د کال په تر ټولو غوره شپو کې پر څه بوخت یې؟
03/23/2025 |

Print


په ژوند کې د انسان لپاره طلايي فرصتونه مخې ته راځي، وړاندې تر دې چې هغه فرصتونه یې له لاسه ووځي، باید غنیمت یې وګڼي او ګټه ترې واخلي. ځکه ژوند لنډ دی او د عمر ورځې په چټکۍ تېرېږي. په هغو ارزښتناکو فرصتونو کې، چې الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته ورکړي، د رمضان میاشتې وروستۍ لسیزه ځانګړی مقام لري؛ دا هغه شپې دي چې د الله سبحانه وتعالی رحمت پکې نازلېږي، د مغفرت دوازې پرانیستل کېږي او ډېری بندګان د دوزخ له اور څخه خلاصېږي.
دغه مبارکې شپې له نورو شپو سره توپیر لري. دغه شپې د کال تر ټولو غوره شپې ګڼل کېږي، ځکه د قدر شپه په همدغو شپو کې ده، هغه شپه چې تر زرو میاشتو غوره ده. دغه شپې د هغه فرصت‌پېژندونکي او هوښیار مسلمان لپاره یو طلایي فرصت دی، چې د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون په لټه کې دی.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی‌الله عنهم به په دغو کې شپو کې خپل عبادت لا ډېر کاوه، د شپې به ویښ وو، دعا او استغفار به یې ویل او قرآن به یې په تدبر سره تلاوت کاوه. هغه صلی الله علیه وسلم به خپله کورنۍ هم هڅوله چې را ویښ شي او په دغو شپو کې عبادت وکړي. لکه څنګه چې عایشه رضی‌الله عنها فرمایي: کله به چې د رمضان وروستۍ لسیزه را ورسېده، پیغمبر صلی الله علیه وسلم به ملا ورته وتړله، شپې به یې په ویښه تېرولې او خپله کورنۍ به یې هم بیداره کړه. (بخاري او مسلم)
په دغو شپو کې لیلة القدر راځي، هغه شپه چې تر زرو میاشتو غوره ده؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ﴾ (القدر: ۳)
 د دې لویې شپې عزت د هغه چا په نصیب کېږي، چې الله سبحانه وتعالی ورته توفیق ورکړي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم به تل د هغې په لټه کې و او خپلو اصحابو ته به یې سپارښتنه کوله، چې دا شپه ولټوي: د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسیزه کې ولټوئ. (بخاري او مسلم)
صحابه کرامو به هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه په پیروۍ په لمانځه، قرآن، ذکر او صدقه کې کوښښ کاوه او په دوی کې ځینو یې په جهاد او اسلامي فتحو کې هم فعال رول درلود. خو بیا هم دغه ټول فعالیتونه د دې لامل نه کېدل، چې دوی له عبادت او په ویښه له شپې تېرولو څخه راوګرځوي، بلکې د قیام الیل او په ویښه د شپې تېرولو ارزښت یې په سمه توګه درک کړی و او له دغو ارزښتناکو شپو څخه نه غافله کېدل. د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو هم دغه شپې هره شېبه غنیمت ګڼلې او عبادت، جهاد او د الله دین ته دعوت به یې په ګډه ترسره کول. له همدې امله مکه د رمضان په همدغو وروستیو ورځو کې فتحه شوه او اصحاب دغه مهال د خپلې قربانۍ او هڅې په اوج کې وو.
خو نن ورځ موږ ډېری کسان د دغو مبارکو شپو ارزښت نه درک کوو. د خپلو ورځنیو بوختیاوو، ساتېریو او ټولنیزو شبکو په سبب د رمضان له قیمتي شېبو څخه غافل یو. د رمضان وروستۍ لسیزه د توبې، عبادت، د ځینو عادتونو د بدلون، له قرآن سره د مصاحبت او له الله سبحانه وتعالی سره د نږدېوالي لپاره یو فرصت دی، خو له موږ څخه ډېری کسان دغه نعمت ته پام نه کوي او له لاسه یې ورکوي، په داسې حال کې چې د جبران لپاره یې ښايي بیا هېڅ فرصت ونه لرو. موږ ډاډه نه یو چې تر راتلونکي رمضان پورې به ژوندي وو که نه، په داسې حال کې چې مرګ له خبرداري پرته ناڅاپي راځي.
د رمضان په وروستۍ لسیزه کې تر ټولو مهم عملونه
د دې لپاره چې د دغو مبارکو شپو له فرصت څخه ګټه واخلو، باید هغو عملونو ته دوام ورکړو، چې په قرآن او سنتو کې یې سپارښتنه شوې ده. تر ټولو مهم عملونه دا دي:
