د دویم هجري کال د رمضان په ۱۷مه د پیغمبر صلی الله عليه
وسلم کمزوری دولت په بدر کې د قریشو پر قوي او مجهز لښکر بریالی شو. دا بریا په
داسې حال کې وه چې مسلمانان د شمېر او وسایلو له پلوه ډېر لږ وو، خو پر حق د ثبات
او پر الهي نصرت د ایمان له امله الله سبحانه و تعالی دوی بریالي کړل. خو نن
ورځ د رمضان په ۱۷مه د یهودو دولت سلګونه فلسطیني مسلمانان په شهادت ورسول، په
داسې حال کې چې د اسلامي خاورو دولتونه- که کمزوري دي او که ځواکمن- د حق په لاره
کې د جهاد او د مظلومانو د نصرت توفیق نه لري. دلیل یې دا نه دی چې دوی معذور دي،
بلکې دلیل ښايي دا وي، چې د الهي توفیق اهل نه دي.
الله سبحانه و تعالی ځینې وخت د حق د بریا
او د خپلو ژمنو د پرځای کولو لپاره، د مسلمانانو تر ټولو کمزوری دولت غوره کوي،
ترڅو حق پر باطل بریالی کړي او د باطل ماغزه وشیندي: لِيُحِقَّ
الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ" (الأنفال، ۸)
خو نن ورځ دغه نصرت د دغه امت له ځواکمن او کمزوري څخه
اخیستل شوی دی. د قدرت خاوندان ښایي ځانونه د ځینو دلایلو په سبب معذور وګڼي، خو
الله سبحانه و تعالی د زړونو له حاله خبر دی. الله سبحانه و تعالی حاکمان له سخت ازمېښت سره مخ کوي او په پایله کې د امت
قضیې د دغه امت د عزتمنو خلکو په لاس حلوي. د ځان معذور ګڼل ښايي ځینو ته د ارامۍ
احساس ورکړي، خو ایا حکام له دې څخه اندېښنه نه لري، چې ولې د امت له عزتمنو کسانو
څخه نه دي؟! هغه کسان چې الهي ژمنې د هغوی په لاسونو سره پر ځای کېږي!