مُحکمات د قران څرګند ایتونه او احکام دي چې معنی یې قطعي او
بې ابهامه ده؛ دا د دین د فهم او مومنانو د هدایت بنسټ جوړوي. الله سبحانه و تعالی
په قران کې فرمايي: "هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ..." (آل
عمران: ۷). د مُحکماتو پر وړاندې متشابهات هغه ایتونه دي چې معنی یې د پېچلتوب
یا ځانګړو شرایطو په سبب ښکاره نه ده او د فهم لپاره یې مُحکماتو ته رجوع کولو ته اړتیا ده. څوک چې په علم کې رسوخ
لري؛ هغوی مُحکمات اصل ټاکي خو الله
تعالی متشابهات د هغو کسانو د امتحان لپاره راوړي چې په زړونو کې يې کوږوالی دی او
فتنه غواړي؛ ځکه خو متشابهات اصل ټاکي.
لومړی: د اسلام د مُحکماتو له ډلې یو د امت سیاسي او جغرافیايي وحدت دی چې په "وَاعْتَصِمُوا
بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا..." (آل عمران: ۱۰۳) ایت کې ټینګار پرې شوی؛ دغه راز د
واحد دولت (خلافت) لرل هم د مُحکماتو له ډلې دي. خو نن ورځ اسلامي امت په متشابه ایتونو او په "وَجَعَلْنَاكُمْ
شُعُوبًا وَقَبَائِلَ..." (الحجرات: ۱۳) ایت په ناسم استناد سره؛ د ملي دولتونو ویش ته غاړه اېښې ده.
دوهم: د دین اظهار او پر نورو نا اسلامي نظامونو د اسلام د حاکمیت لوړوالی
د مُحکماتو له ډلې دی؛ الله
سبحانه و تعالی فرمایي: "لِيُظْهِرَهُ
عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ..." (التوبة: ۳۳)؛ خو ځینې بیا پر "لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا
إِلَّا وُسْعَهَا..." (البقرة: ۲۸۶) ایت په ناسم استناد کولو د ملي پولو منل او له نړیوال سیکولر نظم سره تعامل
توجیه کوي؛ دا ناسم او متشابه اخذ دی.
درېیم: د اسلام د حاکمیت پراخولو لپاره په بهرني سیاست کې جهاد هم د مُحکماتو له ډلې دی؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي: "وَقَاتِلُوهُمْ
حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ..." (البقرة: ۱۹۳). خو ځینې بیا پر "وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ
لَهَا..." (الأنفال: ۶۱) ایت په ناسم
استناد کولو سره د جهاد دایمي پرېښودل او له محاربینو سره تلپاتې سوله او تعامل
توجیه کوي. دا په داسې حال کې ده چې سوله یوازې په ځانګړو شرایطو کې جواز لري او
له بل لوري د جهاد پرېښودل د اسلامي امت ترمنځ د تفرقې او ذلت سبب کېږي.
د مُحکماتو پر ځای د
متشابهاتو ټینګ نیول د اسلامي امت ترمنځ د لارورکۍ او فتنې سبب شوي. ابن
قیم (رحمه الله) په اعلام الموقعین کې وايي چې د اصحابو
او تابعینو کړنلاره دا وه چې متشابه به یې مُحکم ته راجع کاوه او د مُحکم له مخې به یې تفسیر کاوه چې د قران د نصوصو په فهم کې همغږي او انسجام
وساتل شي.