د اونۍ خبره: کشمیر؛ د اسلامي خاورو ترمنځ هېرېدونکی ټپ
05/15/2025 | لیکوال: عبدالله ذاکر

Print


کشمیر د لوړو غرونو او صافو اوبو په منځ  کې پرته سیمه ده چې ځانګړی او حیرانوونکی طبیعت لري؛ یو وخت د ځمکې پر مخ جنت یادېده. سره له دې چې د دې سیمې اکثریت اوسېدونکي مسلمانان دي، خو د برېتانوي استعمار تر پای ته رسېدو وروسته یې لویه برخه د هند تر واک لاندې پاتې شوې، چې د مسلمانانو پر وړاندې په زور او ظلم حکومت چلوي. دا سیمه هم د فلسطین پشان له ۱۹۴۷م کال راهیسې تر ننه د جګړې، شخړو او ظلم ډګر دی.
وروسته له هغه چې برېتانوي هند د انګلیس او استعمار له نقشې سره سم د هندوستان او پاکستان په نوم ووېشل شو، د کشمیر لویه برخه د هند تر ولکې لاندې راغله. خو له هماغو لومړیو ورځو راهیسې د کشمیر مجاهدو خلکو د هندو نظام پر ضد جهاد پیل کړی دی. له۱۹۴۷م کال راهیسې هندو دولت تر۷۰۰ زرو زیات عسکر په کشمیر کې ځای پر ځای کړي، چې د سخت نظامي حاکمیت له لارې یې د خلکو ژوند تنګ کړی دی. په ۱۹۹۰م کال کې د هند دولت د جمو او کشمیر لپاره د AFSPA قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د هند پوځ ته دا حق ورکړل شو چې مستقیماً پر خلکو ډزې وکړي، هغوی بې له حکمه ونیسي او هندي عسکر له هر ډول قضايي تعقیب څخه معاف وي. له هماغه وخت راهیسې هندي عسکرو له هېڅ ظلم، وحشت او تېري څخه ډډه نه ده کړې، آن تر دې چې د کشمیري مسلمانانو پر خوېندو یې جنسي تېری کړی، چې تر ټولو لویه ناوړه پېښه یې په۱۹۹۱م کال کې د کونن - پاشپورا پېښه وه، چې هندو عسکرو پر لسګونو مسلمانو ښځو جنسي تېری وکړ.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴م کال کې د مودي په مشرۍ بهاراتیا جاناتا ګوند (BJP) واک ته ورسېد؛ د کشمیري مسلمانانو پر وړاندې د ظلم او شکنجې فضا نوره هم شدیده شوه. د دغه ګوند بنسټ د نژادپالنې، فرقه‌پالنې او د اسلام او مسلمانانو (که د هند دننه وي یا د سیمې په کچه) پر ضد د کرکې خپرولو پر اساس ایښودل شوی.په ۲۰۱۹م کال کې د مودي حکومت د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده، چې کشمیر ته یې د محدودې خپلواکۍ حق ورکاوه، لغوه کړه. تر دې وروسته د جمو او کشمیر ایالتونه د هند د مرکزي دولت تر مستقیم واک لاندې راغلل او زرګونه نور عسکر سیمې ته واستول شول. د دې لپاره چې د کشمیري مسلمانانو پر وړاندې د هندو عسکرو ظلمونه او شکنجې افشا نه شي او د نړیوالو عامه ذهنیتونه د هند پر ضد را ونه پارېږي، د خلکو د غږ د چوپ ساتلو په موخه څو میاشتې د کشمیر د خلکو ټیلیفونونه، انټرنېټ او نور مخابراتي وسایل بند شول. اوس د مودي د حکومت یو بل پلان دا دی چې هندو وګړي په جبري توګه کشمیر ته کډه کړي، څو هندي فرهنګ ترویج کړي او اسلامي ارزښتونه په بشپړ ډول له منځه یوسي.
له بلې خوا، د پاکستان دولت چې په سیمه کې یو ځواکمن پوځ او نظامي قدرت لري، په تېرو دوو لسیزو کې د کشمیر په قضیه کې خیانت کړی دی. سره له دې چې پاکستان کافي نظامي ځواک لري او د دې وړتیا لري چې له هند سره بشپړه مقابله وکړي، مات یې کړي او کشمیر آزاد کړي، خو د دغه هېواد خاین ملکي او نظامي واکمنان پوځ ته د برید اجازه نه ورکوي. ان په ډېرو مواردو کې د پاکستان ځینو چارواکو د هند پر ضد د کشمیري خلکو مقاومت او جهاد غندلی او د ترهګرۍ نوم یې ورکړی. د پاکستان واکمنان ډېری وخت د کشمیر له قضيې څخه سیاسي استفاده کوي، او د خلکو د عامه ذهنیتونو د سوق او انحراف لپاره ګټه ترې اخلي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې دا خاین واکمنان له کورنیو بحرانونو سره مخ وي. او په پای کې، امریکا چې د پاکستان د پوځ اصلي بادار دی، پوځ ته اجازه نه ورکوي چې پر هند برید وکړي.
امریکا، د هند او پاکستاند دواړو د بادار په توګه، په سیمه کې د توازن سیاست غوره کړی دی او د دواړو ترمنځ د سولې او مقابلې نه کولو غوښتونکې ده. دا ځکه چې هند د پاکستان له اړخه د خطر احساس ونه کړي او وکولای شي له چین سره سیالۍ ته ادامه ورکړي. له بلې خوا، د پاکستان پوځ هم د دې پر ځای چې د هند پر وړاندې مقابله وکړي، په کور دننه د مجاهدینو پر ضد بوخت ساتل کېږي، څو له دې لارې په پاکستان کې د اسلام غوښتنې جرړه وایستل شي. همدا وجه ده چې د هند او پاکستان ترمنځ په څو وروستیو نښتو او شخړو کې وینو چې امریکا یا مستقیماً یا د خپلو مزدورانو له لارې د منځګړي رول ادا کړی او د دواړو غاړو ترمنځ د شدید تقابل مخه یې نیولې ده.
