یو وخت د امریکا د B-52 الوتکو سیال نه و چې د نړۍ په اسمان کې یې مقابله وکړي. اساسي
پوښتنه دا ده چې ایا د دغه زبرځواک د بشپړې او بلامنازعې سلطې دوره ختمه ده؟ د دې
پوښتنې د ځواب تشریح که څه هم پېچلې ده؛ خو ځواب یې ساده دی. هو! امریکا نور د نړۍ
سرداره نه ده؛ بلکې ورو ورو د زوال او ان پاشل کېدو پر لوري روانه ده.
په دغه زوال پسې د امریکا د احتمالي پاشل کېدو عوامل ښايي بهرني، داخلي یا
دواړه وي؛ خو په داخلي عواملو کې یې د فکري او ارزښتي فاسدوالی اړخ یې تر نورو
دروند ښکاري. سره له دې یې پر بهرنیو عواملو هم سترګې نه شو پټولی. د امریکا د هژمونۍ
زوال په اقتصادي، سیاسي، نظامي، ټولنیزو-فرهنګي او ټکنالوژيکي برخو کې څېړلی شو.
په دې کې داخلي او بهرني عوامل هم خپل رول لري. په ډیرو مهمو عواملو کې د نویو
لوبغاړو، لکه چین، روسیې، شمالي کوریا، اروپايي اتحادیې او د اسلامي امت د سیاسي
او نظامي خوځښتونو ځواک موندولو ته اشاره کولی شو چې د امریکا ځواک یې د نړۍ په
بېلابېلو برخو؛ سویل ختیځې اسیا، مرکزي اسیا (یورواسیا)، منځني ختیځ او ان اروپا
کې ننګولی.
په ډیری دغو سیمو کې نور د امریکا سیاستونه او نفوذ په پخواني حال نه دي او
خبره یې لږ اورېدل کېږي. د لیبرالیزم او ډیموکراسۍ په څېر امریکايي ارزښتونه چې یو
وخت ډیر جذاب وو؛ اوس یې د مرکزي او سویلي اسیا په ګډون ډیری سیمو کې خپل ارزښت
بایللی. له نظامي اړخه هم په افغانستان کې د امریکا ستره ماته د امریکا د زوال ښه
بېلګه ده؛ له دغې ماتې سره له سیمې څخه د امریکا د پوځ بنسټ او جرړې وایستل شوې.
په اقتصادي دلایلو کې پر امریکا د ۳۳ ټریلیونه ډالرو پور او د چین او
اروپايي اتحادیې پشان نویو اقتصادي قدرتونه ته اشاره کولی شو چې د امریکا پر
اقتصاد یې ډیر فشار راوړی. د نړیوالې کرنسۍ په توګه د ډالر کمزوري کېدل او د داخلي
صنایعو له لاسه وتل د امریکا اقتصاد ته نورې ضربې دي. امریکايي شرکتونو د کاري
ځواک د لږ لګښت په سبب خپل تولیدات له هیواده بهر د چین او مکسیکو په څېر هیوادونو
ته انتقال کړي؛ دا چاره د دې سبب شوې چې په امریکا کې داخلي صنایع کم او په
وارداتو پورې یې تړاو زیات شي. په ورته وخت کې، سایبري بریدونه هم په بې ساري ډول
زیات شوي او امریکا ته یې نوې ننګونې رامنځته کړې دي.
په سیاسي برخه کې؛ د نړۍ په کچه قطببندۍ او د امریکا دننه د ډیموکراټانو
او جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافونه د داخلي بې ثباتۍ او په پرېکړه کولو کې کمزورۍ
سبب شوي دي. پر دولتي او نړیوالو بنسټونو د عمومي باور کمښت د اوږدمهاله سیاستونو
په پلي کولو کې د امریکا وړتیا محدوده کړې ده. په نړیواله رهبرۍ کې ماتې او د
افغانستان او عراق پشان بې پایلې او لوړ لګښت لرونکو جګړو نه یوازې دا چې د امریکا
اعتبار ته زیان رسولی، بلکې د پریمانه لګښتونو دروند بار یې پر اوږده ور ایښی. بې
حده مداخلو او نړیوالو حقونو ته پام نه کولو هم پر امریکا د نورو هیوادونو باور کم
کړی.
په نظامي برخه کې؛ د سیمهایزو شخړو په حل کې د امریکا ناتواني او د چین او
روسيې د نفوذ پراختیا د امریکا د نظامي تسلط پر وړاندې نوي خنډونه راولاړ کړي.
پرېمانه (په کال کې تر شاوخوا ۹۰۰ ملیاردو ډالرو) نظامي لګښتونو هم د امریکا د
هژموني په پیاوړي کېدو کې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.
په ټولنیزه او فرهنګي برخه کې؛ امریکايي فرهنګ نور جذاب او راښکونکی نه دی
او امریکايي خوب (American
Dream) چې یو وخت د نړۍ ډیرو خلکو ته
الهامبښونکی و؛ سخت زیانمن شوی. هغه هیوادونه چې پخوا د غرب تر فرهنګي اغیز لاندې
وو؛ اوس د خپلو فرهنګي او ایډیولوژیکو ارزښتونو د راژوندي کولو په لټه کې دي؛ لکه
په منځني ختیځ کې اسلامي فرهنګ. د دې لامل له یوې خوا د مسلمانو ټولنو فرهنګي نهضت
او تمدني پوهه ده او له بل لوري دا چې غربي افکار او ارزښتونه د ژوند په مدیریت کې
ناکام شوي. د ډیپریشن یا ژور خپګان شمېرې لوړېدل، پر مخدره توکو روږدیتوب، بد
اخلاقۍ، د کورنیو نظمونه ویجاړېدل، د ځانوژنې شمېرو لوړېدل او داسې نور د امریکا
د فرهنګي ارزښت د کمېدو بېلګې ګڼل کېږي.
ساموئل هانټینګټون د تمدنونو ټکر (Clash of Civilizations) نظریه کې
وايي چې د غرب پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ اسلام دی. خو برژنسکي یې په نقد کې
وايي: «امریکا باید د اسلام ګواښ ته په تمه نه وي؛ بلکې له دننه به یې خپل ارزښتي
او اخلاقي انحطاط وپاشي.»
بله پوښتنه چې باید وشي دا ده چې د دغو کشمکشونو په منځ کې د اسلامي امت
مقام چېرته دی؟ هغه امت چې د عادل، شاهد او عظیم امت په توګه پیژندل کېده؛ اوس د
نړۍ په معادلاتو کې څه رول لوبوي؟ له بده مرغه، اسلامي امت تر اوسه د نړۍ په کچه د
پام وړ مقام نه لري او د بشر د هدایت په اړه یې خپل رسالت سم سرته نه دی رسولی.
اسلامي امت باید په فکري او سیاسي وحدت او پر اسلام په منګولو ټینګولو خپل
رسالت سرته ورسوي. د خلافت ځواکمن دولت د تاسیس له لارې په کور دننه د اسلام پلي
کول او بهر ته یې حمل او لېږد د دنیا او اخرت عزت ته د رسېدو یوازینۍ لار ده. که
داسې نه شي، د دولت-ملت په څېر نا اسلامي چارچوکاټونو پیروي به د امت لپاره لا ډیر
ذلت راوړي.