معنوي او مادي ځواک؛ د امت د پرواز دوه وزرونه
06/26/2025 | یوسف ارسلان

Print


د نن ورځې په ناکراره نړۍ کې چې اسلامي امت له ګڼو اړخونو په ضعف او تیتوالي کې ژوند تېروي، د «اعداد او ځواک» پر موضوع بحث نه یوازې ضروري، بلکې حیاتي دی. ځکه په داسې یوه وضعیت کې امت دې ته اړتیا لري چې د ځواک ماهیت او د هغه د ترلاسه کولو د لارو چارو ژوره پوهه تر لاسه کړي، ترڅو له اوسني ضعف نه ځان وباسي، خپل استقلال تضمين کړي او د ملتونو د مخکښ په توګه خپل اصلي مقام ته را وګرځي. د امت رښتینی ځواک پر دوو اساسي ستنو ولاړ دی: فکري ځواک او مادي ځواک. یعنې د هر دولت اصلي ځواک په هغه فکري ځواک پورې تړلی چې له یوې ثابتې او ټینګې مبدأ او عقیدې څخه راټوکېدلی وي او سیاستونه او تګلارې د همدې عقیدې پر بنسټ جوړېږي. دغه مبدأ نه یوازې سیاسي او اقتصادي ځواک رامنځته کوي، بلکې په خلکو کې معنوي چمتووالی او د قربانۍ روحیه هم راژوندۍ کوي. د دې فکري ځواک ترڅنګ، مادي ځواک هم یوه اړینه اړتیا ده؛ ځکه د ایډیالوژیکو موخو عملي کول په ساحوي توګه د اسانتیاوو، تجهیزاتو، منظمو تشکیلاتو او بشري ځواک غوښتنه کوي. همدا لامل دی چې اسلامي امت باید د خپل اصلي مقام د بیا ترلاسه کولو لپاره، هم د اسلامي مبدأ او فکر د راژوندي کولو هڅې وکړي او هم د همدې فکر په اساس د مادي ځواک د برابرولو لپاره کوښښ وکړي، ترڅو یو متوازن، فعال او اغېزناک ځواک ترلاسه کړي چې د نړیوالو ننګونو پر وړاندې ودرېدلی شي او نړۍ ته د دې مبدأ د رسولو دنده پر ځای کړي.
امت په سرګردانۍ کې؟
د انفال سورت په ۶۰م آیت کې الله سبحانه وتعالی د «اعداد» په اړه خبرې کړې او هغه یې د مسلمانانو د ځواک له وسیلو څخه یوه بللې ده. په حقیقت کې دغه اعداد ته اشاره یو ډېر لوی هدف لري چې هغه د اسلامي دولت بقا، د مسلمانانو عزت، د دین اظهار او د مظلومانو نصرت دی. د نن زمانې د دولت-ملت د تصور پر خلاف، چې یوازې د ځان ساتنې او د بقا له وېرې «اعداد» ته ګوري. په دغه آیت کې اعداد او ځواک د هغو دښمنانو پر وړاندې د مقابلې پر محور راڅرخي چې معیارونه یې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ټاکل کېږي، نه دا چې د دوستۍ او دښمنۍ بنسټ یې یوازې ملي ګټې وي. په همدې آیت کې «قوه» کلیمې ته په عامه توګه اشاره شوې چې ټول ځواکونه، که فکري وي که مادي، پکې راځي.
