ولې د مسلمانانو رمضان او اختر یو نه دي؟!
04/03/2025 | یوسف ارسلان

Print


د هلال د لیدلو مسله او د رمضان یا اختر پیل تل هغه موضوع ده، چې په اړه یې زیات فقهي او سیاسي بحثونه کېږي. په دې برخه کې د اسلامي امت د فقهاوو په ځانګړې توګه د حنفي مذهب فقهاوو غالب نظر دا دی، چې د مطالع اختلاف د اعتبار وړ نه دی. لکه څنګه چې په ردالمحتار کې راغلي دي: «او په مطالع کې اختلاف د اعتبار وړ نه دی، نو که د مغرب (لوېدیځ) خلک هلال وویني، د ختیځ پر خلکو هم لازمېږي؛ یا که چېرې په مصر کې هلال ولیدل شي، پر نورو خلکو هم ـ د ظاهري روایت له مخې ـ لازمېږي.» یعنې که چېرې دوه مسلمانان د نړۍ په هره برخه کې نوې میاشت وویني، دغه لیدل د ټولو مسلمانانو لپاره دلیل ګرځي او بسنه کوي، ځکه اسلامي امت واحد دی او د متحد رؤیت (لیدلو) پر بنسټ باید عمل وکړي.  
د فقهي مذهبونو تر منځ یوازې شافعي مذهب متفاوت لیدلوری لري او د مطالع اختلاف ته اعتبار ورکوي. دوی د خپل دغه نظر لپاره له ابن عباس رضي الله عنه څخه د کریب پر روایت باندې استناد کوي. په دغه روایت کې راغلي دي چې کریب وویل: «د ام‌فضل لپاره شام ته لاړم... هلته مو سپوږمۍ د جمعې په شپه ولیدله. کله چې مدینې ته را وګرځېدو او ابن عباس مو ولید، نو هغه ته مو وویل چې موږ په شام کې د جمعې په شپه سپوږمۍ ولیدله. ابن عباس وویل: موږ د شنبه په ورځ سپوږمۍ ولیدله او له همدې امله تر دېرشو ورځو پورې به روژه ونیسو، تر دې چې سپوږمۍ پخپله ووینو. موږ په شام کې د هلال لیدلو ته ارزښت نه ورکوو، ځکه همداسې امر راته شوی دی.» دغه روایت د مطالع د اختلاف په اړه د شافعي مذهب د نظر بنسټ دی.
خو دغه لیدلوری په قوي دلایلو سره نقد شوی او ډېری علماوو رد کړی دی. لومړی دا چې دغه نظریه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث له څرګند نص سره په ټکر کې ده چې فرمایي: «صوموا لرؤیته و أفطروا لرؤیته»؛ دغه عبارت د جمعې په صیغې سره راغلی چې پر ټولو مسلمانانو دلالت کوي. دویم دا چې امام شوکاني ویلي دي، چې د رسول الله (ص) له خبرې څخه د ابن عباس رضي الله عنه دغه اجتهاد ناسم دی. د صحابي اجتهاد شرعي مصدر نه دی او له بل اړخه ویل شوي دي، چې ابن عباس (رض) د مناط په فهم او د سپوږمۍ د لیدلو په واقعیت کې تېروتنه کړې ده؛ ځکه سپوږمۍ په یوه ټاکلي وخت کې رامنځته کېږي او دغه وخت د ټولې ځمکې لپاره یو ډول دی. همدارنګه که چېرې نن ورځ سپوږمۍ د ځمکې په یوه برخه کې ولیدل شي، د هغې خبر په یوه ثانیه کې د ځمکې بلې برخې ته رسېږي او د پخوا په څېر نه دی چې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د خبر رسول په ورځو او میاشتو وخت ونیسي.
سربېره پر دې د اسلام یو مهم اصل د اسلامي امت یووالی دی او هر هغه څه چې دغه یووالي ته ضربه رسوي، مردود دي، ان که چېرې په مطالع کې اختلاف هم وي. ځکه د امت یووالی له محکماتو څخه دی او هر بل متشابه باید هغه ته راجع شي. له همدې امله په روژه او اختر کې اختلاف، په امت کې د تفرقې یو مظهر دی، چې باید ځان ترې وساتل شي، نه دا چې په کمزورو فقهي توجیهاتو سره هغه ته لمن ووهل شي.
د طبیعي واقعیت له مخې دا خبره سمه ده چې د سپوږمۍ مطلع (ښکاره کېدل) د ځمکې په مختلفو سیمو کې متفاوت دي؛ خو باید پوه شو چې سپوږمۍ په یوه ټاکلي او واحد وخت کې د ځمکې او اسمان تر منځ واقع کېږي، چې دغه علمي شېبې ته "اقتران "(Conjunction) وايي. په دې شېبه کې نوې سپوږمۍ له نجومي اړخه پیدا کېږي او دغه پېښه د ځمکې د ټولو برخو لپاره یو ډول ده. له همدې امله د سپوږمۍ د پیدا کېدو اصلي معیار یو نړیوال وخت دی، که څه هم په مختلفو سیمو کې د هغې د لیدلو امکان ښايي متفاوت وي. له همدې امله کولی شو چې د هلال د لیدلو د معیار په توګه یوازې یوه سیمه د نورو ټولو سیمو لپاره په پام کې ونیسو. سربېره