کابو ټولې اسلامي سیاسي، فکري او جهادي ډلې د اسلامي خلافت تاسیس خپله یوه
لویه موخه ښيي او په همدغه لید د مسلمانانو او د اسلامي امت د ځوانانو احساسات ځان
ته ور جلب کوي. خو کله چې واک ته ورسېږي؛ د خلافت له اعلان او د شریعت له تطبیق نه
ځان باسي!
تر یوې پېړۍ زیات وخت په تېرېدو او د بېلابېلو طاغوتونو پر وړاندې له
پرلپسې بریاوو سره سره، مسلمانان لا هم د یوه داسې دولت په توګه د خلافت له نشتون
څخه ځورېږي چې د دوی د ځان، مال، ارزښتونو او خاورو ساتنه وکړي. د دغه وضعیت دلایل
په څو عمده عواملو کې لټولی شو:
۱. د خلافت
تش شعار او د عملي پلان نه لرل
دا ډلې له اسلامي خلافت څخه یوازې د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د شعار په
توګه کار اخلي او د پلي کولو لپاره یې کوم مدون پلان نه لري. کله چې واک ته رسېږي،
د کفارو او ورپورې تړلو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو لخوا د اوسني دولت-ملت ماډلونه
ورته وړاندیز کېږي. دا ډلې معمولاً د دغو ماډلونو ګډوله جوړوي او د «اسلامي نظام»
تر نامه لاندې یې ټاکي.
۲. په ډلو کې
د دښمن نفوذ
دښمن د دغو ډلو په صفونو کې، په تېره بیا هغه وخت چې بریا یې نیږدې شي،
نفوذ کوي. دا نفوذ د نوي حکومت مسیر بدلوي او د مصلحت، واقعبینۍ، منځلاریتوب او
بیارغونې تر نومونو لاندې دا ډلې د دولت-ملت نوې بڼې منلو ته اړ باسي. په پایله کې
یې دا نوی حکومت په هماغه نړیوال نظم کې ذوبېږي چې دښمن ته په اسانه د مدیریت وړ
وي.
۳. د بنسټیز
فکري ویښتابه یا نهضت نشتون
د خلافت د بیا تاسیس لپاره ستر او جلا فکر ته اړتیا ده چې یوه کوچنۍ
جغرافیه نه، بلکې ټول بشریت رهبري کړای شي. د داسې پلان او پروژې لپاره بنسټیز او
ژور فکري نهضت او د افرادو په فکري چارچوکاټ کې بدلون ته اړتیا ده. هغه ډلې چې د
خپلې سیاسي یا نظامي مبارزې په لار کې د خپلو پیروانو پر فکري ثقافت کار نه کوي او
له فکري اړخه یې نه تیاروي، واک ته تر رسېدو وروسته فکري وحدت نه شي موندلی. دا
ډالې پاشل کېږي او بلاخره د پردیو په فکرونو کې ذوبېږي.
۴. نړیوال
غبرګون او له بندیزونو وېره
په اوسنۍ زمانه کې د خلافت اعلان له نړیوال نظم سره د دښمن اعلان دی؛ چې
پایله یې ښايي بندیزونه، جګړې او نړیوال فشارونه وي. په ۱۹۲۴م کال کې د اسلامي
خلافت تر راپرځېدو وروسته یوه دولت یا نړیوال بنسټ هم د خلافت د بیا تاسیس هرکلی
ونه کړ. بلکې تل یې د بیا تاسیس کېدو مخه ونیوله او که اعلان شي، دښمني به ورسره
کوي.
۵. د ملي ګټو
او اسلامي امت د ګټو ترمنځ ټکر
د اسلامي خلافت یوه ځانګړنه دا ده چې د نړۍ په هر کونج کې به د مسلمانانو
ملاتړ کوي او د هغوی ځان، مال، عزت او ارزښتونه به ساتي. دا خبره ځینې وېروي، چې
هسې نه د خپل ملت ګټې د اسلامي امت قرباني کړي. مليپاله ډلو د خپل ملت له برترۍ
او غورهوالي سره عادت کړی او د خلافت اعلان د خپل ملي موجودیت لپاره ګواښ ګڼي. په
داسې حال کې چې عزت په اسلام کې دی او څوک یې چې بل ځای لټوي، رسوا کېږي.
۶. له فقر او
د سرچینو له لاسه ورکولو څخه وېره
ځینې دا باور لري چې که خلافت اعلان شي، دوی به خپل امتیازات او ګټې وبایلي
او بېوزله به شي. ښايي لنډمهاله همداسې وي، خو دې ته باید اخروي شتمنۍ ته د رسېدو
له زاویې وکتل شي. عزت او فلاح ته چې رسېږو، قرباني خو ورکول کېږي. وروسته بیا له
خلافت دولت سره د لا ډیرو اسلامي او ان نا اسلامي ډلو په یو ځای کېدو او د هغوی له
مادي او معنوي شمتنیو په استفادې، او تر ټولو مهمه دا چې د الهي نصرت په رارسېدو د
خلافت ستنې ټینګېږي. دا مسله د بشر په تاریخ کې په وار وار تکرار شوې ده.