د اونۍ خبره: په استخباراتي رقابتونو کې راګیر افغانستان ته بنسټیزه حل‌لار په کار ده
12/18/2022 | خالد مشعل

Print


په وروستیو څو اونیو کې افغانستان د درنو او هدفي بریدونو شاهد و. د دغو بریدونو لوی هدف تر ډیره جوماتونه، د جُمعې لمونځ کوونکي، دیني مدرسې، په افغانستان کې مېشت د بهرنیو هېوادونو سفارتونه او په دوی پورې تړلي مېشت ځایونه، روغتونونه او داسې نور غیر نظامي ځایونه وو. دا بریدونه په کور دننه او بهر د رسنیو پر مهمو سرټکو بدل شوي او د افغانستان اړوند د سیمې او نړۍ په سیاسي غونډو کې د بحث مهمه موضوع شوې ده.
د بریدونو نوعیت ته  په کتو سره، ښکاري چې ډېر پیچلي او په لوړه کچه پلان شوي دي. د دې ترڅنګ، د وسله‌والو بریدونو تمرکز پر نرمو او ډیپلوماتیکو مراکزو دی، چې د حاکم نظام لپاره بدې او خطرناکې پایلې لرلی شي. ځکه په دې ډول اهدافو برید عامه ذهنیت سخت په تشویش کوي او په سیمه او نړۍ کې د اسلامي امارت (په شګو جوړ شوي) اعتبار ته سخته ضربه رسوي. نو معلومېږي چې د بریدونو طراحان د افغانستان له سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او نظامي وضعیت څخه پوره خبر او د حاکم نظام خوږ ګوته دقیقه ورته معلومه دی.
که په سیمه‌ییزه کچه د بریدونو انعکاس او پایلو ته ځير شو، نو نښې نښانې دا ښیي چې افغانستان د پخوا په څېر لا هم د دوو سترو کمپونو د سیالۍ ډګر دی. د دغو کمپونو په سر کې له یوه طرفه امریکا او د هغې سیمه‌ییز متحدین دي او له بل طرفه روسیه، چین او د هغوی سیمه‌ییز متحدین دي. په افغانستان کې د دوی ظالمانه او ښکېلاکي سیالۍ اوږده مخینه لري. په وروستیو څو لسیزو کې د دوی د سیالیو په نتیجه کې د ملیونونه بې‌ګناه افغانانو وینه تویې شوه او افغانستان یې پر کنډواله بدل کړ.
خو څه چې مهم دي، هغه دا چې د دغو دوو سترو کمپونو د مرګونې او وینه بهوونکې سیالۍ اصلي قرباني د افغانستان کړیدلی ولس دی. افغان ولس د دغو سیالیو ځاني، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي بیه پرې کوي. د دغو سیالیو بیه خورا لوړه ده چې له څو لسیزو راهیسې یې دا میړنی، خو مظلوم ولس پرې کوي. اما لا یې هم پای نه دی معلوم چې تر کومه به موږ د دغو سیالیو اصلي قربانیان یو.
خو  حل‌لاره څخه ده؟
لومړی خو د ا.ا.ا باید دا سمه او په پوره معنی درک کړي چې څه لوبه روانه ده، څوک یې تر شا دي، ګټه او تاوان یې چا ته رسیږي. امارت باید په ټول توان سره، دا اجازه ورنه کړي او نه هم په خپلو سیاستونو سره د دې زمینه برابره کړي چې افغانستان لا د دې لویو کمپونو د سیالیو پر ډګر بدل شي. امارت باید هغه عوامل او فکتورونه پیدا کړي چې افغانستان یې د دغو کمپونو د رقابت پر ډګر بدل کړی دی. څومره ژر چې ممکن وي، د هغوی پر له منځه وړلو اقدام وکړي. ترڅو دا کمپونه او دولتونه ونه شي کولی چې افغانستان د خپلو ویجاړوونکو سیالیو پر ډګر بدل کړي.
دویم کار چې امارت یې باید وکړي، هغه د ژوند په ټولو چارو کې د بشپړ اسلام تطبیق دی. موږ هغه وخت په یوه مقتدر دولت بدلیدلی شو چې اسلامي شریعت د ژوند په ټولو برخو کې تطبیق او د ولس ملاتړ خپل کړو. د ولس رښتینی ملاتړ د هر دولت د بقا او غوړېدا راز دی. دا ولس مومن او مسلمان ولس دی، ټولې قربانۍ یې د اسلام د حاکمیت لپاره ورکړي دي. هغه وخت د یوه نظام واقعي ملاتړ کوي چې نظام په ټوله معنی اسلامي او شریعت پلی کړای شي.
درېیم کار چې امارت یې باید وکړي، هغه د اوسنیو ملي مرزونو ماتول دي. له حاکم زندان څخه امارت باید آزاد شي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره، امارت باید د افغانستان د مجاهدینو تر څنګ، د سیمې مجاهدین سره متحد او د یوې دقیقې او عملي بهرنۍ پالیسۍ په ترڅ کې د لوی اسلامي دولت تر چتر لاندې د منځنۍ آسیا او پاکستان مسلمان ولسونه سره  متحد کړي. په دې سره نه یوازې دا چې افغانستان د دغو کفري کمپونو له ظلم او رقابته خلاصېدی شي، بلکې په سیمه کې پروت عظیم مسلمان امت به یوځل بیا سره متحد او د کفارو او د هغوی د لاسپوڅو نظامونو له ظلم او حاکمیته به آزاد شي.
د افغانستان مشکل یوازې په افغانستان او د شته ملي پولو ددننه نه شي حل کېدلی، بلکې د سیمې په لوی چوکاټ کې حل کېدلی شي. یوازې د افغانستان آزادي او برم، د  اسلام غوښتنه او سپارښتنه نه ده، بلکې په سیمه کې د لوی مسلمان امت آزادي، اتحاد او د اسلامي دولت حاکمیت د اسلام غوښتنه ده. په دې سره به نه یوازې دا چې د دغو کفري کمپونو د سیالیو ډګر ورټول شي، بلکې دا لویه سیمه به د اسلام له نوره (اسلامي نظام) څخه برخمنه او د اسلامي دولت تر چتر لاندې به یو موټی شي. دا یوازینۍ لار ده چې د اسلامي عقیدې او شریعت له مخې د حاکم نظام په مخ کې پرته ده.

﴿... وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴- ۵]
ژباړه: په هغه ورځ (د فتحې په ورځ) به مومنان ډیر خوشاله وي. (هو)، د الله تعالی په نصرت او مرسته (خوشالېږي). الله تعالی هر چاته چې وغواړي، نصرت ورکوي او هغه ډېر برلاسئ  او ډېر مهربانه دی.




   ارسال نظر