ولې په معاصر افغانستان کې پیاوړی دولت نه جوړیږي؟
10/11/2020 | لیکوال: خالد مشعل

Print


د ننني افغانستان بنسټ له نن څخه کابو ۲۷۲ کاله وړاندې په ۱۷۴۷ میلادي کال کې د احمدشاه بابا له خوا کیښودل شو. د احمدشاه بابا او د هغه د زوی تیمورشاه له واکمنۍ وروسته افغانستان هېڅکله د یو باثباته، پیاوړي، مرکزي، پرمختللي او پوخ دولت څښتن نه دی شوی او دغه لړزانده او نيمګړی حالت اوس هم روان دی.
موږ په دې مقاله کې، په دې لټه کې یو چې د دې اساسي عوامل او دلایل پیدا کړو چې، ولې افغانستان د یو باثباته دولت مالک نه دی شوی؟ د لړزانده او کاواکه دولتونو د شتون دلایل او اسباب څه دي؟ افغانستان ولې د دولتونو  په تجربوي لابراتوار بدل شوی او هېڅکله د دې جوګه نه شو چې د نورو باثباته او پخو دولتونو په کتار کې ودریږي؟
سل ځله سقوط
ملي دولتونه یا دولت-ملت (Nation State) په ۱۶۴۸ میلادي کال کې د وستفالیا له کنفرانس/هوکړې وروسته په اروپا کې لومړی ځل رامنځ ته شول. د وستفالیا کنفرانس پایله دا شوه چې دولتونه به د ژبې، ګډ فرهنګ او نورو تاریخي مشترکاتو پر اساس رامنځ ته کیږي. سره له دې چې، دغه تقسیمات ډېر قعطي نه وو او په مطلق ډول د تطبیق وړ هم نه وو، خو د دې پریکړې په رڼا کې، په اروپا کې لومړی ځل ملي دولتونه رامنځ ته شول او توافق دا و چې هېڅوک حق نه لري چې د بل هېواد په حاکمیت او خاوره تجاوز وکړي. که دغه کار د کوم دولت له خوا کیږي؛ نو په ګډه به د متجاوز دولت پر وړاندې مبارزه کیږي. له هغې ورځې بیا تر ننه، د دولت-ملت مفکوره په اروپا کې د څو پیړیو په اوږدو کې، خپل سیاسي بلوغ او پوخوالي ته ورسیده.
هغه وخت د اسلامي نړۍ پر لویه برخه عثماني خلافت واکمن و چې د واکمنۍ لمن یې له شرقي اروپا، شمالي افریقا،لوی منځني ختیځ، قفقاز، شرقي ترکستان، منځنۍ آسیا او لرې ختیځ پورې رسېدله. د وستفالیا کنفرانس بله موخه دا وه چې په ګډه د عثماني خلافت د هغه پرمختګ او فتوحاتو مخنیوی وکړي  چې په شرقي او جنوبي اروپا کې یې لرل.
افغان دولت له پیدایښت څخه بیا تر ننه، شاوخوا ۳۰ ځله سقوط کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده. د امریکا متحده ایالات د عمر او سن له لحاظه، له افغانستان څخه ۳۲کاله وړکي دي، خو نه یوازې دا چې یو ځواکمن، پوخ او باثباته دولت دی، بلکې د نړۍ لومړی او مشري کوونکی دولت هم دی.
همدا شان، جاپان چې نن د نړۍ درېیم اقتصادي قدرت دی، د عمر او سیاسي تاریخ له لحاظه، تر افغانستانه ډېر کوچنی او ځوان دی، خو په ډېرو برخو کې د نړۍ له اوو مخکښو هېوادونو څخه شمېرل کیږي.