د اسلامي امت د انحطاط په دوره کې، د ځواک په مفهوم کې افراط او تفریط په دوو شکلونو څرګند شوی دی: یوې ډلې نصرت او ځواک یوازې په ایمان، دعا او معنویتونو کې محدود کړی او له مادي چمتوالي او حقیقي وسیلو څخه یې سترګې پټې کړې دي. بله ډله بیا تر صنعتي انقلاب وروسته د کفارو د نظامي او اقتصادي عظمت تر اغېزې لاندې راغلې، او ځواک یې یوازې په وسلو، ټکنالوژۍ او مادي شمېر کې لیدلی دی. خو په حقیقت کې د اسلام په منطق کې ځواک د ایمان او مادي چمتوالي ترمنځ د توازن نوم دی؛ مسلمانانو د خپل عزت او خلافت په دوران کې دا توازن په ښه توګه ساتلی و. هغوی پوهېدل چې د نصرت حقیقي سبب یوازې الله سبحانه وتعالی دی، خو ایمان، صبر، چمتووالی او مادي اسباب یې د نصرت د تحقق شرطونه ګڼل، نه د نصرت سببونه.دې متوازنې پوهې امت ته لویې بریاوې او تمدن جوړوونکی موقعیت ورکړی و، خو له دې لارې انحراف امت د نن ورځې ضعف، انحطاط او سرګردانۍ ته رسولی دی. په همدې تړاو، په اسلام کې مادي ځواک یو مشخص هدف لري، چې هغه د دین اظهار او د اسلام نړیوال حاکمیت دی. که یوازې پر مادي ځواک تکیه وشي او داسې نسل وروزل شي چې اسلامي بنسټ ونه لري او د خپل اسلامي رسالت لپاره هڅه ونه کړي، نو دغه مادي ځواک به هېڅکله هم د دغه امت درد ته درمل نه شي. داسې نسل کېدای شي چې مادي ځواک ترلاسه کړي؛ وسلې، توغندي او حتی اتومي وسلې جوړې کړي، خو د دغو ټولو تر شا به کوم اسلامي رسالت نه وي. دا ډول مادي ځواک به یوازې د شخصي، ملي ګټو او لکه نن یې چې په اسلامي خاورو کې وینو، حتی د استعماري اهدافو لپاره وکارول شي.
د امت فکري پانګه
افکار د هر امت تر ټولو لویه پانګه ده؛ په ځانګړې توګه د نویو امتونو لپاره، او دا پانګه تر مادي او علمي پانګو ډېر ارزښت لري، ځکه د مادي پانګې ساتل او بیا رغول په افکارو پورې تړلي دي. «که د یوه امت مادي پانګه له منځه لاړه شي، یوازې په هغه صورت کې یې بېرته ژر ترلاسه کولی شي چې خپله فکري پانګه یې ساتلې وي؛ خو که یې فکري پانګه له لاسه ورکړې وي او یوازې مادي پانګه ورپاتې وي، نو دا پانګه به ژر له منځه لاړه شي او هغه امت به په فقر او انحطاط کې راګیر شي». افکار د امت هغه وړتیا ده چې د واقعیتونو تحلیل وکړي او د معلوماتو او رغوونکي تفکر په طریقه ورته احکام راوباسي. اصلي فکري پانګه هغه وخت ده چې امت وکولای شي د اسلام له لیدلوري څخه سیاسي، اقتصادي، تعلیمي مسایلو او کورنیو او بهرنیو سیاستونو ته فکر وکړي، خپل نړیوال رسالت وپېژني او د هغه لپاره چمتووالی ونیسي. که مسلمانان په راسخ ایمان سره خپل ژوند د جنت د ترلاسه کولو د هدف په بنسټ برابر کړي او دا باور ولري چې د امت د اعداد او ځواکمنولو لپاره هر اخیستل شوی ګام یو نېک عمل دی او د جنت د ثواب وړ دی، نو دا ډول امت به هېڅکله هم کمزوری او ذلیل نه شي. لکه څنګه چې په ابوداود، ترمذي او نسایي کې له روایت شوي حدیث څخه څرګندېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الله تعالی د یوه غشي له امله درې کسان جنت ته داخلوي: هغه څوک چې دغه غشی په نېکه اراده جوړوي، هغه څوک چې غشی واروي، او هغه څوک چې دغه غشی، ویشتونکي ته ورکوي.»
فکر او عقیده په حقیقت کې د هر امت بنسټیزه او اصلي پانګه ده، او دا موضوع په ځانګړې توګه د اسلامي امت لپاره ډېر زیات اهمیت لري. اسلامي مبدأ چې الله تعالی نازله کړې او له انساني فطرت سره بشپړ توافق لري، د مسلمانانو د ټولنې لپاره یو اساسي او بنیادي ځواک ګڼل کېږي. همدا فکر او عقیده ده چې اسلامي امت ته دا وړتیا ورکوي چې د ننګونو په وړاندې ټینګ ودرېږي او خپل رسالت چې د دین اقامه او د هغه نړیوال اظهار دی، ترسره کړي. دا فکر په طبیعي توګه د انسانانو له فطرت سره برابر دی، نو له همدې امله مسلمانان د دغه فکر د تحقق لپاره قربانۍ، کوښښ او جهاد ته تیار وي، ځکه پوهېږي چې په دې لاره کې نه یوازې د الله تعالی رضا ترلاسه کوي، بلکې له فاني نړۍ څخه د تلپاتې جنت پر لوري هدایت کېږي. نو ځکه، اسلامي فکر یوه الهي پانګه ده چې باید تل د اسلامي امت د حرکت محور وګرځي.