د شپې قیام او عبادت: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «څوک چې د قدر شپه د ایمان او اخلاص له مخې په ویښه تېره کړي، مخکني ګناهونه یې بښل کېږي» (بخاري او مسلم). د شپې قیام په دغو شپو کې یو تر ټولو غوره عبادت دی او ډېر ټینګار پرې شوی دی.
د قرآن تدبر او تلاوت: رمضان، د قرآن میاشت ده. زموږ مشرانو د اسلام په لومړیو کې قرآن په دې میاشت کې ختم کاوه او په سورتونو او ایتونو کې په تدبر سره یې، هغه په خپل ژوند کې عملي کاوه.
د ځان او اسلامي امت لپاره د دعا او استغفار زیاتول: دعا د مومن لپاره تر ټولو قوي وسله ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم عایشې رضی‌الله عنها ته سپارښتنه وکړه، چې په دغو شپو کې دا دعا ډېره ووایي: «اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ العَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي» (سنن ترمذي)
انفاق او صدقه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو ډېر بښونکی کس و، خو په رمضان او په ځانګړې توګه د هغې په وروستۍ لسیزه کې یې سخاوت نور هم ډېرېده. له فقیرانو سره مرسته، روژه‌نیوونکو ته د روژه‌ماتي برابرول او د اړمنو کسانو ملاتړ کول هغه ارزښتمن کارونه دي، چې په دغو شپو او ورځو کې یې سپارښتنه شوې ده.
اعتکاف: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به د رمضان په وروستۍ لسیزه کې په اعتکاف کې کېناسته او ځان به یې له بیرون دنیا څخه بېل کړ، یوازې د الله عبادت او ذکر به یې کاوه. اعتکاف د تمرکز، الله ته د نږدېوالي او د عادتونو د بدلون لپاره یوه غوره لاره ده او څوک یې چې توانایي لري، باید دغه سنت را ژوندی کړي.
روژه‌نیوونکو ته د روژه‌ماتي ورکول: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «څوک چې روژه‌نیوونکي ته روژه‌ماتی ورکړي، بدله به یې د هغه د ثواب په اندازه وي» (ترمذي)
د دین د اقامې او د خلافت د تاسیس لپاره هڅه کول: د رمضان میاشت تل د جهاد او فتحو میاشت وه. په دې میاشت کې قرآن نازل شوی، د بدر په څېر برخلیک ټاکونکې غزاګانې او د مکې فتحه پکې ترسره شوي او اصحاب به پکې د دین د اقامې او اظهار په لاره کې ثابت قدمه وو. نن ورځ هم اسلامي امت ته پکار ده، چې د نبوت پر منهج د خلافت د اقامې لپاره هڅه وکړي، ترڅو هغه دولت تاسیس کړي چې د مسلمانانو له وینو په ځانګړې توګه د غزې د مسلمانانو له وینو او د مسلمانانو له سپېڅلو ځایونو څخه دفاع وکړي. له شک پرته د خلافت تاسیس د امت برخلیک ټاکونکې قضیه ده.
په پای کې د یادونې وړ ده چې دغه مبارکې شپې یو لوی فرصت دی، چې په راتلونکي کال کې یې بیا راتګ د هېچا لپاره تضمین شوی نه دی. ایا پوهېږو چې تر راتلونکي رمضان پورې به ژوندي وو؟ له همدې امله وړاندې تر دې چې ناوخته شي، دغه فرصت باید غنیمت وګڼو او هغو عملونو ته دوام ورکړو، چې موږ الله سبحانه وتعالی ته نږدې کوي. ډېری هغه کسان چې تېر کال له موږ سره وو، خو سږ کال زموږ تر څنګ نشته دي. څوک پوهېږي چې موږ به په راتلونکي رمضان کې وو که نه؟
نو له ځان څخه باید پوښتنه وکړو: د کال تر ټولو په غوره شپو کې پر څه شي بوخت یو؟ ایا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په څېر دغه شپې په عبادت او بندګۍ کې تېروو، یا دا چې په غفلت او بې‌ارزښته ساتېریو کې یې له لاسه ورکوو؟
یا الله! یا رحمان! یا کریم! موږ د لیلة القدر د پلټونکو په ډله کې راوله، زموږ عملونه قبول کړه، ګناهونه مو وبښه او موږ په دغه مبارکه میاشت کې له خپل رحمت او مغفرت څخه برخمن کړه. آمین.




   ارسال نظر