د اونۍ خبره: پر افغانستان د پاکستان د وحشیانه بریدونو دوام اساسي حللاره څه ده؟
01/01/2025 | ابراهیم منیب

Print


د روان کال د مرغومي میاشتې په ۵مه د پاکستان دولت د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» په نامه بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۴۸ مسلمانان شهیدان او کورونه یې ویجاړل شول. د پاکستان دولت د دغو بریدونو مسولیت منلی او د پوځ ویاند یې په ډاګه د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی. په ځواب کې یې د افغانستان د حکومت ځواکونو د غچ اخیستلو په موخه د ډیورنډ استعماري کرښې اخوا نظامي پوستو باندې بریدونه وکړل.
له افغانستان څخه د اشغالګرو ځواکونو تر وتلو وروسته؛ څه ته چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ویل کېږي، په حقیقت کې د اسلام او هغو مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده چې د اسلام د بشپړ پلي کولو لپاره هڅه کوي. دې جګړې ته اوس د غرب مزدور دولت، پاکستان دوام ورکوي. د بایډن ادارې د ملي امنیت ادارې سند په ډاګه وايي چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته، دغه هیواد خپل رول له مستقیم نظامي شتون څخه ملاتړ او تسهیل کولو ته بدل کړی او د خپلو سیاستونو د مخته وړلو لپاره د سیمې له هیوادونو ګټه اخلي. د امریکا او پاکستان د نظامي چارواکو ترمنځ نږدې همکارۍ ښيي چې پاکستان د امریکا په استازیتوب د مجاهدینو او خپلو خلکو پر وړاندې جګړه مخته وړي.
په سیمه کې د امریکا پالیسي د هند او چین پر تقابل متمرکزه ده. د دغه سیاست له مخې پاکستان باید خپل پام او نظامي توان له کشمیر څخه لرې او پر خپلو غربي پولو او افغانستان تمرکز وکړي. پاکستان د امریکا په امر د خپلو خلکو او د قبایلو د مجاهدینو پر وړاندې جګړه پیل کړې او د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په نامه د پولې پر سر شخړو ته دوام ورکوي. د پاکستان وروستي بریدونه هم د امریکا د همدغې پالیسۍ له مخې او د هغې د رضایت ترلاسه کولو لپاره وو.
ډیره د خواشینۍ خبره ده چې پاکستان د نړۍ په کچه نهم او د اسلامي خاورو په منځ کې لومړی ستر نظامي قدرت دی؛ خو له خپل دغه نظامي ځواک او قدرت څخه د کشمیر، ختیځ ترکستان او فلسطین د ازادولو لپاره کار نه اخلي، بلکې د امریکا د سیاستونو له مخې یې د پاکستان او افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې کاروي. د ډیورنډ استعماري کرښې اخوا چې مجاهدین څه کوي، په حقیقت کې د پاکستان سیکولر نظام ړنګولو او دغې استعماري کرښې له منځه وړلو هڅه ده چې انګلستان رامنځته کړې او اوس امریکا د خپلو سیاستونو د مخته وړلو لپاره ګټه ترې اخلي.
د ملي‌پالنې مفکوره هغه وسیله ده چې استعمارګر یې د اسلامي امت ترمنځ د تفرقې پیدا کولو لپاره ترویجوي. د پاکستان وروستي بریدونه چې د دوی ملي ګټو ته په کتو شوي، د همدغې زهرجنې مفکوري کارول ښيي. د دې پر وړاندې په افغانستان کې حاکم نظام باید د ملي‌پاله اقدام او د ملي‌پالنې احساساتو د تحریک پر ځای د پاکستان د مجاهدینو په ملاتړ کولو او د ډیورنډ استعماري کرښې د له منځه وړلو لپاره یوې سټراټيژۍ په تدوین سره د اسلامي خاورو د یووالي په برخه کې مرسته وکړي او د پاکستان سیکولر او مزدور نظام له منځه یوسي.
د یوه پیاوړي اسلامي نظام رامنځته کولو لپاره د افغانستان او قبایلو د مجاهدینو او د پاکستان په پوځ کې مخلصو کسانو همکارۍ ته اړتیا ده. دوی کولی شي چې له واک څخه د امریکا د مزدورانو په لرې کولو د نبوت پر منهج مقتدر خلافت دولت تاسیس کړي چې اسلامي امت تر یوه اسلامي قیادت لاندې راټول او د امریکا استعماري سیاستونه د تل لپاره ناکام کړي. په افغانستان کې حاکم نظام هم باید خپل بهرنی سیاست جهاد او دعوت وټاکي چې د افغانستان او پاکستان په یوځای کولو سره په سیمه کې خپلواک او پیاوړی اسلامي دولت رامنځته کړي.



   ارسال نظر