سل کاله وړاندې ان د اسلامي ټولنې سیکولرانو له خلافت نه دومره په زغرده د
انکار جرات نه لاره؛ خو نن ورځ یې ځينې اسلامپالي کوي. د تاریخ په اوږدو کې خلافت
تل د مشروع او واجب نظام په توګه پیژندل کېده. د معتزلهوو له اصم او د خوارجو له
نجدات قبیلې پرته؛ یوې فرقې هم له خلافته انکار نه دی کړی. دغه راز امارتونه او سیمهییز
حکومتونه هم تل له اسلامه د انحراف او د خلیفه پر وړاندې د بغاوت پایله ګڼل کېده.
خو په ۱۹مه پېړۍ کې د غرب د بریدونو له زیاتېدو او د اسلامي امت له انحراف
سره؛ نشنلستانو او نواندیشانو (د دین په اړه نوي فکر کوونکو) لومړی ځل ادعا وکړه
چې ملي نظامونه هم مشروع دي. دغې ادعا د اسلام په سیاسي فهم کې لوی درز رامنځته کړ.
سره له دې هم سیکولرانو، نشنلستانو، نواندیشانو او ان هغو نامسلمانانو چې د خلافت
اتباع وو، له خلافت څخه انکار نه کاوه. له سید جمال الدین افغان نیولې تر محمد
عبده، رشید رضا او عبدالرحمن کواکبي پورې ټولو سره له دې چې «نواندیشانه» فکر یې
درلود، خلافت ته یې ارزښت ورکاوه. د خان عبدالغفار خان پشان نشنلست په پېښور کې د
خلافت خوځښت د څانګې مشر و او ان د بریتانیې د مزدور، شریف حسین پشان کسانو هم له
عجم څخه عرب ته د خلافت پر لېږد باور درلود. بلاخره په ۱۹۲۵م کال کې، د ازهر شیخ،
علي عبدالرازق لومړنی کس و چې په ډیر جرات او صراحت یې خلافت «تاریخي تجربه» وبلله
او انکار یې ترې وکړ؛ چې بیا له ازهر څخه وایستل شو، د شیخ لقب ترې واخیستل شو او
ځینو خو ان تکفیر کړ.
نن ورځ ځینې اسلامپالي چې یوه ورځ یې عبدالرازق مردود ګاڼه، پخپله د هغه
افکار تکراروي. دوی په خپلې دغې ادعا چې هر ملت باید له خپل تاریخ او فرهنګ سره
متناسب نظام ولري، په حقیقت کې خلافت نفی کوي او سیاست د ارزښتونو پر ځای، د واقعیتونو
تابع ګڼي. د دغو کسانو ستونزه د دلیل یا برهان نشتون نه دی؛ بلکې دوی په داسې یوه
نړۍ کې ژوند کوي چې تر عبدالرازق سل کاله وروسته د امت انحطاط څو برابره شوی او پر
مغزونو یې د غرب فکري ضربې د عبدالرازق د دورې په پرتله ډیرې درنې او زیانمنوونکې
دي!