په دې وروستیو کې په
ټولنیزو رسنیو کې د حاکم نظام د کړیو تر منځ د سیاسي اختلافاتو اوازې ډېرې ګرمې
دي. دغه اختلافات د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر وزیر له برید وروسته
زیات شوي دي، چې په پایله کې یې د هغه په ګډون څو نور کسان هم ووژل شول.
له دې پېښې سره سم د
ځینو مغرضو کسانو لخوا پرلهپسې هڅې کېږي، ترڅو دې پېښې ته په پام سره د طالبانو
تر منځ د اختلافونو شتون ته (د کندهاري او حقاني طالبانو په لقبونو سره) نسبت
ورکړي. په دې کې شک نشته چې اختلاف د انساني ډلو تر منځ یوه فطري چاره ده او دغه
اختلاف د حاکم نظام په کړیو کې د ښځو د تعلیم او کار، د رسنیو د فعالیت د مخنیوي
او د امربالمعروف د قانون د پلي کولو په برخه کې لیدل کېږي؛ خو دغه اختلاف تر دې
کچې نه دی چې دا کړۍ دې د یو او بل د ترور او له منځه وړلو هڅه وکړي.
په حقیقت کې د امریکا
په مشرۍ غرب له دریو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې د تفرقې اچولو د پالیسۍ (Divide
and Rule) له
لارې د حاکم نظام په صفونو کې درز رامنځته کړي، ترڅو له هغې لارې یو ځل بیا خپل
نفوذ او حاکمیت په دې خاوره کې را ژوندی کړي. هغوی نه یوازې دغه کار د ځانګړو
مقالو، مغرضانه راپورونو او څرګندونو د خپرولو له لارې ترسره کړی؛ بلکې په عملي
ډول هڅه کوي چې اوسنی وضعیت د بېلابېلو لقبونو په ورکولو (د بېلګې په توګه:
منځلاري او سختدریځي طالبان، کندهاري طالبان او د کابل اداره او د کندهار او
حقانیانو ټکر ...) او د ځینو باهدفه ترورونو په ترسره کولو سره، د سیاسي تفرقې، د
رهبرۍ د هستې د کمزوري کولو او په پایله کې د داخلي کودتا لوري ته بوځي.
دا باید درک کړو چې
دښمن په کمین کې دی. که چېرې اوسنی وضعیت د بهرینو یا کورنیو عاملینو لخوا د
تفرقې، ګډوډۍ او د نظام د پرځولو لوري ته لاړ شي؛ له دې فتنې څخه راپورته شوی اور به
نه یوازې د حاکم نظام صفونو ته زیان واړوي، بلکې ټولې ډلې او د افغانستان خلک به
هم زیانمن کړي. ځکه په هغه صورت کې به افغانستان یو ځل بیا د سیاسي بدلونونو او
لوبو ډګر شي، چې په پایله کې به د شدیدې کورنۍ جګړې لامل شي او دا سیمه به یو ځل
بیا د لویو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدله شي. له همدې امله هغه انسانان چې عاقل او
مومن وي او د راتلونکي په اړه فکر کوي، له پېښو عبرت اخلي او د مسلمانانو د صفونو
د غښتلي کېدو او یووالي هڅه کوي.
په پای کې یادونه کوو
چې تر ټولو غوره عملي تګلاره، چې هم اسلام پرې ټینګار کړی او هم د تاریخ په اوږدو
کې د نړۍ ځواکمنو دولتونو له هغې څخه د سیاسي تفرقې او کورنۍ بېاتفاقۍ د مخنیوي
او د خپلو صفونو د غښتلي کولو لپاره استفاده کړې ده، هغه د بهرني سیاست درلودل او
په څرګند ډول اعلانول دي. د بشر تاریخي تجربو ثابته کړې ده، دولتونه او ډلې چې په
هره کچه په خپلو داخلي مسایلو کې مصروف وي او بهرنیو مسایلو ته کمه پاملرنه کوي،
دغه حالت په داخل کې بدګومانیو او بدبینیو ته لار هواروي، چې پایله یې د تفرقې د
رامنځته کېدو او د داخلي نظم د له منځته تلو لامل کېږي. لکه څنګه چې امریکا تل هڅه
کړې چې له امریکا څخه بیرون په بېلابېلو پلمو جګړې رامنځته کړي، ترڅو خپل داخلي
یووالی خوندي او غښتلی کړي. همدغه کار پخواني شوروي اتحاد او اروپایي دولتونو هم
ترسره کړی دی، ترڅو هم خپل سیاسي قدرت زیات کړي او هم د سیاسي تفرقې له فتنې څخه
خلاص شي.
دا چې اسلام یو فطري او
انساني دین دی، نو دا چاره یې «د بهرني سیاست؛ دعوت او جهاد» له لارې داسې تنظیم کړې
ده، چې اسلامي امت باید د دعوت او جهاد له لارې نړیوالو ته د اسلام په حمل کې ترې
تل کار واخلي. تر کومه وخته چې امت في سبیل الله جهاد ته دوام ورکوي، هغوی به
فاتحین او د سیاست او جګړې د ډګرونو ګټونکي وي؛ خو هر وخت چې امت شرعي بهرنی سیاست
ونه لري، له دوست او دښمن او دایمي او بالفعل محارب سره یو ډول تعامل کوي او جهاد
د اسلام د حمل او اعلاء کلمة الله لپاره دروي او پر ځای یې اقتصاد محوره بهرنی
سیاست غوره کوي؛ نو په دې حالت کې دا امت له بېلابېلو سیاسي ناروغیو لکه، تفرقې
سره مخ کېږي. له همدې امله د صفونو په یووالي کې لوی خیر نغښتی دی او دا چاره
یوازې د خلافت دولت په نظام کې د انقلابي او بشپړ اسلام په پلي کولو سره امکان لري
او بس.
وَٱعْتَصِمُواۡ بِحَبْلِ
ٱللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا۟ۚ (آل عمران: ۱۰۳)
ژباړه: د الله په رسۍ (قرآن او اسلام) منګولې ولګوئ او تیت او پرک کېږئ مه.