د اسلام له نظره، ریښتینې بریا
یوازې د یوه طاغوتي نظام د سقوط، او ډیرو خاورو او سیمو د تصرف او ولکې په معنی نه
ده؛ بلکې د دغې بریا موخه او پایله باید په دغې خاوره کې د اسلام هر اړخیز حاکمول
او نورو خاورو ته یې حمل او لېږد وي.
که په یوه خاوره کې د مجاهدینو تر
بریا وروسته یو طاغوتي نظام د هغه له بنسټونو او قوانینو سره له منځه لاړ شي او
اسلام او شرعي قوانین پلي شي؛ دا بریا ده. که داسې نه وي او د طاغوتي نظامامونو
سقوط او د سیمو ازادي د دې سبب نه شي چې له زړونو او فکرونو هغه څه پاک شي چې د
اسلام خلاف دي؛ نو دا بشپړه بریا نه ده. که د دغې بریا پایله یوازې د څېرو بدلون
وي او اسلام بشپړ پلی نه شي؛ نو دا بریا د اسلام او مسلمانانو په ګټه نه ده، بلکې د
نفس هوا، فساد او ظلم د حاکمیت سبب کېږي.
له بده مرغه، په دې اړه ډېرې ترخې
بېلګې شته؛ د افغانستان مجاهدینو په ۱۹۹۱م کال شوروي اتحاد کې په ګونډو کړ، خو د
داخلي اختلافاتو، واحدې رهبرۍ نشتون او استعمارګرو د نفوذ په سبب دې بریا
افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړ. بېلابېلې ډلې د شخصي ګټو او ځواک ترلاسه
کولو لپاره سره ښکېلې شوې او بلاخره غرب او سیمهيیزو قدرتونو د دغې بریا مسیر کوږ
کړ. سره له دې چې د افغانستان مجاهدینو قدرت خپل کړ، خو اسلام حاکم نه شو.
د الجزایر مسلمانانو له کلونو
جهاد او بې شمېره سرښندنو وروسته فرانسوي اشغالګر مات او له خپلې خاورې وشړل. خو
تر خپلواکۍ وروسته یې حاکم نظام سیکولر او په غرب پورې تړلی و؛ په ټولنه کې اسلامي
ارزښتونه ګوښې ته شول او اسلام پلی نه شو. په استعمار پورې تړلو حکامو د خلکو دا
هیله، چې اسلام بشپړ پلی شي، پوره نه شوی
کړی. بلاخره الجزایر له سیاسي او ټولنیزو ناورینونو سره مخ شو او د اسلام د پلي
کولو له هیلو او موخې سره خیانت وشو.
د شاهي نظام پر وړاندې د ایران د
خلکو انقلاب په اسلامي او د استعمار ضد شعار پیل شو. خو تر بریا وروسته، دا انقلاب
د ایراني مليپالنې پر بنسټ نظام ته واوښت. د ایران حاکمیت د اسلام د پلي کولو او
د اسلامي امت د وحدت لپاره د هڅو پر ځای، د سیمې او نړۍ په کچه د قومي او مذهبي
شخړو اور ته لمن ووهله او خپل سیاسي نفوذ یې پراخ کړ.
عرب پسرلی د منځني ختیځ په تاریخ
کې د عطف ټکی و او د مصر، تونس او لیبیا پشان بېلابېلو خاورو کې خلک د فاسدو او ديکتاتورو
رژیمونو پر وړاندې راپاڅېدل. دا پاڅونونه لومړی په اسلامي شعارونو پیل شول. خو په
پایله کې د واحدې رهبرۍ د نشتون او د غربي قدرتونو د نفوذ په سبب، دا انقلابونه
ناکام او یا په ګډوډیو بدل شول. په مصر کې په امریکا پورې تړلی پوځ واک ته ورسېد
او اسلامي ډلې وځپل شوې. لیبیا د کورنیو جګړو او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر شو.
په تونس کې سیکولریزم او د غرب نفوذ د انقلاب لاره کږه کړه.
پخوا مو انګلیس، شوروي او امریکا
مات کړي او له اسلامي خاورو مو شړلي؛ خو وروسته مو بیا اسلام نه دی پلی کړی، دا
بریاوې لنډمهاله وې او له بده مرغه بیرته سیکولر نظامونه – چې د اسلام او
مسلمانانو دښمنان دي- په بېلو څېرو واک ته ورسېدل. له دغو بریاوو وروسته د
مسلمانانو د مبارزې او قربانۍ موخې، چې د یوه پیاوړي اسلامي دولت بنسټ ایښودل، د
اسلام پلي کول او د امت وحدت دي؛ پوره نه شوې.
نو ریښتینې بریا څه ده؟
ریښتینې بریا هغه وخت ترلاسه کېږي
چې اسلام په بشپړ ډول زموږ په فکر، عمل، سیاست او حکومتولۍ کې ریښې وغځوي او په
مقابل کې یې د هر هغه فکر او سیاست ریښې وایستل شي چې په هغو کې د قومپالنې، ملتپالنې،
نژادپالنې او ملي مفکورو (ملي ګټې، ملي بیرغ، ملي پولې، ملي سرود) اغیز وي. دا
فکري او عملي تحول د بریا بنسټ دی.
که په ساده ژبه ووایو؛ د اسلام له
نظره ریښتینې بریا د لاندې اصولو پر بنسټ ولاړه ده:
۱. اسلامي عقیده باید د ټولو چارو
بنسټ جوړ کړي؛
۲. د نا اسلامي افکارو او
ارزښتونو جرړې وایستل شي او اسلامي شریعت د قانون په توګه پلی شي؛
۳. د اسلام سیاسي نظام (راشده
خلافت) تاسیس شي.
له الله سبحانه و تعالی غواړو چې
د اسلامي امت په منځ کې د ریښتینې بریا شرایط برابر کړي او دا امت یو ځل بیا د
ځمکې پر سر د اسلام بیرغ پورته کړای شي او عزت او سرلوړۍ ته ورسېږي.