د اونۍ خبره: د اکتوبر ۷مې حماسې کلیزه او پر غزه او لبنان د یهودو برید؛ دښمن ښکاره دی، خاین څوک دی!؟
10/12/2024 | لیکوال: ابراهیم منیب

Print


د یهودي «دولت» پر زړه د اکتوبر اوومې «طوفان‌الاقصی» برید، چې د فلسطین مجاهدینو وکړ، یو کال تېر شو. دغه برید د یهودو - تش په نامه نه ماتېدونکې- نظامي او استخباراتي دستګاه کې سخته وېره خپره کړه چې بېلګه یې ان د عربو او یهودو په درېیو جګړو کې هم نه لیدل کېږي.
تر دغه برید وروسته یهودي اشغالګرو د امریکا او اروپا په مستقیم ملاتړ د غزې د بې دفاع مسلمانانو ټول‌وژنه پیل کړه. په دې کې هغه څه ته چې د اشغالګرو رهبر، نتنیاهو د مجاهدینو بشپړ له منځه وړل ویلي وو، ونه رسېدل. اوس مجاهدین په زړورتیا د اشغالګرو پر وړاندې خپل جهاد او مبارزې ته دوام ورکوي او په خپل ټول توان یې پر وړاندې ولاړ دي. تر دې چې یهودي اشغالګرو تر اوسه ان خپل ټول برمته شوي کسان نه دي ازاد کړي.
له دې پرته چې یهودي اشغالګر په غزه کې تر اوسه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي؛ خو د دوی دا ناکامي او د ماشومانو او ملکیانو ټول‌وژنه د نړۍ په کچه د یهودو پر وړاندې د ډیرو مخالفتونو سبب شوې. اشغالګر د دې لپاره چې په غزه کې خپلې شرموونکې ناکامۍ پټې کړي، د امریکا په شنه چراغ یې په لبنان کې د ایران لخوا ملاتړ کېدونکې ډلې سره جګړه پیل کړه. اساسي پوښتنه دا ده چې ولې امریکا لکه څنګه يې چې یهودو ته د غزې د خلکو د ټول‌وژنې بشپړ اختیار ورکړی و، تر ۱۸ کالو وروسته یې پر حزب‌الله د برید اجازه ورکړه؟ د دغې پوښتنې ځواب او د حزب‌الله پر وړاندې د یهودي «دولت» د جنګي تحرکاتو ځواب د منځني ختیځ لپاره د امریکا په پالیسۍ او د ایران له دولت سره د هغو په سیاسي قمار کې لیدلی شو!
د امریکا دولت د ډونالډ ټرمپ له ولسمشرۍ راهیسې هڅې کړې چې د منځني ختیځ نوی نظم د یهودي «دولت» پر محوریت جوړ کړي. دا نوی نظم غواړي چې عرب مزدور دولتونه له یهودو سره هر ډول سیاسي، اقتصادي، نظامي او استخباراتي اړیکې وساتي او د فلسطین پر سپېڅلې خاوره یې تسلط په رسمیت وپېژني. ځینو دغو دولتونو تر اوسه دې چارې ته لبیک ویلی؛ دوی نه یوازې دا چې له یهودي دولت سره یې نیږدې اړیکې ټینګې کړې، بلکې د یهودو امنیت د ځان د امنیت پشان ګڼي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې یې ساتنه کوي.
د بایډن دولت د عرب حکامو او یهودي «دولت» ترمنځ د اړیکو عادي کولو په پام کې نیولو سره، په دې لار کې عملي ګامونه پورته کړي؛ هغه ګامونه چې یهودو ته په سیمه کې د اتل او لومړي قدرت مقام ورکوي. تر اوسه د دې پالیسۍ پر وړاندې خنډ – چې امریکا یې له لارې په منځني ختیځ کې د قدرت یو ډول توازن رامنځته کړی و - په سیمه کې د ایران په ملاتړ د ځینو ډلو شتون و. ځکه خو د ایران او سعودي ترمنځ د اړیکو بیا پیلول یوه اړینه چاره وه چې د دواړو سیالو دولتونو ترمنځ ناندرۍ لرې کړي. له بل لوري، د یمن جګړه د امریکا په فشار داسې ختمه شوه چې ایران ځان د منځني ختیځ نوي نظم ته تیار کړی و چې ونډه پکې ولري.
یوه ننګونه چې د ایران دولت، عرب حکام او یهودي «دولت» یې ویني، په منځني ختیځ کې د ځینو ډلو شتون دی چې ایران له کلونو راهیسې تجهیز کړې او ملاتړ یې ترې کړی. د امریکا په اند، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ایران د حزب‌الله په ګډون تر خپل ملاتړ لاندې ډلو پر وړاندې خپل نظر بدل کړي، چې نور د یهودو پر وړاندې کوم ګواښ – که غیر فعال هم وي- نه وي. ځکه خو اړتیا ده چې ایران د دغو ډلو، په ځانګړي ډول حزب‌الله له فعال نظامي ملاتړ څخه لاس واخلي او دا ډلې له شبه‌نظامي ډلو څخه پر سیاسي ډلو بدلې کړي. د دې په مقابل کې به ښايي بندیزونه لرې شي، هستوي خبرې اترې به له سره پیل شي، ایران به له سیمه‌يیزې او نړیوالې سوداګرۍ سره ونښلول شي او شته فشارونه به کم شي.
