د ۲۰۲۵م کال د
جنوري په ۱۹مه د حماس او یهودي رژیم ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو؛ خو یهودي رژیم
سربېره پر دې د خپل عادت له مخې خیانت او تړون ماتولو ته دوام ورکړ او د غزې او
لویدیځې غاړې د خلکو وژنې یې ونه درولې. د دغه تړون له پلي کولو راهیسې، یهودي
رژیم تر ۱۵۰ زیات فلسطینیان وژلي. د دغو بریدونو له ډلې یو يې د ۲۰۲۵م کال د مارچ
په ۱۵مه د غزې د شمال په بیت لاهیه سیمه کې وشو چې د رسنیو او مرستندویه ادارو
کارکوونکو په ګډون ۹ کسان پکې شهیدان شول.
تېر یونیم کال
جګړې په غزه کې د ۶۱۷۰۰ کسانو ژوند اخیستی. د ډیری قربانیانو جسدونه سپیو غوړلي؛
راپورونه وايي د غزې سپي د قربانیانو د غوښو خوړلو په سبب چاغ شوي. غزه اوس د
یهودو تر محاصرې لاندې کنډواله باندې بدله شوې. دې سیمې ته د بشردوستانه مرستو،
بریښنا او نورو اساسي خدمتونو لار بنده شوې. د غزې خلک روژه بې له خوراکي توکو، برېښنا
او سرپناه تېروي؛ خو هلته بیا د نړۍ نور مسلمانان د دې لپاره روژه نیسي ګوندنې د
وږو له حاله خبر شي!
په همدغو
شرایطو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ غواړي غزه اشغال او په یوه تفریحي سیمه یې
بدله کړي. ده ان ګواښ وکړ چې د غزې خلک له خپلې خاورې شړي. د دغو ګواښونو په ځواب
کې، ځینو عرب حکامو د قاهرې ناسته کې د غزې د بیارغونې طرحه تایید کړه. دا ۱۱۲
پاڼې لرونکې طرحه د بیارغونې لپاره د ۵۳ ملیارده ډالرو غوښتنه کوي او د مسلمانانو
د عمومي افکارو د غولولو یوه بله هڅه ده.
په حقیقت کې
دا طرحه هماغه د امریکايي پلان انعکاس دی چې دا ځل د عربو خاینو حکامو له خولې
وځي. دا حکام نه یوازې دا چې پر غزه د یهودي رژیم د بریدونو پر وړاندې چوپ دي،
خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې یې هم له یهودي رژیم سره نه دي پرې کړې. دوی ان
خپلو هیوادونو ته د غزې بېځایه شوي خلک نه پرېږدي. د دې طرحې پای به د مجاهدینو
بې وسلې کول او یهودي رژیم ته د غزې سپارل وي.
د غزې مجاهدین
سره له دې چې ډیر لږ امکانات لري، د دوو ملیاردو مسلمانانو په استازیتوب د یهودي
رژیم او د هغو د غربي ملاتړو پر وړاندې مقاومت کوي. د امریکا په ګډون غربي
هیوادونه د یهودي رژیم پرلپسې ملاتړ کوي. خو د مسلمانانو حکامو د غزې مجاهدین
یوازې پرېښي دي. په داسې حال کې چې الهي حکم مسلمانان د مظلومانو نصرت ته رابولي:
وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ
فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ (الانفال، ۷۲)
ژباړه: که چېرې هغوی د دين (په ساتلو
کې) له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو پر تاسو واجب ده چې مرسته يې وکړئ.
د دغه فرمان
پر بنسټ، د مظلومو مسلمانانو نصرت، په ځانګړي ډول د کافرو دښمنانو پر وړاندې، یو
شرعي مکلفیت دی. په دغې نابرابره جګړه کې په یوازې ځان د غزې د مجاهدینو د بري تمه
واقعي نه ده. د غزې جګړه، لکه څنګه چې له «طوفان الاقصی» نوم څخه روښانه کېږي، د
مسلمانانو له عقیدې او مقدساتو سره ژوره اړیکه لري.
د اسلامي نړۍ
د لږ تر لږه تېرې یوې پېړۍ تجربه ښيي چې یوه ډله یا دولت هم په یوازې ځان نه ده
توانېدلې چې سترو کفري قدرتونو، په ځانګړي ډول یهودو ته ماتې ورکړي. دا وضعیت
ایجابوي چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ یو واحد اسلامي دولت جوړ شي او د جهاد په اعلان
سره د مسلمانانو ځواکونه د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره بسیج کړي.
د اسلام د
تاریخ د تېرو ۱۳ پېړیو تجربې ښودلې چې یوازې د خلافت دولت تر سیوري لاندې د مظلومو
مسلمانانو د ملاتړ او د اسلامي خاورو د ازادولو لپاره د اسلامي پوځ د جوړولو امکان
برابرېږي. یوازې د یوه داسې دولت په تاسیس سره د دې امکان برابرېږي چې د غزې د
مجاهدینو د مادي او معنوي ملاتړ لپاره پوځ واستول شي.
اوسمهال د
ترکیې، قطر او ایران پشان اسلامي هیوادونه چې د غزې د مجاهدینو د ملاتړ ادعا کوي،
په عملي توګه پر مجاهدینو فشار راوړی چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږي. دا روښانه خیانت
ښيي چې دا هیوادونه د غرب تر ولکې لاندې نړیوال نظم پورې تړلي دي.
په دې منځ کې
نړیوال نظم هم د ضعف په درشل کې دی. د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي سیالي، د
اکراین د جګړې پر سر ناندرۍ، د امریکا او اروپا ترمنځ اختلاف او د نړۍ له سیاستونو
د امریکا ګوښه کېدل او انزواګرايي د نړۍ د څو قطبي کېدو ښکاره نښې دي. دا وضعیت د
اسلام د ظهور وخت په یاد راوړي؛ هغه وخت چې د روم او فارس امپراتورۍ د زوال پر لور
روانې وې او مسلمانانو له دغه فرصت څخه په استفادې په نړۍ کې د اسلام دعوت او ځواک
خپور کړ.
اوس هم تر یوې
پېړۍ سرګردانۍ وروسته، مسلمانانو ته همغسې فرصت په لاس ورغلی. د غربپالو حکومتونو
تر ناکامو تجربو وروسته، مسلمانان باید د الله پر رسۍ منګولو ټینګولو سره د خلافت
دولت د تاسیس لپاره هڅې وکړي. یوازې د اسلامي خلافت او وحدت تر سیوري لاندې مسجد
الاقصی او نورې اسلامي خاورې له ظلم او استبداد څخه ازادولی شو.
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا
وَلَا تَفَرَّقُوا (آل
عمران، ۱۰۳)
ژباړه: ټول د الله تعالی پر رسۍ
منګولې ولګوئ او تفرقه مه کوئ.