د افغانستان د حکومت
ویاند د ډسمبر په ۲۵مه، چهارشنبه، د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چې د پاکستان د هوایي
بریدونو له امله په پکتیکا کې ۴۶ کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د
افغانستان د حکومت دفاع وزارت ژمنه کړې، چې له پاکستان څخه به د دغه برید غچ اخلي.
د افسوس ځای دی چې د
اسلامي نړۍ تر ټولو غښتلی او په اټومي وسلو سمبال پوځ راځي او «له ترهګرۍ سره د
مبارزې» په نامه په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړي په نښه کوي.
په داسې حال کې چې د پاکستاني جنرالانو د سترګو پر وړاندې یهودي دولت تر کال زیات وخت
راهیسې د فلسطین، لبنان او سوریې مسلمانان په ډېره وحشیانه توګه په خپلو وینو کې
ډوب کړي دي. همدرانګه د مودي د دولت لخوا د هند د مسلمانانو ځپل او د کشمیر اشغال
دوام لري، خو پاکستاني خاین نظامیان یو کوچنی غبرګون هم نه ښيي او یوازې د دغو
جنایتونو ننداره کوي. پاکستان په سیمه کې د
امریکا مزدور دولت دی. هغه څه چې پاکستان یې دا ډول بېغیرته کړنو ته اړ کړی، د
امریکا لخوا نوی ورکړل رول دی. امریکا د پاکستان پوځ اړ کړی چې د ډیورنډ کرښې په
اوږدو کې د قبایلو مسلمانانو او افغان مجاهدینو سره شخړې وکړي. دا سیاست په داسې
حال کې روان دی، چې د مودي هندوپلوه دولت په ارامۍ سره په هند کې مسلمانان ځوروي
او کشمیر یې په داسې حال کې اشغال کړی چې هیڅ مزاحمت نه ورته کېږي. د دغو اقداماتو
موخه دا ده چې هند د پاکستان له پولې څخه د ګواښ احساس ونه کړي او د امریکا د ستراتیژۍ
په چوکاټ کې د هند ارامي خوندي کړي، ترڅو هند د چین د کنټرول لپاره د امریکا د
وسیلې په توګه ښه کار وکړي. نو د دواړو خواوو د مسلمانانو تر منځ د وروستیو شخړو
ریښه د امریکا له سیمهییزو سیاستونو څخه خړوبېږي، چې د پاکستان خاین حکام یې پلي
کوي.
د افغانستان مجاهدین، د
قبایلو مجاهدین او د پاکستان په پوځ کې هغه مخلص جنرالان چې د پاکستان د مزدورو
حکامو د سیاستونو قرباني شوي، د دې پر ځای چې په نشنلیستي احساساتو کې ښکېل شي او
د حکامو د خاینو سیاستونو قرباني شي، باید سم او مناسب مسیر وټاکي. په دغه حساس
وخت کې تر ټولو مهم کار د نړۍ له مظلومو مسلمانانو څخه دفاع او د اشغال شوي کشمیر
ازادول دي. د دې لپاره واجب ده چې د ډیورنډ سرطاني کرښه له منځه یوړل شي او باید له
مسجدالاقصی، فلسطین، کشمیر او نورو اشغال شویو خاورو څخه د دفاع لپاره د مسلمانانو
ټول قدرت او انرژي متحده شي.
نو د افغانستان حکام
باید د تېر جمهوریت د حکامو په څېر تګلاره ونه لري. هغوی باید نشنلیستي احساسات را
ونه پاروي او یا د پاکستان د خاینو حکامو په څېر متقابل ګواښونه او ورته غبرګونونه
ونه کړي. سیاست په اسلام کې د انبیاوو د رسالت پر مخ وړل دي او د نبوت له ختمېدو
وروسته دغه رسالت اسلامي امت ته لېږدول شوی دی. نو د مسلمانانو دولت باید پر همدغه
بنسټ ولاړ وي. په اسلام کې بهرنی سیاست د اسلام لېږد او د بشر لارښوونه ده او دا
په اسلامي سیاست کې اساسي مفهوم دی. هغه غبرګونونه چې عاطفي او یا هم د ملي او
وطني ګټو پر بنسټ ولاړ وي، نه یوازې دا چې په اسلامي رسالت پورې اړه نه لري، بلکې
له هغه سره په ښکاره ټکر کې دي.
بنسټیزه حللاره دا ده؛
ترڅو چې د سیمې سیاسي نقشه له دولت-ملت نظم څخه خلافت دولت ته بدله نشي او د امت
له برخلیک څخه د خاینو حکامو او لاسپوڅو جنرالانو لاس لنډ نه شي، دا ډول فتنې به همداسې
دوام لري. دغه شخړې هغه مهال په دایمي توګه ختمېدلی شي، چې د نبوت پر منهج د واحد
خلافت دولت تر چتر لاندې افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا سره یو ځای شي. هغه
خلافت چې د سیمې فکري، سیاسي، نظامي او اقتصادي ظرفیتونه به متحد کړي او مسلمانان
به پر یوه نړیوال قدرت بدل کړي.
إِنَّ الَّذِینَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ
وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ
عَذَابُ الْحَرِیقِ (البروج:۱۰)
ژباړه: «هغه کسان چې مومنان
نارینه او مومنې ښځې شکنجه کړي (یا یې په وحشي توګه ووژني)، خو وروسته توبه ونه
کړي، د هغوی لپاره د دوزخ عذاب او د سوځېدو عذاب دی.»