سره له دې چې د معاصر افغانستان له جوړېدو کابو درې پیړۍ تیریږي او له احمدشاه بابا وروسته ډېرو واکمنو هڅه وکړه چې د دولت ملت په چوکاټ افغانستان پیاوړی کړي، خو  افغانستان هېڅکله په واقعي مانا سره دولت- ملت نه شو او نه یې هم په وجود کې دغه پدیده مجسمه شوه. د سیاسي بنسټونو او جوړښتونو له لحاظه، افغانستان هېڅکله داسې بنسټونه او جوړښتونه پیدا نه کړل چې خپل سیاسي بلوغ  ته رسیدلي وي او د دولت ملت ممثلین وي. همدا ډول، په افغانستان کې شته قومونه د دولت- ملت په چوکاټ کې هېڅکله داسې سره ذوب نه شول چې د یوه ملت په توګه راڅرګند شي او واحده اراده، واحد سیاسي اهداف او واحد دولت ته هویت ولري. په افغانستان کې شته قومونه هېڅکله په یوه دولت باندې په یوه خوله نه دي را ټول شوي او نه یې هم دولت، خپل دولت ګڼلی دی. تل یوه برلاسي قوم، قبیلې او یا پوړ د زور او جګړې له لارې په نورو اقوامو، قبیلو او خلکو حکومت کړی او ډېری وخت نور اقوام له دولت څخه ناراضه او د مجبوریت له مخې یې قبول کړی دی. هر کله یې چې موقع پیدا کړې، د دولت په ضد یې قیام کړی او یا هم د بیګانه او یرغلګرو دولتونو په مرسته یې، د حاکم دولت په وړاندې جګړه کړې او یا یې هم په تخریبي کړنو لاس پورې کړی دی.
اوس نو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ولې افغانان پر خپل سبا باور نه لري او څوک نه پوهیږي چې سبا به څه کیږي؟ همدا شیبه چې زه د دې مقالې پر لیکلو بوخت یم، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوي، خو ولس او حکومت دواړه نه پوهیږي چې که سبا له خوبه را ویښیږي، موجوده دولت به وي او که به ړنګ شوی وي.
دولت-ملت یا ملي دولت د اروپایي فرهنګ د سیاسي تاریخ، تجربې او فکري بلوغ پایله وه چې په خپل اصلي او طبیعي حالت کې رامنځ ته شو او کرار کرار، خپل پوخوالي او بلوغ ته ورسید. د دولت ملت په چوکاټ کې، افغانستان هېڅکله خپل مطلوب ځای ځایګی نه پیدا کوي او لوړو پوړیو ته نه شي رسیدلی. افغانستان او افغانان په سیاسي، فکري، فرهنګي، اجتماعي، جغرافیوي او تاریخي لحاظ، اصلاً د دغه سیاسي چوکاټ منلو او تطبیق ته آماده نه دي او نه هم دغه چوکاټ د دوی لپاره رامنځ ته شوی دی. دولت ملت په اروپا کې د اروپایانو د ستونزو د حل په موخه رامنځ ته شو، نه د افغانستان او مسلمانانو لپاره.
 دولت ملت د ژوند په چارو کې د خالق مداخله منع کوي او ولس باید د سیکولریزم په رڼا کې خپلې چارې سمبال کړي. د افغانستان ډېری دولتونو د شرقي او غربي مفکورو څخه په تأثر سره، اسلامي شریعت او د هغه سیاسي افکار د ژوند له سیاسي، اقتصادي، تقنیني او قضايي ډګرونو څخه لرې کړي وو چې دا سبب شول چې د ولس او چارواکو ترمنځ فکري او سیاسي واټن رامنځ ته شي؛ ځکه افغانان مسلمانان دي او د دوی فکر او نفس غواړي چې اسلامي احکام او افکار په خپل ژوند او دولت کې و ویني. خو دولتونو دغه کار نه کاوه، ځکه چې د دولت ملت د مفکورو پر اساس رامنځ ته شوي وو او دولت ملت د خپلې وجودي فسلفې له مخې، د ژوند په چارو کې د خالق مداخلې ته اجازه نه ورکوي. نو په همدې خاطر وو چې ډېری وخت افغانان له خپلو حاکمو دولتونو او حکامو سره په جګړه کې پاتې شوي او د دوی پر ضد یې غټ او واړه پاڅونونه کړي دي.
د دولت ملت مفکورې مدیران (امریکا، اروپا او...) د دې مفکورې پر اساس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هڅه کوي چې واړه او ضعیف دولتونه رامنځ ته کړي چې دغه دولتونه په یوازې ځان سره، هېڅکله د واقعي زور او ځواک څښتنان نه شي کیدلی. د بیلګې په توګه، احمدشاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ داسې کیښود چې له اوسني افغانستانه څو برابره لوی و او کولی شول چې د سترو دولتونو سره سیالي وکړي او د هر متجاوز مخه په سادګۍ سره ونیسي، خو نننی افغانستان د دولت ملت په چوکاټ کې هېڅکله ریښتینی قدرت نه شي ترلاسه کولی او نه هم د دولت ملت چارچوکاټ ورته دغه اجازه ورکوي. افغانستان تر اوسه د داسې دولت څښتن نه دی شوی چې د افغانستان خپل تولید وي. په معاصر افغانستان کې او بیا له احمدشاه بابا را وروسته واکمنو خپل سیاسي دولت یا له شرقه کاپي کړی او یا هم له غربه، داسې دولت په افغانستان نه دی واکمن شوی چې د دې ولس او سیمې د تاریخ، فرهنګ، فکر، ارزښتونو او واقعیتونو محصول وي. له شک پرته چې هغه اسلامي دولت دی او په نږدې څو پیړیو کې، په دغه خاوره کې نه دی حاکم شوی.
