په قرآن کریم کې د حضرت مریم
علیهاالسلام په کیسه کې راځي چې کله هغه د حضرت عیسی علیهالسلام تر زیږون
وروسته له سختو حالاتو او یوازېوتوب سره مخ وه؛ د خرما تر یوې ونې لاندې وه.دغه وخت الله سبحانه وتعالی امر ورته وکړ
چې د خرما ونه وښوروي چې تازه خرما
ورته راولوېږي:
﴿وَهُزِّي
إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا﴾ [مریم: ۲۵]
ژباړه: «او د خرما ونه د ځان خواته وښوروه چې تازه خرما در تویې شي.»
الله سبحانه وتعالی ښه پوهېده چې ان یو پیاوړی سړی هم د خرما ونه نه شي ښورولی؛ نو هغه ښځه به یې څنګه وښوروي
چې تازه یې ماشوم زیږولی!
سره له دې الله تعالی حضرت مریم ته وفرمایل: «د
خرما ونه وښوروه.»
ځکه چې الله سبحانه وتعالی له موږ غواړي چې باید له اسبابو کار واخلو، هڅه او کوښښ وکړو، او دا را زده کوي
چې هڅه او کوښښ اړین دی. الله تعالی د غنم دانه د الوتونکي لپاره خلق کړې، خو په
ځاله کې یې نه ورته ږدي.
هغه خالق تعالی چې حضرت مریم ته له مېړه پرته
ماشوم ورکړ؛ د ونې له ښورولو پرته یې خرما هم ورته را تویولی شوې. خو غوښتل یې موږ
ته وښيي چې هڅه او کوښښ د هغه نظام یوه برخه ده چې الله سبحانه و تعالی خلق کړی
دی. موږ باید خپله هڅه وکړو خو دا باور ولرو چې یوازې اسباب نه ګټه لري او نه کوم
خنډ جوړولی شي؛ بلکې اصلي اغېز د الله سبحانه و تعالی په
لاس کې دی.
په دغه مبارک ایت کې په تأمل روښانه کېږي چې د غزې د خلکو د مرستې لپاره یوازې
دعا کول بس نه دي؛ بلکې اړینه ده چې د ځواک خاوندان او د مسلمانانو پوځونه حرکت
وکړي او د الله تعالی دغه حکم ته په استجابت کې غاصب یهودي رژیم له
منځه یوسي:
﴿وَإِنِ ٱسۡتَنصَرُوكُمۡ فِی ٱلدِّینِ
فَعَلَیۡكُمُ ٱلنَّصۡرُ﴾ [الأنفال: ۷۲]
ژباړه: «او كه د دين (د چارو) په باب
مرسته درنه وغواړي؛ نو پر تاسې يې مرسته لازمه ده.»
د دعا او عمل او دغه راز د اسبابو او توکل ترکیب د
پیغمبر صلی الله علیه وسلم، صحابه رضیالله عنهم او مومنانو سنت دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم تل
پوځونه تیارول، بیا به یوې ګوښې ته لاړ او دعا به یې کوله؛ خو هيڅکله یې یوازې په
دعا بسنه نه ده کړې!
لکه څنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په جګړو کې
لومړی پوځ تیاراوه بیا یې دعا کوله؛ نن ورځ امت هم باید د اشغال شویو خاورو د
ازادولو لپاره د خلافت د تاسیس، د خاینو حکامو د راپرځولو او د پوځونو د بسیج په
لټه کې وي؛ یوازې په دعا بسنه ونه کړي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِی عَنِّی فَإِنِّی
قَرِیبٌۖ أُجِیبُ دَعۡوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِۖ فَلۡیَسۡتَجِیبُوا۟ لِی
وَلۡیُؤۡمِنُوا۟ بِی لَعَلَّهُمۡ یَرۡشُدُونَ﴾ [البقرة ١٨٦]
ژباړه: «او کله چې زما بندګان، زما په اړه درنه وپوښتي، (نو
ووايه:) په حقيقت کې زه نیږدې يم او بلونكى، چې ما وبولي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو
بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي، چې ښايي سمه لار ومومي،»