جمهوریت که امارت؟
10/11/2020 | لیکوال: خالد مشعل

Print


 پیژندنه، توپیر، مشابهت او...
په دې ورځو کې چې څومره په قطر-دوحه کې د امریکایي او طالب استاذو تر منځ د سولې خبرې وروستي کیدو او توافق ته نږدې کیږي، په کور دننه او بهر دا بحث ډير ګرم دی چې د افغانستان لپاره کوم ښه او وړ نظام دی: امارت که جمهوریت؟ ولسمشر غني په تکرار سره وایي چې په جمهوري نظام معامله نه کوي او هغه یې سره کرښه ده.
جمهوریت
د جمهوریت اصطلاح د لاتین ژبې له "res publica" څخه مشتق شوې چې معنایې "عامه څيزونه یا عامه چارې" ده. د جمهوریت او جمهوري نظام ریښې له میلاد مخکې د یونان او پخواني روم په سیاسي فلسفه او تاریخ کې نغښتې دي. یوناني فیلسوف افلاطون په خپل کتاب "جمهوریت" کې په تفصیل سره د دې نظام په اړه خبرې کړي دي. همدا شان بل یوناني فیلسوف ارستو هم په خپل کتاب "سیاست" کې د جمهوریت په اړه کافي بحث کړی. په قدیم روم کې، په لومړي ځل په کال ۵۰۹ مخکې له میلاد څخه،  جمهوري نظام رامنځ ته شو چې له څه مودې وروسته ړنګ شو.
په اروپا کې، جمهوریت په خپلې نوې بڼې سره، له منځنیو پیړیو وروسته، د ماکیاولي له خوا په شپاړسمه پیړی کې د ایټالیا په فلورانس ښار کې رامنځ ته شو او دغه سیاسي فیلسوف د جمهوریت له وتلو مفکرینو څخه دی. د ده ترڅنګ، د مونتسکیو او ژانژاک روسو هم د ده په شان، د جمهوریت له بنسټګرو څخه دي . له شپاړسمې میلادي پیړی نه بیا تر نن پورې، جمهوري نظام په مختلفو اشکالو سره په غربي او نوره نړۍ کې واکمن دی.
د جمهوریت ځینې مهمې ځانګړنې دا دي: د دین او دولت/سیاست جلاوالی، د بشر مطلق حاکمیت او د دین (خالق) انحاصر په کلیسا/جومات کې، حق او باطل د بشري عقل/قانون له مخې ټاکل کیږي...
امارت: لغوي ریښه یې د عربي له "اِمارَة" څخه ده چې معنی یې امیر/مشر کیدل، واکمن، د واکمنۍ ځانګړې سیمه، هغه څوک چې د امر او نهې صلاحیت لري او نورو ته امر و نهې کوي. یو عام لفظ دی، که چرته تخصیص ور سره اضافه نه شي، نو د مشری په هر ځای کې کارول کیږي. لکه د سفر امیر، د جهاد امیر، د کور امیر، د یوې ډلګۍ امیر او حتی امیر المؤمنین (خلیفه) او...
په اصطلاحي لحاظ، د امارت نظام په اړه یو مشخص او دقیق تعریف او تشریح لا تر اوسه نشته. په دې هکله مې مختلف کتابونه او مقالې  د طالبانو د منابعو په شمول ولوستې، خو یو مشخص او متفق علیه تعریف او چارچوکاټ مې پیدا نه کړ.
امارتي نظامونه یوه اندازه تاریخ لري— د اسلامي خلافت په ځانګړې توګه د عباسیانو او عثمانیانو د واکمنۍ پر مهال، امارت به هغو وړوکو/کوچنیو سیمه ییزو حکومتونو ته ویل کیدل چې له خلافت سره به یې بیعت درلود او په داخلي چارو کې به خپله واکمن ول. د بیلګې په توګه د اندلس امارت ته ایشاره کولی شو.
نن هم موږ د امارت له مختلوفو بڼو او اشکالو سره مخامخ یو. په افریقا کې د مراکش (المغرب) امارت، په عربي نړۍ کې د قطر امارتي-سلطنتي نظام، متحده عربي امارات، په افغانستان کې د طالبانو پخوانی امارت، د پاکستان په سوات دره کې اسلامي امارت او داسې نور. خو که اوسنیو ټولو ته ځیر شو، نو هیڅ یو یې، نه په اصولو کې او نه په فروعو کې سره یو او په ټوله معنا سره مشابه نه دي.
 که موږ د سوات درې اسلامي امارت د طالبانو له اسلامي امارت سره په یوه تله کې کیږدو، نو ګورو چې ترمنځ یې لوی توپیر پروت دی. د سوات درې امارت یو محلې او تقریباً تر یوه ښار (درې) پورې محدود وو، خو د طالبانو امارت کابو یو هیواد تر خپل تسلط لاندې راوستی وو. په ادارې او حکومتي نظام کې، هم سره ډير په ټکر کې ول. همداشان، که موږ  متحده عربي امارات او د طالبانو اسلامي امارت سره پرتله کړو، نو هیڅ د مقایسې او پرتلې وړ نه دي. په جزیاتو ځکه بحث نه کوم، چې د مقالې له حوصلې بهر ده.
