د اونۍ خبره: له امریکا هم باید لکه له شيطانه ځان وساتو!
04/13/2025 | ابراهیم منیب

Print


وروسته له هغه چې د افغانستان د حاکم نظام له لوري دوه امریکايي یرغمل کسان خوشي شول، یو ځل بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پرمختګ اټکلونه راپورته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې د شل کلنې ناکامې جګړې تجربه لري او ترخه درسونه یې ترې اخیستي. امریکا د افغانستان د حاکم نظام پر وړاندې د تطمیع او فشار پالیسۍ په غوره کولو، یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو په لټه کې ده؛ هغه ګټې چې په مغرورانه ډول له دوی پرته د بل چا ښه پکې نه کېږي. لکه شیطان چې د انسان د فریب پر مهال، په ظاهر کې ژمنې کوي، خو په حقیقت کې هیڅ نه وي او په پای کې انسان ته تر ټولو ستر زیان رسوي.
د امریکا په څېر شیطاني دولتونه چې کله له نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي خاورو سره اړیکې جوړوي، هېڅکله له مسلمانانو او مجاهدینو سره د خپلې دښمنۍ اصل نه هېروي. په افغانستان کې د امریکا د شل کلن اشغال هغه تریخ روایت لا هم تازه دی چې د «تروریزم ضد جګړې» تر نامه لاندې یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد ستر جنایتونه وکړل. د دغې دښمنۍ اساس له اسلام سره د غرب د تقابل پر بنسټ ولاړ و. نن که څه هم د ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستانه وتلي، خو دغه تقابل یوازې له نظامي بڼې سیاسي بڼې ته بدل شوی. په تېرو نږدې څلورو کلونو کې امریکا هڅه کړې چې دغه دښمني په بېلابېلو بڼو پر مخ یوسي.
د ټرمپ اداره د اعظمي فشار او معاملې د پالیسۍ له لارې هغه څه تر لاسه کول غواړي، چې جوبایډن پکې پاتې راغلی و. له همدې امله، په افغانستان کې د امریکا یوه موخه دا ده چې دغه خاوره هېڅکله د سیمې لپاره د اسلامي بیدارۍ او نهضت پر یوه مرکز بدله نه شي.
د افغانستان خاوره د سویلي آسیا او منځنۍ آسیا ترمنځ په یوه ځانګړي او سټراټیژیک موقعیت کې پرته ده، چې کولی شي نه یوازې په خپله خاوره کې، بلکې په ټوله سیمه کې د اسلامي نهضت او بیدارۍ څپه راپورته کړي. امریکا د جمهوریت د سقوط له همغې لومړۍ ورځې دا سناریو په نظر کې نیولې وه او تل یې «د تروریزم پر وړاندې مبارزې» تر نامه لاندې هڅه کړې، چې د افغانستان حاکم نظام له ځان سره د خپل هدف پر لار بوځي.
اوسنی نظام باید د امریکا د استول شویو پلاوو د خبرو او مذاکراتو په لومه کې راګیر نه شي، او د «الولاء والبراء» اصل هېر نه کړي. لکه څنګه چې ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې په صراحت اوسنی نظام «دښمن» یاد کړ، او ویې ویل چې هیڅکله اجازه نه ورکوي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې په افغانستان کې د دوی دښمنانو ته ورکړل شي.
امریکا ډېره ښه پوهېږي چې څوک یې ریښتیني ملګري او څوک یې ښکاره دښمنان دي، او دا هغه حقیقت دی چې ټرمپ پخپله په ډاګه اعتراف پرې کړی دی. خو بیا هم امریکا، له خپلو دښمنانه عقدو او شرارت‌ ډک نیت سره، د «تعامل» او «خبرو اترو» تر عنوان لاندې هڅه کوي، چې خپلې ګټې خوندي کړي.
د حاکم نظام له لوري د امریکا د غیرنظامي حضور غوښتنه، په حقیقت کې یا په بهرني سیاست کې د «الولاء والبراء» اصل جدي نه ګڼل دي، یا د امریکا د شل کلن حضور د ترخه عاقبت له پامه غورځول؛ هغه حضور چې امریکا له فساد، جنګ، وژنو او ورانۍ پرته بل هیڅ شی تر شا پرې نه ښودل.
له اسلامي امت سره د انګلستان، فرانسې، روسیې او چین پشان نورو محاربو دولتونو غوندې، د امریکا ښکاره دښمنۍ ته په کتو؛ دوی هیڅکله له مجاهدینو او خپلو دښمنانو سره د خبرو اترو میز ته نه کېني؛ مګر دا چې خپلې ګټې ترلاسه کړي او د مسلمانانو پر وجود د دښمنۍ زهر وپاشي. نن چې امریکا د یوه ناروغ او کمزوري انسان په څېر ده، ان تر دې چې لوی متحدین یې ځان ترې لرې کوي، د حیرانتیا خبره ده چې ولې په دغه وضعیت کې مجاهدین او د اوسني نظام حاکمان اعتماد پرې کوي!؟ د دغې پوښتنې ځواب الله سبحانه وتعالی داسې بیان کړی دی:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ» [آل عمران - ۱۱۸]
ژباړه: «اى مومنانو! له ځان پرته بل څوک د رازونو محرم مه نیسئ، هغوى به ستاسو پر وړاندې د شر او فساد هيڅ کوښښ او هڅه ونه سپموي؛ دوى (په خپلو زړونو کې) ستاسې د رنځ او کړاو هیله لري، د دښمنۍ نښې یې له خولو ښکاره دي، او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې لا بد دي؛ که د عقل او درایت خاوندان وئ، موږ تاسو ته (د دوی د دښمنۍ) نښې (او له شره یې د ژغورلو لارې چارې) دروښوولې دي.»

نو د بصیرت خاوندان هغه دي چې له امریکا څخه لکه څنګه چې له شیطانه ځان ساتي، ځان وساتي؛ په سیمه او نړۍ کې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي؛ په ايماني توګه د دوهم راشده خلافت د تاسیس په لار کې همکاري وکړي او د دغه الهي نظام خیر او برکت نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې خپور کړي.




   ارسال نظر