پر دې د اسلامي خاورو د لوېدیځو او ختیځو سیمو یعنې د اندونیزیا او المغرب تر منځ یوازې له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې تفاوت دی. د دې مانا دا ده چې د اسلامي امت یوه لویه برخه د شپې په ساعتونو کې سره مشترکه ده او کولی شي چې په یوه ټکي کې د سپوږمۍ له لیدلو څخه په استفادې، ټول په یوه وخت روژه او اختر پیل کړي. له بلې خوا دا واضح ده چې د مطالع اختلاف معمولا په بېلابېلو جغرافیوي طول‌البلدونو کې رامنځته کېږي، نه په یوه واحد جغرافیوي اوږدوالي (طول‌البلد) کې. نو اساسي پوښتنه دا ده: ولې هغه خاورې چې په یوه واحد جغرافیوي اوږدوالي (طول‌البلد) او آن څنګ په څنګ پرتې دي لکه کوېټه او کندهار، یوه روژه او اختر نه لري؟ ځواب دا دی چې د اختلاف سرچینه طبیعي واقعیت نه دی، بلکې د ملي دولتونو بېلوونکي سیاستونه دي، هغه سیاستونه چې د یووالي پر ځای تل د تفرقې په لټه کې دي.
جالبه دا ده چې احناف، مالکیه، حنابله او زیدیه ټولو د مطالع له اختلاف سره مخالفت کړی دی، خو نن ورځ د همدغو مذهبونو پیروان په عملي توګه هغه ته لېوال دي. دا لېوالتیا پر فقهي بنسټ نه ده، بلکې د هغوی د سیاسي نظامونو د غوښتنو له امله ده. له همدې امله دغه اختلاف فقهي نه دی، بلکې سیاسي دی، چې د دین په نامه توجیه کېږي.
له بلې خوا ان په شافعي مذهب کې چې د مطالع اختلاف هم مني، دغه مسله یوازې د لرې پرتو سیمو په اړه ده، چې فاصله یې تر ۱۲۰ کیلو متر ډېره وي. خو نن ورځ دغه لیدلوری هم تحریف شوی دی او د مطالع اختلاف په مصنوعي ملي پولو پورې تړل شوی دی. د بېلګې په توګه دوې کورنۍ چې د ډیورنډ یا سایکس-پیکو د پولو په دوو اړخونو کې ژوند کوي، د سهار او ماښام لمونځ په یوه وخت په ګډه کوي، خو په رمضان او اختر کې اختلاف لري! دا پر ملي ارزښتونو باندې د اسلامي ارزښتونو د بدلېدو یوه ښکاره بېلګه ده.
د خواشینۍ ځای دا دی چې کله د واحد دولت د تاسیس، په غزه کې د مظلومانو د نصرت او د ملي پولو د ماتېدو خبره کېږي، مسلمان حکام "د استطاعت نه لرل" پلمه کوي. خو دغه حکام د روژې او اختر په برخه کې چې باید د یووالي لامل شي، د تفرقې د دوام لپاره د کمزورو فقهي توجیهاتو په لټه کې دي. دغه ډول چلندونه د عذر له مخې نه دي، بلکې له اسلامي امت سره د خیانت له امله دي. له دې څخه ښکاري چې دوی نه یوازې دا چې د مسلمانانو لپاره واحدې روژې او اختر ته لېوال نه دي، بلکې د مظلومو مسلمانانو د نصرت په برخه کې هم دروغ وايي او خیانت کوي.
د رمضان او اختر په پیل او پای کې د اختلاف ترخه تجربه دا څرګندوي چې تر کومه وخته چې اسلامي امت د متفرقو دولتونو او مصنوعي سیاسي پولو تر سیوري لاندې پاتې وي، د یووالي لپاره ټولې لېوالتیاوې به په نطفه کې له منځه ځي. د دغو دولتونو سیاست د شرعي اصولو پر اساس نه دی، بلکې د ملي ګټو او د استعمار په واسطه د ترسیم شوو جغرافیوي پولو پر بنسټ ولاړ دی.
له همدې امله د امت د واحد دولت په توګه د اسلامي خلافت د تاسیس اړتیا نن ورځ تر بل هر وخت ډېره احساسېږي. خلافت هغه نظام دی چې تاسیس یې شرعي فرض دی او یوازینی چوکاټ دی چې اسلامي امت له کوچنیو فقهي مسایلو څخه را نیولې بیا تر لویو سیاسي مسایلو پورې په یووالي او وحدت کې ساتلی شي. ان پخوا هم هغو فقهاوو چې د مطالع اختلاف یې منلی و، د مشهورې فقهي قاعدې «أمر الإمام يرفع الخلاف» (د امیر امر، اختلاف له منځه وړي) پر بنسټ ټینګار کاوه، چې که چېرې د مسلمانانو امیر یو واحد حکم صادر کړي، ټول امت باید له هغه څخه اطاعت وکړي او په دې صورت کې به د مطالع اختلاف هم روا نه وي. دغه امیر چې په اسلامي فقه کې د خلیفه په نامه پېژندل کېږي، هغه کس دی چې د اسلامي امت د شرعي بیعت له لارې ټاکل کېږي او مکلف دی چې یوازې د اسلام پر بنسټ کورنی او بهرنی سیاست تنظیم کړي.
یوسف ارسلان




   ارسال نظر