
ځانګړې کړه. دا یوازې د یوه دولت ملاتړ نه دی، بلکې د هغو ټولو دولتونو د کمزوري
کولو هڅه ده چې د منځني ختیځ په سیمه کې له یهودي دولت څخه زیات نفوذ غواړي.
په هغه نوي منځني ختیځ کې چې امریکا یې د استعماري
سیاستونو له مخې د نوي تنظیمولو هڅه کوي، هر هغه دولت یا ډله چې له نظامي، سیاسي
او حتی اقتصادي اړخه د یهودي دولت لپاره احتمالي ګواښ وي، ستونزه ګڼل کېږي او
امریکا په بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د یهودي دولت پر وړاندې د هر ډول سمدستي ګواښ
مخه ونیسي. په نوي منځني ختیځ کې چې د امریکا په استعماري ستراتېژۍ کې ترسیم شوی،
یهودي دولت ځانګړی ځای لري او له نظامي، امنیتي او اقتصادي اړخه ورته زیات او پراخ
ځای ورکړل شوی دی. د دغه ډول خالي ځای د رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې د یهودي
دولت پر ضد جهادي ډلې، د ایران تر ملاتړ لاندې ډلې او انخپله د
ایران دولت په منځني ختیځ کې له نظامي او امنیتي اړخه لږ فعاله ونډه ولري.
په تېرو څو ورځو کې د یهودي دولت له لوري د ایران د توغندیز
او اټومي پروګرام د کمزوري کولو لپاره هدفمند بریدونه چې د اکتوبر اوومې نېټې له
پېښو وروسته د امریکا په شنه څراغ ترسره شول، بېدلیله نه وو. امریکا په دې لوبه
کې هڅه کوي چې په اوسني پړاو کې د منځني ختیځ په اسلامي خاورو کې د خپلو متحدو
دولتونو داسې تنظیم رامنځته کړي چې د خپلې تر ټولو مهمې مهرې، یعنې یهودي دولت
لپاره پراخ ځای برابر کړي. اوس چې د ایران اسلامي خاوره په یوه ډېره مهمه او حساسه
سیمه کې پرته ده، د ایران دولت ته پکار ده چې د سیاسي پوهاوي په رڼا کې دا حقیقت
درک کړي چې له څلوېښتو کلونو زیات پر امریکا او نړیوالو بنسټونو باور نه یوازې دا
چې د ایران مسلمان ولس او خاوره د یهودي دولت تر بریدونو لاندې راوستې ده، بلکې دا
یې هم ثابته کړې چې امریکا هر وخت وغواړي، د ډیپلوماسۍ پر ځای د مادي فشارونو لاره
غوره کولی شي او ان پخپله د دې لپاره لومړی ګام پورته کولی شي. د ایران اوسنی دولت چې له
کلونو راهیسې د شوروي د مهارولو په ستراتېژۍ کې، د اسلامي ویښتیا د مخنیوي په
ستراتېژۍ کې او هغه څه چې د «ترهګرۍ ضد مبارزې» په نامه یادېږي، د امریکا ترڅنګ ولاړ
و، نن خپله د امریکایي استعمار د یوې بلې سترې لوبې قرباني ګرځېدلی دی. هغه لوبه
چې نه یوازې یهودي دولت پکې لوی رول لري، بلکې امریکا هم هڅه کوي چې د ایران د
توغندیز او اټومي پروګرامونو په کمزوري کولو او شاته غورځولو سره یې د هغو نورو
خاینو عربي دولتونو تر کچې ټیټ کړي چې له یهودي دولت سره د اړیکو له جوړولو څخه
هېڅ شرم نه احساسوي او د هغه په رسمیت پېژندلو کې په لیکه ولاړ دي. دا تر ټولو ستر
درس دی چې د ایران اوسنی دولت یې باید هېڅکله هېر نه کړي، او د پخوا په څېر باید د
امت یوه برخه نظامي او تخنیکي لاسته راوړنې له رأس الکفر، یعنې له امریکا سره په
معامله کې ور پرې نه ږدې او په دې کې خپله سیاسي بقا ونه لټوي.
بې له شکه، یوازې د نبوت پر منهج د خلافت ځواکمن دولت دی چې
کولی شي د جهاد پر بنسټ او اسلام ته د دعوت پر مټ د خپل نظامي صنعت د
پراختیا او پرمختګ، د اسلامي امت د ظرفیتونو او د مسلمانانو د جغرافیایي ځانګړتیاوو په مرسته د یهودي دولت نوم
له نړۍ څخه پاک کړي او له اسلامي خاورو څخه د امریکا نظامي، امنیتي، سیاسي او اقتصادي نفوذ لرې کړي؛ ان شاءالله دا ورځ لرې نه ده.