په تر ټولو سختو شرایطو کې، الله تعالی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له حکومت څخه د څه غوښتنه لرله؟
آل عمران سورت په یوه جالبه بڼه او د نن ورځې د حکامو د عملونو او د مسلمانانو د علماوو د فتواوو
پر خلاف غواړي چې په مدینه کې د نوې جوړې شوې اسلامي ټولنې او هغه دولت ثبات وښيي چې
تر احد غزا وروسته تر سختو داخلي او خارجي فشارونو لاندې و. په احد غزا کې تر ماتې
وروسته، د مدینې یهودو؛ لکه بنی قریظه او بنی نضیر؛ په
خیانت او دسیسو سره د نوي اسلامي
حکومت ستنې وګواښلې. له بل لوري، د
مکې مشرکینو په احد کې له بري سره
تصور وکړ چې حق او باطل لا نه دي مشخص شوي. په دغو حساسو شرایطو کې، آل عمران سورت نازلېږي، چې د دې مسلې د حل لپاره د متشابهاتو
پر وړاندې د محکماتو په اصل ټاکلو، په ایمان کې ثبات، له تفرقې ډډې کولو، په صبر او
تقوا سره د فتنو پر وړاندې مقابلې، د اهل کتابو په برخلیک د اخته کېدو پر وړاندې خبرداري، دعوت او توبې او
مغفرت غوښتلو باندې ټینګار کوي.
همدارنګه الله
سبحانه وتعالی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې مسلمانان دې خپل اصلي رسالت، د دین اظهارول، نه هیروي. آل عمران چې د انفال سورت په پرتله نرم لحن لري، مسلمانانو ته یادونه کوي چې سره له دې چې له ماتو او سختیو سره مخ دي، دوی لا هم یو ستر او نړیوال رسالت لري؛ ځکه
چې د بشریت د لارښوونې او رهبرۍ لپاره غوره شوي دي: « كُنتُمْ
خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ
عَنِ الْمُنكَرِ» [آل
عمران: ۱۱۰].
دا ښیې چې د مسلمانانو رسالت یوازې په دعوت او جهاد سره تحقق مومي او یوازې الله سبحانه وتعالی دی چې هر چا ته وغواړي عزت
او ذلت ورکوي: «تُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن
تَشَاءُ» [آل
عمران: ۲۶].
دا په داسې حال
کې ده چې د مسلمانانو نننيو حکامو د دغه اصل پر خلاف عمل کړی. دوی د دین د اقامې او اظهار پر ځای، پراګماتیک او نفساني استدلالونو ته پناه وړي
او په سیاست کې د اهل کتابو له افکارو
او نړیوال نظم څخه اغیزمن دي؛ لکه قدرت او زوال چې له الله پرته د بل چا له لوري وي. الله سبحانه وتعالی غوښتل چې حق او باطل د اسلامي دولت په وسیله بشپړ تفکیک شي او دا دولت په خپل بهرني سیاست کې د دعوت او جهاد له لارې دین اظهار او اسلام د
نړۍ پر نورو نظامونو برلاسی کړي. نو آل عمران سورت مسلمانانو ته یادونه کوي چې عزت یوازې د الله پر رسۍ منګولو ټینګولو او دې کې دی چې په خپل نړیوال رسالت کې باثباته
پاتې شو؛ عزت د هغو افکارو او اندیښنو په پیروۍ کې نه دی چې اساس یې محکمات نه،
بلکې متشابهات وي.