په پردیو متکي
له شاه زمان څخه را په دېخوا، بیا تر نن پورې په افغانستان کې داسې دولت  نه دی رامنځ ته شوی چې هغه دې په خپلو پښو ولاړ وي او د پردیو تر اغیز لاندې دې نه وي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا سیمې ته پښې را اوږدې کړې او افغانستان د امریکا، شوروي اتحاد او برېټانیا د سیالۍ په نړیوال ډګر بدل شو، چې  بالاخره په ۱۳۵۸ل کال کې سرو لښکرو پر افغانستان برید وکړ او رسماً اشغال شو.
د شوروي له یرغل څخه بیا تر نن پورې، افغانستان د نړیوالو او د هغوی د سیمه ییزو اجنټ دولتونو د نیابتي جګړو په لوی مرکز بدل شوی او تقریباً نیمه پیړۍ شوه چې په دې هېواد کې مرګونې او مسلسله جګړه روانه ده. په ۱۳۸۰ل کال کې افغانستان د امریکا له خوا اشغال شو، او دا دی دغه اشغال اوس خپل شلم کال ته ور ننوځي او په خرپ او ترپ سره جګړه روانه ده.
په افغانستان کې چې هرکله او له هر دولت څخه د بهرنیو هېوادونو مرسته او ملاتړ لرې شوی، بیا ډېر ژر هغه دولت ړنګ شوی او د بل یرغلګر هېواد لاسپوڅي قدرت ته رسیدلي او کاواکه دولتونه یې رامنځ ته کړي.
د کاواکه او لړزانده دولتونو موجودیت، یوازې د افغانستان مشکل نه دی، بلکې په اسلامي خاورو باندې د واکمنو ټولو دولتونو همدا حال دی. تاسو د صدام حسین په مشرۍ د عراق دولت ولید، د معمر قذافي په مشرۍ د لیبیا دولت، د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې دولت، حتی د آخُندانو په مشرۍ د ایران دولت او د آل سعود کورنۍ په مشرۍ د سعودي دولت ته وګورئ چې که لوی دولتونه وغواړي، نو په لږ وخت کې یې را پرځولی شي. خو دغه مسئله بیا په اروپایي، امریکا، روسیې، چین، هند، کاناډا او... دولتونو په حق کې صدق نه کوي. زموږ ولسونه په دوامداره توګه له خپلو دولتونو سره په ټکر او جګړه کې دي او هر وخت په موقع پسې ګرځي چې را نسکور یې کړي. خو برعکس، غربي نړۍ کې ولسونه د خپلو دولتونو ریښې ټینګوي او په سر او مال یې ملاتړ کوي.
تازه په تازه، په ۲۰۰۱ کال کې امریکایانو په افغانستان برید وکړ او د بن کنفرانس کې یې داسې سیاسي نظام رامنځ ته کړ چې بنیاد یې په قومي او تنظيمي ویش ولاړ و. امریکا او ناټو؛ دولت د قومي او تنظيمي ټیکه دارانو ترمنځ و وېشه، د هر قوم په اصطلاح مشرانو دولت ته د غنیمتي مال په سترګه کتل او په چور، تخریب او سوی استفاده یې لاس پور کړ. د دې تقسیماتو پایله دا شوه چې نه یوازې یو پیاوړی، پوخ او کارنده دولت جوړ نه شو، بلکې د قومونو ترمنځ یې درځ او تفرقه لا ګړندۍ او ژوره کړه چې اصلاح یې کلونه وخت او خورا موثر دولت او ژور بدلون ته اړتیا لري.
د امریکا او ناټو له ملاتړ او لګښتونو سره سره، افغان حکومت دومره کاواکه او بې ثباته دی چې هره شیبه یې د ړنګیدو شونتیا شته. فساد د حکومتولۍ اصلي او عمده برخه جوړوي، دولتي بنسټونه کابو د فلج په حالت کې دي، سیاسي او قومي رهبران یو له بل سره په کلکه تربګنۍ اخته دي، سیاسي بې ثباتي تر دې کچې رسیدلې چې خپله دولت نه پوهیږي چې سبا به وي او که نه؟ له ولس او سیاسي رهبرانو څخه لار ورکه ده او نه پوهیږي چې سبا به څه پیښیږي. سیاسي ایتلافونه د میاشتې په سر کې جوړیږي او د میاشتې په آخر کې له منځه ځي.