الهي نصرت او د مؤمن نسل روزنه
فکري ځواک هماغه عقیدوي او ایډیالوژیک بنسټ دی چې اسلامي دولت یې استازیتوب کوي او ټولنه د همدې پر اساس روزل کېږي. نصرت او ځواک یوازې له الله متعال څخه دی او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې رښتیني مؤمنان وي، پر هغه توکل وکړي، او د اسلامي رسالت، چې د دین اقامه او اظهار دی، لپاره کوښښ او مبارزه وکړي. له همدې امله، د یوه داسې مؤمن نسل روزنه چې د اسلامي عقیدې پر لار حرکت وکړي، د الهي نصرت د جلبولو لپاره یو اساسي شرط دی. لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي دي، د مؤمنانو نصرت پر الله تعالی حق دی «وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ»(او د مؤمنانو نصرت پر موږ حق دی). الله تعالی دا نصرت هغو کسانو ته ورکوي چې د هغه د دین لپاره جهاد کوي او پر اسلامي اصولو ټینګ وي.
الله تعالی په قرآن کریم کې د نصرت ګڼې لارې چارې او اسالیب ذکر کړي چې یوازې د مؤمنانو لپاره دي او د یوې ټولنې او امت د ځواکمنېدو او بریا لپاره اړینې ګڼل کېږي. په دې لارو چارو کې د فرصتونو رامنځته کول او د هغو د استفادې توفیق ورکول، د دښمنانو پر وړاندې د مؤمنانو تثبیتول (فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا)، د کفارو په زړونو کې د وېرې اچول (سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ)، د مؤمنانو د زړونو ډاډمن کول (وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ)، د ملایکو په واسطه مرسته (أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ)، له شیطاني وسوسو څخه د مؤمنانو ژغورل (وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ) او د دې ترڅنګ، طبیعي پېښې هم د الله د نصرت له لارو چارو څخه ګڼل کېږي. دا هغه لارې او الهي اسالیب دي چې په قرآن کې ورته اشاره شوې، او مؤمنانو ته توان ورکوي چې د دښمنانو پر وړاندې مقاومت وکړي او بریالي شي. نو ځکه، د الهي نصرت د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د داسې یوه مؤمن نسل روزنه وشي چې د ستونزو پر وړاندې ټینګ ودرېږي او په هر حالت کې یوازې له الله تعالی وېره ولري.
په پرېکړو کې تقوی او بصیرت
په سیاست کې د بریا له رازونو څخه یو دا دی چې یو نسل، یا یې مشران، حکیمانه پرېکړې وکړي او د نېک او بد د تفکیک بصیرت ولري. ایمان او تقوی د دې سبب کېږي چې الله تعالی داسې قوم ته بصیرت او د حق او باطل، خیر او شر، او ښه او بد ترمنځ د تفکیک ځواک ورکړي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په قرآن کې فرمایي: «إِن تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا» [الأنفال: ۲۹]. یعنې که تاسې له الله ووېرېږئ، نو الله به درته د فرقان (یعني د حق او باطل د پېژندو وړتیا) درکړي. همداراز فکري ځواک دا تضمینوي چې ټولنه د الله له مکر نه وویریږي، پر خپلو بریاوو باندې مغروره نه شي، بلکې تل یوازې له الله تعالی څخه وویریږي او هېڅکله هم له خپلو الهي اهدافو څخه شاته نه شي.
نرم ځواک
نرم ځواک یعنې د دښمن پر فکر غلبه پیدا کول او په نړیوال عامه ذهنیت، په ځانګړې توګه د کافرانو په ټولنو کې، نفوذ کول. دا ډول ځواک هغه وخت تحقق مومي چې اسلام په سمه توګه پلی شي او اسلامي ژوند بېرته راژوندی شي؛ داسې چې د ژوند طرز، عدالت، تمدن او په اسلامي ټولنه کې د سالم او فطري ژوندانه سبک د نړۍ د خلکو لپاره د پام وړ الګو وګرځي. په پایله کې، دا د اسلامي ژوند نظام د لیبرال تفکر او ژوند سبک سره مقابله کوي، هغه ننګوي، مغلوبوي، او د دې سبب ګرځي چې ملتونه او بېلابېلې ټولنې د اسلامي فکر، کلتور او د ژوند سبک ته جذب شي او ټول په شوق ورته مخه کړي.
