د اونۍ خبره: د جنیوا مرستې به افغانستان آباد کړي که ذلیل؟
11/29/2020 | لیکوال: خالد مشعل

Print


د روان ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په دویمه او دریمه، د سویس په جنیوا ښار کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مالي ملاتړو دولتونو او سازمانونو کنفرانس جوړ شوی و چې په ترڅ کې له افغانستان سره مالي مرستې بیا تجدید شوې او هر کال به افغانستان سره ۳.۳ ملیارده ډالر مرسته کوي. دغه مرستې د څلورو کلونو لپاره دي، خو د هر کال په پای کې به ارزیابي کیږي او کتل کیږي به چې د ډونرانو شرایط او اهداف پوره شوي او کنه. که چرته پوره شوي و، نو راتلونکی کال به هم مرسته کوي، که  چرته نه وو پوره شوي، نو بیا به مرستو ته له سره کتنه کیږي.
افغان حکومت دغه کنفرانس ډير بریالی و بله او په خپلو کې یې مبارکیانې ورکولې. دوی استدلال کوي چې دا مرستې د افغانستان لپاره ډیرې اړینې او ګټه ورې دي. دا مرستې به افغانستان په پښو ودروي او د ځان بسیاینې په لور به یې بوځي. خو ډيری شنونکي او سیاستوال دغو مرستو ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې دا له سره ښکیلاکي او سیاسي مرستې دي چې د افغان ولس د نسلونو د بربادی او هلاکت سبب ګرځي.
دا لومړی ځل نه دی چې له افغان دولت سره دا ډول مرستې کیږي. تېر شل کاله په منظم او مسلسل ډول له افغان دولت سره دا ډول مرستې شوي دي او دا لړۍ روانه ده. خو اوس هم افغانستان د نړۍ تر ټولو فقیر او فاسد هیواد دی. د رسمي ارقامو له مخې، شاوخوا ۶۴ سلنه افغانان د فقر کرښې لاندې ژوند کوي. ولسمشر غني سږ کال په یوه غونډه کې و ویل چې ۹۵ سلنه افغانان د فقر کرښې لاندې ژوند کوي. یادو ارقامو ته په کتو سره، پورته مرستې د افغان مظلوم او فقیر ولس په درد نه دي خوړلي. دوی په هماغه بې وزلی کې ډوب دي چې پخوا وو.
بل لور ته، ډونران خپلې پیسې د افغان دولت په لاس کې نه ورکوي چې د اړتیا له مخې یې ولګوي، که ورکوي یې، نو فیصدي یې ډیره کمه ده. بلکې دا مرستې په هغو ځایونو کې لګول کيږي چې ډونران یې غواړي او هغوی یې ټاکي. د دې معنی دا ده چې لومړی به افغان دولت د افغان ولس په استازيتوب سره ځان د ډونرانو په وړاندې ذلیل کوي او د دوی ظالمانه او سیاسي-استخباراتي غوښتنو ته به تسلمیږي، بیا به هغوی ور سره مرستې کوي. له هغې پرته، مرسته نه کوي.
پر دې سر بیره، ډونرانو خپلو مرستو ته داسې شرایط او قواعد وضع کړي چې پوره کول یې ډیر ګران او د افغانستان د اړتیاو له مخې نه دي وضع شوي. دا شرایط د ډونرانو د سیاسي-ښکیلاکي اهدافو له مخې وضع شوي او په افغان حکومت یې منلي دي. د بېلګې په توګه، د مرستو له شرایطو څخه دا دي چې افغان حکومت به د ښځو د حقوقو، د بیان د آزادۍ، د بشري حقوقو او ډیمکراتیکو ارزښتونو په برخه کې خپلې هڅې ګړندی ساتي او ښځو ته به په دولت کې فعاله ونډه ورکوي. دا ټول سیاسي او ښکیلاکي شرایط دي. نه دا چې د افغان ولس اړتیا ده.
د جنیوا د مرستو بل مهم اړخ له فساد سره د افغان دولت هر اړخیزه مبارزه ده. لومړی خو دوی دا په افغان ولس منلې چې ګویا تاسو مفسد یاست. فساد ستاسو په رګ رګ کې ځای نیولی دی. حال دا چې فساد هغه اشخاص کوي چې همدغو غربیانو روزلي، واک ته رسولي او ملاتړ یې کوي. دا د همدغو غربیانو په لاس جوړ شوی نظام او مشران دي چې د افغان ولس نوم او نښان یې په ټوله نړۍ کې بدنام او رسوا کړی. حال دا چې افغانانو د رښتینولی، عهد، میړانې، پاکوالي او فداکارۍ کې، په نړۍ کې ښه نوم لره او په همدغو صفاتو پیژندل کیدل. په دې مرستو سره، ډونرانو زموږ په دولتي مشرانو منلې چې افغانان مفسد خلک دي. دا ذلت یې په موږ ومانه او دا به نسل په نسل انتقالیږي چې ګویا موږ ذاتي مفسد خلک یو.