نتنیاهو له دغو شرایطو او تر خپل ملاتړ لاندې ډلو سره د ایران له خیانت څخه په استفادې، په جرات بریدونه پیل کړل؛ لکه د پیجرونو چاودنه، په ۹ ورځو کې د حسن نصر‌الله او د هغه د لوړپوړو نظامي رهبرانو ترور او بلاخره پر لبنان ځمکنی برید. په دې وخت کې ایران د عامه اذهانو د غولولو لپاره په ځواب کې شاوخوا دوه سوه توغوندي وتوغول چې تلفات یې نه لرل.
سره له دې چې د ایران توغندي او نظامي ځواک دا ظرفیت لري چې د یهودي «دولت» پر زړه برید وکړي او له منځه یې یوسي؛ خو ایراني حکامو د ۴۶ کالو په اوږدو کې هیڅکله دا کار نه دی کړی او نه به یې وکړي. ځکه چې اخوندي نظام په سوریه او لبنان کې د خپلو تر ټولو لویو قومندانانو او د حسن نصر‌الله په ګډون د حزب‌الله د سلګونو قومندانانو په سبب حاضر نه شول چې د یهودو پر وړاندې ریښتینې جګړه وکړي. ځکه ایران چې په منځني ختيځ کې په پټه څه کوي، اصلاً د امریکا د سیاست او سټراټيژۍ پر اساس یې کوي.
په حقیقت کې د یهودي اشغالګرو د وحشیانه بریدونو او تېریو دلیل او پر غزه او بیا پر لبنان د دوی د هوايي او ځمکنیو بریدونو جرات، همدا مسله ده. د امریکا او اروپا د مزدورو حکامو دا خیانتونه ورځ تر بلې لا روښانه کېږي او مسلمانان به دا خیانتونه هیڅکله هیر نه کړي. دا امت به یوه ورځ د عزيز الله په توفیق د استعمارګرو له مزدورانو واک اخلي او د نبوت پر منهج خلافت دولت تر چتر لاندې او له عادلو امیرانو سره به د یهودي اشغالګرو جرړې وباسي.
شیخ تقی‌الدین النبهاني رحمه‌الله د عربو او نوي تاسیس شوي اسرایلي دولت د جګړې پر وخت څومره جالب ویلي: «اسرایل د عربي دولتونو سیوری دی، کله چې شی له منځه لاړ شي، سیوری یې هم له منځه ځي.» ریښتیا هم نن ورځ د خاینو حکامو د خیانت سبب دی چې کافر استعمارګر او ان مزدورانو یې د مسلمانانو لومړۍ قبله اشغال کړې او د فلسطین او شاوخوا خاورو د ماشومانو او ښځو ټول‌وژنه کوي. اوس د دې وخت دی چې سیاسي حللارې، چې د ثاني راشده خلافت دولت تاسیس دی، څنډې ته کړو؛ ځکه چې اسلامي امت نور د خپلو خاینو حکامو لخوا ذلت او همداراز د کافرو استعمارګرو او د هغوی د مزدورانو تسلط نه مني.

يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَ عَدُوَّكُمْ أَوْلِياءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَ قَدْ كَفَرُوا بِما جاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّـهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهاداً فِي سَبِيلِي وَ ابْتِغاءَ مَرْضاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَ أَنَا أَعْلَمُ بِما أَخْفَيْتُمْ وَ ما أَعْلَنْتُمْ وَ مَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَواءَ السَّبِيلِ[ممتحنه : ۱]
ژباړه: «اې مؤمنانو! زما له دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه کوئ! تاسې له هغوی ‏سره محبت کوئ او حال دا چې کوم حق دین چې تاسې ته درغلی، دوی ترې منکر دي (پردې سربېره) دوى (د الله) استازى او تاسې له دې امله شړي چې پر خپل پالونكي ((الله)) مو ايمان راوړى كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ په لټه کې وتلي یاست (نو دوستي ورسره و نه کړئ، ولې) په پټه هغوی ته د دوستۍ پېغام استوئ، حال دا چې زه مو له پټو خوالو او ښکاره کړنو خبر یم او له تاسې چې څوک دا (كار) وكړي؛ نو په رښتیا له سمې لارې اوښتى دى.»




   ارسال نظر