بل لوري ته، فکري پانګه او نرم ځواک د دې لامل کېږي چې یوه اسلامي ټولنه د ایماني ارزښتونو پر بنسټ جوړه شي، او الله تعالی د دوی د ایمان له امله هغوی ته نصرت ورکړي. دغه فکري ځواک داسې یوه فعاله، له هویت او انګېزې ډکه ټولنه رامنځته کوي چې د دښمن پر وړاندې له هېڅ خنډ څخه نه وېرېږي، شهادت خوښوي، او د اسلامي امت د ځواکمنېدو لپاره بې‌سارې جذبه، شور او هیجان لري. دا ټولنه د اسلامي اهدافو د تحقق پر لور حرکت کوي او د خپل رب د رضایت په لټه کې وي، ځکه دوی پر جنت ایمان لري او له دوزخه وېرېږي. همدغه فکري پانګه د اسلامي امت بنسټیزه پانګه ده چې د امت د بیدارۍ او د الله په لار کې د پرمختګ لپاره هڅونه او حرکت زېږوي. له بلې خوا، دا فکري پانګه او نرم ځواک اسلامي امت ته دا وړتیا ورکوي چې خپل مسیر وپېژني او ټول وسایل او اساليب د اسلامي اهدافو د تحقق او د اسلام پر لور د بشریت د رهبرۍ لپاره وکاروي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: «وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ» (الأنفال: ۳۹)، یعنې له هغوی سره جګړه وکړئ څو چې فتنه پاتې نه شي او دین ټول د الله شي. دا د اسلامي امت رسالت دی چې د اسلام د اقامې او د بشریت د رهبرۍ لپاره هڅه وکړي، او د دې هدف د تحقق لپاره باید د اړینو شرایطو او امکاناتو په لټه کې وي.
د اسلام پر بنسټ د تعلیمي نظام بنسټ ایښودل
په اسلامي تعلیمي نظام کې باید هم نرم او هم سخت ځواک عملي بڼه غوره کړي، او راتلونکي نسلونه باید د اسلامي ارمانونو پر بنسټ وروزل شي. اسلام نه یوازې د افرادو معنوي او ديني اړخ ته پاملرنه کوي، بلکې د هغو نسلونو د روزنې لپاره ځانګړی اهمیت لري چې «د الله او ستاسو دښمنان» وپېژني، د امت د رهبرۍ رسالت درک کړي، او په همدې لاره کې مفکرین او متخصصین وروزي. له همدې امله، ديني زده‌کړې باید له کوچنیوالي څخه پیل شي، ترڅو ځوانان له اسلامي اصولو سره اشنا شي او خپل ژوند پرې تنظیم کړي. د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ستر فاتحان او مشران هم له ماشومتوبه تر اسلامي تربیې لاندې وو، او د اسلامي ارمانونو د تحقق لپاره روزل کېدل. همدا تربیه وه چې هغوی ته یې دا ځواک ورکاوه چې د جګړې په ډګرونو کې بریا ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه، صلاح الدین ایوبي، سلطان محمد فاتح او نور، لا له کوچنیوالي د اسلام او د هغه د ارمانونو پر بنسټ وروزل شول او د دین د احیا او سترو اسلامي فتوحاتو په لاره کې یې حرکت وکړ.
د ایډیالوژۍ او ټکنالوژۍ ترمنځ واټن
د افغانستان په څېر هیوادونو کې لا هم د دیني مدرسو او عامو مکتبونو ترمنځ یو واټن شته، چې په یوه ډول د دین او دنیا ترمنځ د بېلتون معنی لري. دغه واټن د ایډیالوژۍ او ټکنالوژۍ ترمنځ تفکیک رامنځته کړی او د رجال الدین او رجال الدنیا مفکوره یې پیاوړې کړې ده. تعلیمي بنسټ باید یو موټی شي، هغه نسلونه چې په مکتبونو او پوهنتونونو کې روزل شوي، باید د اسلامي لوړو موخو لپاره وکارول شي او هغوی باید د بې‌ګټې یا «حقیرو» نسلونو په توګه ونه ګڼل شي.بل لور ته، د دنیا علوم هم د دیني علومو په څېر باید د اسلام د اهدافو د خدمت لپاره وي، او مسلمانان باید په ټولو برخو؛ لکه فزیک، کیمیا او نورو کې د الله تعالی د رضا لپاره هڅې وکړي.