دا مرستې نسلونه ذلیل کوي. دې مرستو زموږ دولتي او غیر دولتي مشران او رهبران مفته خواره عادت کړل. د دوی ذهنیت د دې پرځای چې په ځان بسیاینې او په خپلو پښو دریدلو بوخت وي، په دې بوخت دي چې څه وکړي چې ډونران خوشاله شي او دوی سره بیا مرسته وکړي. افغان دولت د دې په ځای چې د افغان ولس اساسي اړتیاو ته په کتو سره، طرحې، پالیسۍ او پروژې جوړې او عملي کړي. برعکس، داسې پالیسۍ، طرحې او پروژې تیاروي چې  ډونران خوشاله شي او د دوی اهداف په کې تر لاسه شي. دا په طبیعي توګه ذلیل او غلام ذهنیتونه روزي او وده ورکوي. نوي نسلونه او ځوانان چې د ټولنې د ملاتير او د راتلونکې رهبران دي، خپلو اوسنیو مشرانو او ظروفو ته په کتو سره، ذلیل کیږي او په همدغه ذلیل فکر لویږي. دا لړۍ به روانه وي او افغانستان به تر نامعلومې راتلونکې پورې، ذلیل، فقیر، نورو ته محتاج او د پردیو د شومو سیالیو ډګر وي.
دا ډیرې خطرناکه مرستې دي. دې ته د مرستو نوم ورکول هم خطرناک دی. دې ته باید سیاسي زهر او سیاسي رشوت و ویل شي چې د دولت مشرانو ته ورکول کیږي او دوی هم هغه څه کوي، چې ډونران یې ورته وایي او ترسیم کوي. دا زموږ مسلمان او سرلوړی امت ذلیل کوي او په نورو یې متکي کوي.
دا ډول مرستې به د څو فاسدو اشخاصو جیبونو ته ولویږي او بس. زموږ د مظلوم فقیر ولس په دسترخان کې به هیڅ شی هم اضافه نه شي. خو نسلونه به مو له پښو وغورځوي او داسې به مو ذلیل، بې عزته او په فکري لحاظ د کفارو غلامان کړي چې، هیڅوک به له دې اسارته د وتو هڅه و نه کړي. دا ډول ذهنیت جوړول سخت خطرناک او زهري دی. د امت عزت، ځان باوري، ځان بسیاینه، آزادي، په نورو حاکمیت کول او داسې ډیر نور مثبت صفات/خواص ور څخه اخلي او د فکري غلامۍ توق یې د راتلونکو نسلونو په غاړه کې اچوي. دې مرستو ته باید خوشاله نه شو. دا مرستې نه دي. دا سیاسي/فکري زهر دي چې د افغان دولت او د دوی د غربي بادرانو له خوا د افغان ولس په نوم څښل کیږي.
دا لړۍ باید بنده شي او موږ باید چې په خپلو منابعو خپل د ژوندانه څرخ و چلوو. د پردو له غوړې شوروا څخه، خپله وچه دوډی ښه ده. شل کاله کیږي چې دا مرستې را روانې دي، خو اوس هم موږ د ټولې نړۍ فقیر ولس او تقریباً ټولې نړۍ ته محتاج ولس یو. اسلامي امت فقیر نه دی. الله تعالې د ځمکې لاندې او باندې کافي سرچینې د اسلامي امت په قلمرو کې ایښي دي.
د امت منابع که په سمه او دقیقه توګه د امت د اړتیاو له مخې استخراج او و لګول شي، نو موږ به د نړۍ د غني ولسونو په کتار کې راشو. زموږ منابع دومره سترې دي چې حتی همدغه غربیان زموږ په منابعو مست دي. زموږ منابعو ته یې سترګې نیولي دي او زموږ د خاینو حکامو او سیکولرو نظامونو سره په همغږی، زموږ منابع چور تالان کوي او بیرته یې زموږ په ضد کاروي. د تاریخ په اوږدو کې، هیڅ قوم او ولس د پردیو او دښمنانو په سیاسي او هدفداره مرستو په پښو نه دی دریدلی.
افغانستان د عظیم اسلامي امت نه بېلېدونکې برخه ده. دغه برخه هغه وخت په خپلو پښو دریدلی شي چې، د امت په چوکاټ کې دخیل او د پردیو له سیاسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي ښیکلاکه خلاص شي. که داسې نه شي، نو کفار هیڅکله هم موږ ته اجازه نه راکوي چې په خپلو پښو ودریږو او د دوی له سیاسي او نظامي اسارته خلاص شو.




   ارسال نظر