د هند او پاکستان ترمنځ وروستی ټکر هم همداسې و. کله چې د اپرېل په ۲۲مه د کشمیر د پهلګام په سیمه کې پېښه وشوه او د دواړو خواوو ترمنځ شخړه پیل شوه، سره له دې چې دغه برید یوې کشمیري ډلې ته منسوب کېده، خو هند ټینګار وکړ چې د دې حملې تر شا د پاکستان دولت لاس لري. په داسې حال کې چې د هند د خلکو ذهنیتونه د پاکستان پر ضد لا زیات پارېدلي وو، مودي اړ شو چې پر پاکستان یو څه بریدونه وکړي. پاکستان هم د خپلو خلکو د عامه افکارو د کنټرول لپاره په خپل وار بریدونه وکړل. سره له دې چې تمه کېده جګړه اوږده شي، خو په همدې حساسو شېبو کې امریکا د زور له دریځه د یوه پیاوړي منځګړي رول ولوباوه او هماغه ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند اعلان شو. ورپسې ټرمپ پر خپله اېکس پاڼه د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند خبر ورکړ، او داسې ساده د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې اور مړ شو.
دا په داسې حال کې ده چې دواړو خواوو، یعنې د BJP مشر مودي او د پاکستان خاینو واکمنانو، له دې تقابل څخه سیاسي استفاده وکړه. مودي هڅه وکړه چې د دې پېښې له لارې د ټول هند رایه او نظر د BJP په ګټه راواړوي او له خپلو دوو سیالو ګوندونو (کانګرس ګوند او AAP) مخکې شي. د پاکستان خاین حکام، چې له اوږدې مودې راهیسې له کورنیو بحرانونو سره مخ دي، او له بلې خوا د پاکستاني ولس د عامه افکارو په اړه اندېښنه لري ـ ځکه چې پوځ د یهودي دولت له لوري په فلسطین کې د بې‌رحمه ټولوژنو پر وړاندې شرموونکې چوپتیا غوره کړې ـ هم هڅه وکړه چې له دې فرصت څخه د خلکو د احساساتو د تخلیې او سړولو لپاره استفاده وکړي. خو کشمیر، چې له کلونو راهیسې تر ظلم او شکنجې لاندې دی، بیا هم د سیمې د هېوادونو د سیاست قرباني او ناسور ټپ یې همداسې پاتې شو.
د پاکستان د پوځ اوسني مشران، سره له دې چې کافي نظامي ځواک لري، خو د خپل بادار ـ امریکا ـ د خوښۍ لپاره هېڅکله هوډ نه لري چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر د آزادۍ لپاره د هندو دولت پر ضد وجنګېږي. دوی د دې پر ځای چې له هند سره جګړه وکړي، پوځ یې د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نامه لاندې د خپلو مسلمانانو او مجاهدینو پر ضد په کورنیو جګړو بوخت ساتلی دی. دغې دوه مخۍ او د امریکا د مزدورۍ سیاست، پاکستان له نظامي، اقتصادي او سختو داخلي بحرانونو سره مخ کړی دی. خو مقابل لوري، یعنې هند، ثبات موندلی او له اقتصادي او ټکنالوژیکي پلوه یې ډېر پرمختګ کړی دی. بې له شکه، پاکستان د رسول الله ﷺ د دې مبارک حدیث مصداق دی چې فرمایي: «مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إِلَّا عَمَّهُمُ اللهُ بِالْعَذَابِ»؛ یعنې «هر قوم چې جهاد پرېږدي، الله سبحانه وتعالی يې په عذاب اخته کوي». (طبراني، المعجم الأوسط)
د پاکستان په پوځ کې، سره له دې چې ځینې مخلص او متدین عناصر شته چې د غزوه الهند هیله لري، خو دا ستر پوځ د "دولت ـ ملت" ناپاکې مفکورې په زنځیر تړل شوی دی؛ همدا مفکوره یې نه پرېږدي چې د غویي‌لمانځونکو له ولکې د کشمیر د آزادۍ پر لور ګام واخلي. همدغې نشنلیستي مفکورې دغسې د عربو د پوځونو مخه نیولې، چې د فلسطین د آزادۍ لپاره پر اسراییلو برید وکړي.
نو یوازینۍ حل لاره د راشده خلافت دولت تأسیس دی، هغه دولت چې د اسلامي خاورو ترمنځ خیالي پولې له منځه یوسي، د دولت ـ ملت یا نشنلیزم ناپاکه مفکوره ورکه کړي، د امت سرچینې او پوځونه سره منسجم کړي او ټول د خیر په لاره او د اسلامي خاورو د آزادۍ لپاره وکاروي. د غزوة الهند په کېدو سره به هندو دولت نسکور شي او د اسلام تاریخ او فرهنګ به یو ځل بیا د هند نیمې وچې په زړه کې را ژوندی شي. بې له شکه، رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې د تحقق زیری راکړی دی.

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ: عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ، وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِ السَّلَامُ»
ژباړه: زما له امت څخه دوې ډلې دي چې الله سبحانه و تعالی به یې د دوزخ له اوره وساتي: یوه ډله به هغه وي چې پر هند به بريد کوي، او بله هغه ډله چې له عیسی بن مریم علیه‌السلام سره به وي. (روايت احمد)




   ارسال نظر