اسلامي امت د بدعت او تجدید ترمنځ ستره ننګونه کې
04/24/2025 | یوسف ارسلان

Print


د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په تاريخ کې د ټولنو، بنسټونو او تمدنونو بقا، تل په دې پورې تړاو لري چې دوی په دې د پوهېدو څومره وړتيا لري چې څه شی باید وساتل شي او څه شی بدلون ته اړتیا لري. دا یوه نازکه پوله ده چې د عقلانیت او انحطاط، او د تجدید او بدعت ترمنځ پرته ده. اصل دا دی چې رښتینې بقا د هستې، طریقې او بنسټیزو اصولو په ساتلو کې ده؛ په داسې حال کې چې اسالیب او وسایل باید د وخت له اړتیاوو سره سم بدل شي.
په داسې حال کې چې ځینو ډلو په تاریخ کې مطلق بدلون د ژغورنې یوازینۍ لار ګڼلې او پرته له دې چې د طریقې او اسالیبو ترمنځ توپیر وکړي، هر څه یې بدل کړي؛ ځینې نور بیا د هر ډول بدلون پر وړاندې منجمد پاتې شوي او د تعصب او فکري جمود ښکار شوي دي. اسلامي امت په وروستیو دوو پېړیو کې د دواړو ډولونو انحراف تجربه کړی دی. د عثماني خلافت په وروستیو کې داسې کسان وو چې له هر ډول بدلون سره مخالف وو، او د دغه خلافت تر سقوط وروسته داسې بهیرونه راپورته شول چې د «اصلاح او نوي کولو» تر شعار لاندې یې د دولت‌ولۍ هسته، هدف، د امت رسالت او د هغه د تطبیق طریقه بدله کړه. ځینې کسان، مثلاً، د داسې جامو او پوښښ ساتلو ته پابند دي چې په یوه ځانګړي قوم پورې اړه لري او واجب نه دي؛ خو د اسلامي دولت‌ولۍ د هستې او د اسلام د داخلي او خارجي سیاست د تطبیق په طریقه کې بیا پر بدلون باور لري.
د اسلام هسته د عقیدې له اصولو او د بشریت د رهبرۍ لپاره د امت له رسالت سره تعریفېږي چې د واحد خلافت په تاسیس او د بهرني سیاست په ډګر کې د جهاد له لارې تنفیذېږي. دا نه یوازې سرې کرښې دي، بلکې د اسلامي دولت‌ولۍ هغه هسته ده چې بدلون نه مني. د خلافت پر ځای د دولت-ملت مفکوره، د جهاد پر ځای د واقع‌ګرایۍ ډیپلوماسي، د ملي ګټو ساتنه او د اسلام تدریجي تطبیق پشان مفاهیمو باندې د دغو اصولو بدلون د اسلام له لارې یو ژور انحراف دی، چې نه یوازې د بقا سبب نه کېږي، بلکې د امت ذلت او انحطاط نور هم ژوروي.
ځکه خو الله تعالی په هر قرن کې د امت لپاره مجددین ټاکي، څو امت بیرته خپل اصل ته راوګرځوي. تجدید دا معنا نه لري چې په اصولو کې نوښت راشي، بلکې دا معنا لري چې امت خپل اصلي مسیر ته راوګرځول شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الله سبحانه وتعالی د دغه امت لپاره د هرو سلو کلونو په سر کې یو څوک رالېږي چې دین یې ورته تجدید کړي.» (أبو داود). مجدد هغه څوک دی چې د ساتلو او بدلولو ترمنځ توپیر کوي؛ اصول ساتي، او وسایل اصلاح او عصري کوي. لکه څنګه چې المناوي په فیض القدیر کې د مجدد د صفاتو په اړه ویلي: «(مجدد) محکماتو ته د مشابهاتو د راګرځولو ملکه او وړتیا لري او د قرآن له نصوصو، د هغو له اشاراتو او دلالتونو څخه د حقایقو او د نظریو د نازکو لطایفو د استنباط قدرت ورسره وي؛ د هوښیار زړه او ویښ عقل خاوند وي».
له بده مرغه، نن ورځ ځینې کسان د «تجدید» تر نامه لاندې په هسته، هدف او طریقه کې بدلون روا ګڼي؛ حال دا چې دا کار نه یوازې تجدید نه دی، بلکې بدعت دی چې ګمراهي زېږوي. د مجدد او مبتدع ترمنځ بنسټیز توپیر همدا دی. مجدد امت د اصولو خواته هدایت کوي، خو مبتدع په پوهه یا ناپوهۍ د عصري او اپډیټ کولو تر شعار لاندې د امت مسیر له خپل رسالت او د دین د اظهار لپاره دولت‌ولۍ څخه کږوي؛ ځکه چې «كل بدعة ضلالة / هر بدعت ګمراهي ده.»




   ارسال نظر