اسلام د یوه بشپړ او هر اړخیز دین په توګه یوازې د خلافت حکومتي نظام په
رسمیت پېژني. خلافت د اسلامي احکامو پر بنسټ جوړ شوی نظام او د تاریخ په اوږدو کې
د راشده او غیر راشده خلافت په بېلابېلو بڼو راڅرګند شوی. سره له دې، د خلافت په
نشتون کې هر بل نظام د اسلام له نظره د «جبریه» نظام په توګه پيژندل کېږي.
نن ورځ د خلافت د بیا تاسیس کولو لپاره هڅې او له خلافت پرته پر بل هیڅ دولت نه راضي کېدل د مسلمانانو وجیبه ده. د
دغه مکلفیت ترڅنګ دا د الله سبحانه و تعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه
وسلم زېری دی چې د نبوت پر منهج خلافت به بیا تاسیسېږي. دا خلافت، چې وعده یې
راکړل شوې، به درې لویې ځانګړنې ولري:
۱. راشده خلافت
راشده خلافت هغه نظام دی چې نه ملک عاض وي او نه ملک جبریه؛ بلکې راشده دی؛
یعنې یوازې د اسلام پر بنسټ جوړ شوی چې موخه، تګلاره او قوانین یې ټول د شرعي
احکامو په چوکاټ کې تعریفېږي. په حدیث شریف کې راځي:
...ثم تكون
خلافة على منهاج النبوة"بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي." (مسند أحمد)
په دغه حدیث کې ښکاره ټینګار شوی چې راتلونکی خلافت به ان د اموي، عباسي او
عثماني خلافتونو پشان نه وي؛ بلکې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاوو د
دولت پشان به وي چې په هغه کې اصلي محور عدالت، د الهي حدودو رعایت او د اسلامي
شریعت د موخو تحقق دی. اسلام به په انقلابي ډول پکې پلی کېږي او په بهرني سیاست کې
به د دین د اظهار اقدام کېږي.
۲. مقتدر خلافت
دا دولت به کمزوری نه وي، بلکې ځواک او نفوذ به یې تل د پراخېدو په حال کې
وي؛ ځکه چې بهرنی سیاست یې د دعوت او جهاد پر بنسټ دی. نو تر ملي پولو به محدود نه
وي او سیاست به یې له نړۍ سره د تعامل پر بنسټ نه وي. رسول الله صلی الله علیه
وسلم فرمایي:
إن الله زوى لي
الأرض، فرأيت مشارقها ومغاربها، وإن أمتي سيبلغ ملكها ما زوي لي منها "الله تعالی نړۍ زما لپاره راټوله کړه؛ نو مشرقونه
او مغربونه مې یې ولیدل؛ او زما د امت حکومت به تر هغو ځایونو رسېږي چې ماته راټول
شول." (صحیح مسلم)
دا حدیث د نړۍ له ختیځ تر لویدیځه د اسلامي حکومت پراخوالی ښيي؛ یعنې خلافت
به د اسلام د نړیوالو موخو په مخته وړلو او مدیریت کې لوړ ځواک او اقتدار لري.
۳. شتمن خلافت
د وعده راکړل شوي خلافت بله ځانګړنه اقتصادي شتمني او قدرت دی. دا شتمني به
له بهرنیو مرستو او پانګوال (کپیټلیسټ) اقتصاد څخه نه راځي؛ بلکې د مشروع اسلامي
سرچینو لکه زکات، خراج، فیء، جزیې، غنیمتونو، صنعتي اقتصاد او عادلانه اقتصادي
مدیریت له لارو به راځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
يكون في آخر
أمتي خليفة يحثي المال حثيا، ولا يعده عدا "زما د امت په وروستیو کې به داسې خلیفه وي چې بې حسابه مال به بښي." (صحیح مسلم)
د دغه حدیث په شرح کې امام نووي وايي چې د دغې شتمنۍ سبب پراخ فتوحات او
غنیمتونه دي چې د خلیفه د سخاوت په څنګ کې به په اسلامي ټولنه کې اقتصادي عدالت او
هوساینه راولي. نو باید پوه شو چې دا ځانګړنې او نورې وعدې لکه د روم فتح او د
یهودو پر وړاندې قتال یوازې د خلافت له تاسیس سره ممکنېږي. ملي دولتونه څنګه له
سیکولر نړیوال نظم سره د (تعامل) په منلو د دغو ځانګړنو، موخو او وعدو پر لور حرکت
کولی شي!؟