کورنۍ او د نسل روزنه
کورنۍ باید خپل اولادونه یوازې د شخصي یا مالي ګټو لپاره نه، بلکې د امت د اعداد لپاره وروزي. د نن ورځې نسلونه باید دا درک کړي چې علمي او نظامي هڅې یې باید د اسلام د ځواک او عظمت لپاره او حتی د تحصيلي رشتې انتخاب باید د همدې فکر پر بیناد وي نه د شخصي او مادي ګټو پر اساس. باید هغه ناسم ذهنیت له منځه یووړل شي چې په ځینو ټولنو کې شته، او هغه دا چې د الله تعالی رضا یوازې د دیني علومو په زده‌کړه کې ده. د بېلګې په توګه، که څوک د فزیک، کیمیا، یا د اټومي انرژۍ، توغندیو، او عصري وسلو د جوړولو په برخو کې تحصیل کوي، او غواړي چې له دغه علم څخه د اسلام د ځواک لپاره کار واخلي، نو دا عمل یې د الله تعالی د رضا په لور حرکت ګڼل کېږي، او دا کار یې د روژې او لمانځه په څېر د یوه شرعي حکم تطبیق حسابېږي. دا فکر باید په ټولو نسلونو کې خپور شي، ترڅو ټول مسلمانان، هر چیرې چې کار کوي، خپل علم او مهارت د دین د نصرت لپاره وکاروي. دولت باید تعلیمي مراکز او د تبلیغ ټولې وسيلې لکه رسنۍ، جوماتونه او نور امکانات وکاروي، څو د کورنیو ذهنیت سم کړي. همداراز، باید د علمي او ساینسي څانګو ارزښت خلکو ته وروپېژني، په ټولنه کې ورته مقام ورکړي، پانګونه پرې وکړي او په نوښتګر ډول ګامونه واخلي، ترڅو دا برخې د اسلامي امت د ځواک یوه مهمه منبع وګرځي.
له ۱۵ کلنۍ څخه د نظامي تربیې پیل
په اسلامي تعلیمي نظام کې باید د ځوانۍ له کلونو، په ځانګړې توګه له ۱۵ کلنۍ څخه، نظامي تربیه او روزنه پیل شي، څو راتلونکي نسلونه د اسلام د دفاع او د هغه د پراخولو لپاره چمتو شي. نن ورځ، په شرعي چوکاټ کې د قتال ترسره کول چې د دښمن د مغلوبېدو او د سیمو د فتحې لامل شي، پرته له نظامي تمرینونو ناشوني دي، او دا تمرینونه د شرعي واجباتو له ډلې ګڼل کېږي. د شرعي قاعدې له مخې: «هر هغه څه چې یو شرعي واجب پرې ولاړ وي او پرته له هغه نه پوره کېږي، نو هغه خپله هم واجب دی»؛نو نظامي تمرینونه هم د قتال د چمتووالي لپاره یو واجب ګڼل کېږي. د قتال په اړه دغه امر هر هغه څه رانغاړي چې قتال ممکن او آسانه کوي؛ له دې ډلې څخه نظامي چمتووالی هم دی. الله سبحانه وتعالی د انفال سورت په ۶۰م آیت کې فرمایي: «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِن قُوَّةٍ». [الأنفال: ۶۰] یعنې باید د هر ډول وس، توان او امکاناتو په واسطه د دښمن پر وړاندې د دفاع او قتال لپاره چمتووالی ونیول شي. په دغه چمتووالی کې نظامي تمرینونه، نظامي مهارتونه، تجهیزات، وسلې او مهمات شامل دي، چې قتال ته عملي بڼه ورکوي. په همدې لاره کې عسکرۍ خدمت ته سوق او د ځواکونو منظم نظام جوړول هم د کفایي فرض په حکم کې راځي؛ ځکه دا په دې معنی ده چې یو داسې مجاهد نسل رامنځته شي چې تل د جهاد لپاره چمتو وي، د هغه مقتضیات ترسره کړي، او په دوامداره توګه د اسلامي خاورې د دفاع او جهاد په سنګرونو کې ګډون وکړي.
د اسلامي دولت تر سیوري لاندې، باید په هر کور کې یو مجاهد وي چې خپله ځانګړې وسله ولري، او په دغه کور کې به شیطان ته د ننوتو لار نه وي. لکه څنګه چې رسول الله ﷺ په یوه حدیث کې فرمایلي دي: «إن الشيطان لا يقرب صاحب فرس ولا داراً فيها فرس عتيق». یعنې: «شیطان د آس څښتن یا هغه کور ته نه نږدې کېږي چې اصیل آس پکې وي.» پخوا آس د جګړې وسیله وه، نو دا حدیث د جګړه‌يیزو آسونو د ساتنې او په کورونو کې د نظامي چمتووالي پر اهمیت باندې دلالت کوي. نن ورځ هم باید کورونه او کورنۍ په وسلو او نظامي تیاريسمبال شي چې د شیطان له شر څخه په امن کې پاتې شي.
پر صنعتي اقتصاد تمرکز او نظامي صنعت ته لومړیتوب ورکول
د صنعتي اقتصاد، په ځانګړې توګه په نظامي برخه کې، باید څو مهمو کلیدي عواملو ته پاملرنه وشي. تر ټولو لومړی، باید د تولیدي زیربناوو او داخلي ظرفیتونو پر بنسټ پراخې پانګونې وشي. معادن او طبیعي سرچینې باید یوازې د پلور لپاره ونه کارول شي، بلکې باید دا منابع د کورني صنعت او تولید لپاره وکارول شي، څو د ټولنې اړتیاوې پوره شي او نظامي او اقتصادي زیربناوې پیاوړې شي. همداراز، د نوې ټکنالوژۍ؛ لکه مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence - AI) او د شیانو انټرنېټ (Internet of Things - IoT) پراختیا په نظامي صنعت کې اړینه ده، څو اړیکې او اتوماتې پرېکړې لا پیاوړې شي. له دې سره سره، باید په نظامي او صنعتي برخو کې ماهر او روزل شوي کادرونه وروزل شي.په پای کې، دا هرڅه باید امت‌محوره وي، او باید د امت له ټولو ظرفیتونو څخه بشپړه استفاده وشي.
د سخت ځواک د پیاوړتیا په موخه، باید د نظامي، علمي، اقتصادي او تخنیکي برخو په ساحو کې څېړنیز مرکزونه تاسیس شي. دا مرکزونه باید د پرمختللو ټکنالوژیو او دفاعي وسایلو په تولید کې مرسته وکړي.همداراز، دا مرکزونه کولی شي په علمي څېړنو او پرمختیايي فعالیتونو کې رول ولوبوي او صنعتي ځان‌بسیاینه تضمین کړي.
د سټراټیژۍ جوړول
د اوږدمهاله اهدافو د تحقق او د نرم او سخت ځواک د پیاوړتیا لپاره باید یوه پراخ بنسټه، هر اړخیزه او اوږدمهاله سټراټيژي جوړه شي. دغه سټراټیژي باید د اقتصاد، نظام، علم او ایډیالوژۍ ټول اړخونه راونغاړي، او مسلمانان د خپلو ګډو اهدافو د تحقق پر لور رهبري کړي. دا سټراټیژي باید منظمه او تر دقیقې څارنې لاندې عملي شي، ترڅو اسلامي امت وکولای شي د بېلابېلو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې ودرېږي او نړیوال ځواک ته لاسرسی ومومي.
ټولې نظامي، علمي، اقتصادي او مبدئي هڅې باید له هر ډول شخصي تمایل، ملي او وطني معیارونو څخه پاکې وي، او یوازې د الله تعالی د رضا او د امت مسلمه پر بنسټ ولاړې وي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ» [آل عمران: ۱۶۰]. مسلمانان باید په ټولو برخو کې له الله تعالی مرسته وغواړي او د اسلامي امت په همکارۍ د اسلامي اهدافو د تحقق لپاره ګام واخلي.
په پای کې، زه له ټول اسلامي امته؛ د امت له ټولو افرادو، احزابو او بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې د امت د اعداد لپاره له هېڅ ډول توان، وس، او وړتیا څخه درېغ ونه کړي. دوی باید خپل ټول مالي، ځاني او فکري امکانات په دې لاره کې وکاروي، او په دې مهمه موضوع کې له دولتونو سره خپل هر ډول اختلافات له پامه وغورځوي؛ ځکه دا پروژه، د امت د اعداد پروژه ده.د دغو اقداماتو موخه دا ده چې الله تعالی موږ د خپل نصرت وړ وګڼي، او دا اعداد د دویم راشده خلافت په تأسیس سره خپل کمال ته ورسېږي. هغه مهال به اسلامي امت چمتو وي چې خپل نړیوال رسالت په غوره توګه ترسره کړي.




   ارسال نظر