سیاستوال په سیاسي سوداګرو بدل شوي، یوه ورځ په یوه اړخ کې ولاړ وي او بله ورځ د بل په خوا کې ولاړ وي. یوه ورځ یوه ته ښکنځل کوي، بله ورځ د څو پیسو او یا څوکۍ په مقابل کې، د هغه کس ستاینه کوي. سیاستوالو خپل وزن، اغېز او ارزښت د ولس په منځ کې له لاسه ورکړی او تقریبا هېڅوک په رهبرانو او سیاستوالو اعتماد نه کوي. د ولسمشرۍ دوې دورې (۱۳۹۳،۱۳۹۸) ټاکنې رسوایۍ ته ولاړې او په تاریخي شرم واوښتې. د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون په نړۍ کې هېڅ ساری نه لري. عام خلک په دولت او حکامو قطعا اعتماد نه کوي، دولت او دلتي چارواکو ته په بده سترګه ګوري. خلک سخت سرګردانه او لار ورکي دي، نه پوهیږي چې څه وکړي او د وتو لار څه ده.
د وتو لار څه ده؟
په اوسني نظم (د دولت ملت په چوکاټ) کې افغانستان هېڅ نه شي کولی او خپل منزل ته نه شي رسیدلی. ځکه چې دغه چارچوب اجازه نه ورکوي او دا ظرفیت یې ترې سلب کړی چې خپلې ستونزې حل او د سالم پرمختګ په لور کوټلي ګامونه واخلي.
دا یوازې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې ټوله اسلامي نړۍ د دې مصداق ده. د حکومتولۍ د بحران حل، د دولت-ملت په چوکاټ کې ناممکن کار دی. ترڅو چې د دولت ملت، مفکوره او چوکاټ د افغانستان او نورو مسلمانانو له خوا رد نه شي او پر ځای یې د اسلام سیاسي مفکوره حاکمه نه شي، دا بحران بله هېڅ حللار نه لري. د ملي دولتونو پر ځای، د راشده خلافت په چوکاټ کې، د اسلامي امت بياځلي سیاسي او فکري وحدت کولی شي چې د دولت ملت له شره، افغانستان او سیمه خلاصه کړي او د نړۍ د لویو قدرتونو په لیکه او آن سر کې یې ودروي.
موږ په دې هم پوهیږو چې د اوسني حاکم نظم نه وتل څه ساده خبره نه ده. سره له دې چې افغانان او تقریباً د سیمې ټول مسلمان ولسونه د دولت-ملت په چوکاټ کې د رامنځ ته شوو نظامونو او دولتونو له ناخوالو او ستونزو سخت کړیږي او ستر قیمت پریکوي، خو په فکري او رواني لحاظ داسې تثقیف/تلقین شوي چې ګویا حاکم سیاسي نظم د بدلیدو نه دی او دا یوه طبیعي پدیده ده. یا داسې فکر ورکول کیږي چې د دولت-ملت فکر او نظامونو له منځه وړل خو ناممکن کار دی، نو ښه دا ده چې همدغه شته سیاسي چارچوکاټ اصلاح کړو. خو دا ډیره  پوچه، غیر واقعي او د غرب له خوا تلقین شوی روحي او رواني ذهنیت دی چې نه پریږدي افغانان او د سیمې نور مسلمان ولسونه د حاکم نظم په وړاندې قیام وکړي او له شره یې ځان او نوره نړي خلاصه کړي.
اما واقعیت دا ډول نه دی، افغانان مسلمانان دي او  په سیمه کې پراته نور ولسونه هم مسلمانان دي، دوی په فکري او سیاسي لحاظ سخت سره تړلي او هیڅ د افتراق ظرفیت په کې نه شته دی. یوازې د غرب او د هغوی له خوا د تپل شوو نظامونو او غلامو چارواکو تور تبلیغات او رواني/مادي فشارونه دي چې د ولسونو د رښتیني پاڅون مخنیوی کوي او ځپي یې. که افغانان او د سیمې نور مسلمان ولسونه له دغه کاذب فکري او رواني حالت څخه ځان خلاص کړي، نو د دولت-ملت مفکورې او سیاسي چارچوب ماتول او په ځای یې د راشده خلافت سیاسي نظام رامنځ ته کول، ډیره آسانه او ساده مسئله ده.




   ارسال نظر