مطبوعاتي اعلامیه
«الولاء والبراء» د
اسلام یو قطعي حکم او محکم شرعي اصل دی، او باید د ملي مصلحتونو قرباني نه شي
د زندانیانو په چارو
کې د ټرمپ صهیونیستي استازي، آدم بولر او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا
پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، په کابل کې د حاکم نظام د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان
متقي سره ولیدل. د دې لیدنې په پایله کې، حاکم رژیم یو امریکایي بندي د حسن نیت په
توګه آزاد کړ. امیرخان متقي له امریکا سره د «مثبتو سیاسي او اقتصادي اړیکو»
غوښتنه وکړه. بولر دا اقدام د «باور جوړونې» په لار کې یو ګام وباله او خلیلزاد لیکلي
چې «د جورج ګلیزمن خوشې کول د طالبانو د حسن نیت نښه ده».
د حزبالتحریر- ولایه
افغانستان مطبوعاتي دفتر، له امریکا سره ـ چې دا مهال له اسلامي امت سره په مستقیمه
جګړه کې ده ـ د افغانستان د حکومت تعامل د «الولاء والبراء» له شرعي حکم سره په
ټکر کې ګڼي او په کلکه یې غندي. په دې اړه، د مسلمانانو د پوهاوي لپاره لاندې ټکي وړاندې
کېږي:
۱. امریکا
له څو لسیزو راهیسې، له اسلامي امت سره په مستقیمه او دوامداره جګړه کې ده. پر غزه
د یهودي دولت د وحشیانه بریدونو له پیل تر نن ورځې پورې امریکا له دغه دولت څخه
بشپړ نظامي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ کړی. اوس یې هم یهودي دولت ته اجازه ورکړې چې
له غزې څخه د مسلمانانو د ایستلو لپاره د دوی پر مخ د دوزخ دروازې پرانیزي او د
خپل امنیت د ساتنې په پلمه په منظم ډول سوریه او لبنان هم په نښه کړي. سربېره
پردې، امریکا خپله هم پر یمن سخت هوایي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر
مسلمانان شهیدان شوي. نو د هیڅ مسلمان لپاره ـ که فرد وي او که دولت ـ روا نه ده
چې له داسې دولتونو سره چې په ښکاره د اسلام پر وړاندې جنګېږي، داسې همکاري او
ملګرتیا وکړي.
۲. د
افغانستان حکومت، چې ځان د اسلامي نړۍ یوازینۍ اسلامي دولت بولي او د افغانستان او
د نړۍ د مجاهدینو د سپېڅلو قربانیو پر بنسټ رامنځته شوی، له بهرنیو دولتونو سره په
خپلو اړیکو کې «له مؤمنانو سره د ولاء او له کفارو د برائت» اصل ـ چې یو قطعي،
محکم او الزامي شرعي حکم دی ـ تر پښو لاندې کوي. دا سیاست، په حقیقت کې «د
مسلمانانو جګړه او سوله یوه ده» له محکم شرعي اصل څخه انحراف دی او معنا یې دا ده
چې د «الولاء والبراء» ځای ملي مصلحتونو ته ورکول کېږي او د اسلام پر محکماتو
باندې متشابهاتو ته ترجیح ورکول کېږي.
۳. تر
ټولو خواشینوونکې خبره دا ده چې یو امریکایي وګړی د «حسن نیت» له مخې ازادېږي؛ خو
لسګونه مخلص مسلمان دعوتګر، یوازې د دې لپاره چې د نبوت پر منهج خلافت ته یې دعوت
او د امت د وحدت لپاره هڅې کولې؛ د اوږده بند له حکم سره، په سختو شرایطو کې
زنداني پاتې دي. دا دوهګونی چلند نه یواځې له شرعي احکامو سره په ټکر کې دی، بلکې
د الله سبحانه وتعالی له حکم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له متواترو سنتو
سره هم ښکاره مخالفت لري، چې مؤمنان باید د کفارو پر وړاندې سخت او په خپل منځ کې مهربان
وي.
په تېرو سلو کلونو کې،
پرلپسې تجربو ثابته کړې چې د ملي ګټو پر بنسټ بهرني سیاست اسلامي امت ته تر ټولو
درنه ضربه رسولې او مسلمانان یې له سیاسي سرګردانۍ او بنبست سره مخ کړي دي. نو هر
دولت چې د اسلاميوالي دعوه لري، باید خپل بهرنی سیاست د دعوت او جهاد پر بنسټ
تنظیم کړي. دا یوه اجتهادي موضوع نه ده، بلکې موخه یې دا ده چې دین اظهار شي او
اسلام پر ټولو نورو دینونو او نظامونو برلاسی شي. دا موخه یوازې هغه وخت تر لاسه
کېدای شي چې مسلمانان له مليپاله مفکورو او د مصلحت پر بنسټ (پراګماټیکو) سیاستونو
لاس واخلي، او د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت د تأسیس لپاره، چې د امت برخلیک
ټاکونکې قضیه ده، هلې ځلې وکړي.
يَا
أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ
الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ
سُلْطَانًا مُّبِينًا {النساء: ۱۴۴}
ای مؤمنانو! کافران د
مؤمنانو پر ځای خپل دوستان او سرپرستان مه نیسئ. آیا غواړئ چې د ځان پر وړاندې د
الله لپاره څرګند دليل وګرځوئ؟
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر