د اونۍ خبره: ټرمپ او افغانستان: د فشار سیاست او پر تندلارو او منځلارو د طالبانو ویش
نږدې یوه میاشت وروسته، د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۰مه، ډونالډ ټرمپ د خپلې
ولسمشرۍ دویمه دوره پیلوي. ټرمپ سوداګریز لیدلوری لرونکی سیاستوال دی چې سیاست ته
د معاملې او راکړې - ورکړې په نظر ګوري. ټرمپ یو قاطع او صریح کس دی؛ د ټاکنیزو
کمپاینونو له څرګندونو او د وړاندیز شوې کابینې له غړو یې تر یوې کچې د احتمالي
سیاستونو وړاندوینه کولی شو.
که څه هم ظاهراً ښکاري چې دی د هغو جګړو د لمنې لنډول غواړي چې امریکا پکې
ښکېله ده؛ لکه د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې چې له طالبانو سره د دوحې تړون
لاسلیک کړ او اوس هم د اوکراین او غزې د جګړو پای ته رسولو لپاره طرحې وړاندې کوي؛
خو بیا هم د امریکا د طاغوتي نظام یوه برخه دی. نو له ده او دولت څخه یې د مثبت
بدلون تمه بیځایه ده.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ټولو نړیوالو قواعدو پر خلاف او د
نړۍ د مسلمانانو د احساساتو او اعتقاداتو له پامه غورځولو سره، د امریکا سفارت له
تلابیب څخه بیت المقدس ته یووړ؛ د امریکا نورو ولسمشرانو د داسې کړنې جرات نه
لاره. پر دې سربېره یې د «ابراهیمي تړون» په چوکاټ کې د اسلامي خاورو حکام اړ کړل
چې له یهودي دولت سره خپلې اړیکې عادي کړي. د دې په پایله کې متحده عربي اماراتو،
بحرین، مراکش او سوډان یهودي دولت په رسمیت وپیژانده او اړیکې یې ورسره عادي کړې.
ټرمپ د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ښکاره دښمني لري؛ په تېره دوره کې یې
امریکا ته د مسلمانانو ورتګ منع کړ. په وروستیو کې یې هم په فلسطین کې په تېر یوه
کال کې تر ۶۴ زیاتو مسلمانانو ټولوژنې ته اشاره ونه کړه خو د څو یهودي یرغمل شویو
پر ازادۍ یې ټینګار وکړ؛ چې که ازاد نه شي، غزه به سختې ورځې وویني.
د افغانستان موضوع نور د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی؛ خو لا هم
ارزښت لري. تمه ده چې ټرمپ به د افغانستان پر وړاندې هم د «ګواښ او تطمیع» سیاست
ته دوام ورکړي؛ خو دا ځل به ګواښ ډیر او تطمیع کمه وي. هغه ښايي پر تندلارو او
منځلارو د طالبانو په ویش سره د افغانستان د حکامو ترمنځ د داخلي اختلافاتو
رامنځته کولو هڅه وکړي او د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست څخه ګټه واخلي.
که د ټرمپ د وړاندیز شوې کابینې د ځینو غړو نظرونو ته وکتل شي؛ د دې تمه
کېدای شي چې د امریکا دولت به پر افغانستان لا ډیر فشار راوړي. په دغو فشارونو کې
ښايي تند او شدید راپورونه او د مالي او «بشردوستانه» مرستو کمول یا بندول شامل
وي.
که څه هم ځینې رسنۍ وايي چې امریکا ښايي بیا افغانستان ته راشي؛ خو دا باید
هیره نه کړو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون که څه هم د بایډن په
دوره کې پلی شو، خو لاسلیک یې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې وشو. که څه هم
ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او د هغه تړون پر
پلي کولو نیوکې وکړې چې پخپله یې لاسلیک کړی و؛ خو افغانستان ته یې بیا راتګ لرې
خبره ده.
په پای کې باید په یاد ولرو چې د امریکا سیاستونه د دغه دولت له اوږدمهاله
سټراټیژیو اخیستل شوي او د ولسمشرانو په تلو او راتلو بنسټیز بدلون نه کوي؛ یوازې
د پلي کېدو بڼې او اسالیب یې بدلېږي.
دا حقیقت باید یوه لحظه هم هیر نه کړو چې امریکا لا هم د مسلمانانو حربي
دښمنه، د نوي نړیوال استعمار سرلارې او د بشر د رنځونو او مصیبتونو اصلي عامل ده.
دا هیواد نه ستړې کېدونکې هڅې کوي چې د افغانستان حکام له خپلې اسلامي داعیې او د
هغو مخلصو اسلامي ډلو له ملګرتیا او همکارۍ لرې وساتي چې له دوی سره د دغې داعیې په
لار کې ملتیا کولی شي. امریکا غواړي دوی په سیاسي، اقتصادي او نورو فسادونو کې ډوب
کړي. د افغانستان حکام باید د وخت د دغه طاغوت د سیاستونو پر وړاندې هوښیار وي؛ د
څېرو او لارو په بدلون ونه غولېږي او نور یې د غولوونکو سیاستونو په دام کې راګیر
نه شي.
هوښیاري دا ده چې د افغانستان حکام له امریکا او د هغې تر ولکې لاندې
نړیوال نظم څخه لرې شي؛ اسلام او مسلمانانو ته نصرت ورکړي. دوی باید له مخلصو
اسلامي ډلو سره یو لاس شي، د مسلمانانو د وحدت لپاره کار وکړي او د الله سبحانه و
تعالی په نصرت د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي. یوازې له دې لارې کولی شو چې نه
یوازې افغانستان، بلکې ټول اسلامي امت او ان بشریت له تباهۍ وژغورو. که داسې نه
وي؛ افغانستان به د امریکا فشارونو ته لا ډیره غاړه کېږدي او پر داسې لاره به لاړ
شي چې پای یې دنیوي او اخروي زیانونه دي.