د حزب التحریر- ولایه افغانستان د دری ورځني مطبوعاتي کمپاین پای
06/26/2025 |

Print


د حزب‌التحریر ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر اعلانوي، چې خپل هغه دری ورځنی مطبوعاتي کمپاین یې چې د «اعداد فرض دی» تر نامه لاندې د روان کال د سرطان په درېیمه پیل شوی و، نن پنجشنبه د سرطان په پینځمه نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.  دغه کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې اسلامي خاورې په ځانګړې توګه غزه، شپه او ورځ د یهودي رژيم د پرله‌پسې جنایتونو تر سیوري لاندې تېروي. په ورته وخت کې د ایران پر خاوره د یهودي رژیم او امریکا وروستي هوايي بریدونه، یو ځل بیا د اسلامي امت مظلومیت او پر هغه د غربي قدرتونو د واکمنۍ دوام څرګندوي.   حزب‌التحریر د یوه فکري او سیاسي حزب په توګه ځان مکلف ګني، چې د اسلامي امت د فکري او سیاسي بیدارۍ په برخه کې هڅې وکړي او اوسنی د انحطاط حالت پر یوه رښتیني او حقیقي خوځښت بدل کړي. د دغه انحطاط یو اړخ دا دی، چې امت د اعداد له موضوع څخه روښانه درک نه لري. د امت د قدرت، یووالي او نړیوال مقام نشتون او د دښمن د وېرولو ناتواني یې د انحطاط له مظاهرو څخه دي او دا هغه چاره ده چې فکري، سیاسي او نظامي چمتووالي ته اړتیا لري.  د دغه کمپاین په بهیر کې ټینګار وشو، چې په فکري او د پرمختللو نظامي تجهیزاتو په برخه کې چمتووالی (اعداد) یوه شرعي فریضه ده. همدارنګه بیان شول چې دغه چمتووالی یوازې پر مادي وسایلو د تکیه کولو په پایله کې نه رامنځته کېږي، بلکې اړتیا ده چې یوازې د اسلامي فکر پر اساس پیل شي او هغه ته د رسېدو لپاره باید په بېلابېلو برخو کې اوږدمهاله پلانونه جوړ شي. له بلې خوا امت باید د نصرت او بریا په برخه کې خپل لیدلوری اصلاح کړي؛ یعنې نه باید افراط وکړي، چې بریا یوازې په ایمان کې وویني او نه باید تفریط وکړي، چې هغه یوازې په مادي وسایلو کې ولټوي. نصرت د الله سبحانه وتعالی لخوا دی، چې د دغو دوو شرطونو د توازن په پایله کې رامنځته کېږي.  په پای کې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته د فکري، سیاسي او نظامي اعداد په لاره کې توفیق راکړي؛ ترڅو د هغه د نصرت په واسطه د نبوت په منهج د راشده خلافت په تاسیس سره، اسلام او مسلمانانو ته عزت ورکړي او کفر، د هغه پیروان او مزدوران ذلیل کړي.

#اعداد_فرض_دی#اعداد_فرض_است




   ارسال نظر