د طالبانو اسلامي تحریک هم له امارتي نظام څخه کوم دقیق او مشخص تعریف او برداشت نه لري. د دوی تعریف په تیوری او عمل کې؛ ډير عام او د څو مفکورو او نظامو ګډوله ده. په "اسلامي امارت موږ ته څه راکړي؟" کتاب کې چې د طالبانو له رسمي منشوراتو څخه دی؛ اسلامي امارت یې داسې تعریف کړی: "اسلامي امارت یعني د اسلام حکومت یا حاکمیت په داسې ډول چې د واک چلولو معیار اسلام وي او د تقنین، قضاء او معارف په شمول د ژوند ټول عمده اړخونه د اسلامي هدایاتو په رڼا کې رهبري شي، یوه معروفه شرعي فریضه ده." یاد کتاب، ۷مه پاڼه.
دا یو عام  او نامکمل تعریف دی. طالبان د حکومتولۍ په نظام، قضا، تقنین، بهرني سیاست، اقتصادي نظام، اداري جوړښت او... برخو کې هیڅ مدون او دقیق منشورات نه لري. د دوی نظام له اسلامي، ملي، قبیلوي، سیمه ییز، جمهوري، ډیموکراتیک او نړیوالو قوانینو څخه جوړه یوه مجموعه وه او ده. د بیلګې په توګه؛ په کور دننه د یو شمیر فقهي احکامو تطبیق یې له شریعت څخه اخیستی وو. د ملي پولو په رسمیت پیژندل او له سیمه ییزو هیوادو او ملګرو ملتو سازمان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګول، دایې له ډیموکراتیکو نړیوالو قوانینو څخه اخیستي وو. تشکیلات  او جوړښت یې تر ډیره د جمهوریت او قبیلوي اصولو او ارزښتونو تر سیوري لاندې ول، امیر المؤمنین یې له اسلام څخه اخیستی وو. په تقنین کې د شریعت او ډیموکراسۍ یو مخلوط یې رامنځ ته کړی وو. جزیاتو ته ځکه نه ځم، چې مقاله ډیره اوږدیږي. اسلامي امارت او امیر المومنین هم یو تصادف وو، نه  داچې له اسلامي منابعو څخه کوم فکري-فقهي استنباط. (په دې اړه د "ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان" کتاب ۱۲۸ مخ د کتلو دی).
د امارت او جمهوریت د تضاد او ټکر ټکي
د امارت او جمهورت د تضاد عمده ټکي دا دي؛ په امارتي نظام کې د امیر د امارت موده مقیده او محدوده نه وي، خو په جمهوریت کې د دولت رئیس موده محدوده او مقیده وي. په امارت کې یوشمیر کورني شرعي احکام تطبیق کیږي، لکه حدود او داسې نور. خو په جمهوري نظام کې په معمول ډول شرعي احکام د حدودو په شمول نه تطبیق کې. په امارتي نظام کې د دولت د رئیس (امیر) لپاره ټاکنې نه کیږي، بلکې د شورا له لارې امیر ټاکل کیږي، خو په جمهوریت کې، په معمول ډول سره، د دولت رئیس د ټول ټاکنو لارې ټاکل کیږي. جمهوري نظام کابو دوه نیم زره کاله تاریخ لري، په داسې حال کې چې امارت (د طالبانو په بڼه) څه باندې پنخه ویشت کاله تاریخ/قدامت لري. جمهوریت د فساد (په ټوله معنا سره) مرکز وي، خو امارت کې نسبتاً فساد کم وي. په اداري او تشکیلاتي لحاظ، امارتي نظام د جمهوري نظام ابتدایي او ساده کاپي وي، خو جمهوریت له ځانه بشپړ حکومتي/اداري جوړښت لري. جمهوري نظام، یو بشپړ او په خپلو اصولو او مفکورو ولاړ نظام دی، حال دا چې امارت د څو مفکورو، اصولو او نظامونو مخلوط دی.
د جمهوریت اساس مطلقاً په سیکولریزم ولاړ دی، حال داچې امارت (د طالبانو په بڼه) په فکري لحاظ په اسلام ولاړ وي. د قوانینو تصویب په جمهوریت کې د پارلمان په واسطه کیږي، خو په امارت کې د امیر د فرمان له لارې او...
مشابه او مشترک ټکي
موږ په نننیو شرایطو او حالاتو کې د یوشمیر امارتونو په مطالعې سره، دې پایلې ته رسیږو چې د امارت او جمهوریت ترمنځ لاندې مشترک ټکي موجود دي: جمهوري نظام هم ملي پولو پورې محدود وي، امارت هم. جمهوریت هم په ملي مفکوره ولاړ وي، امارت هم. جمهوريت هم د اوسني نړیوال نظم تابع دی امارت هم. جمهوریت هم یو سیکولر نظام دی، خو امارت یو مختلط. جمهوریت هم ټولو نننیو نړیوالو قوانینو او دودونه ته تابع دی، امارت هم. په اقتصادي لحاظ، جمهوریت هم په سودي نظام او آزاد بازار ولاړ دی، امارت هم؛ سره له دې چې امارت په دې برخه کې له ځانه هیڅ کوم نظام نه لري.
کوم یو اسلامي نظام دی؛ امارت که جمهوریت؟
هره اصطلاح خپله معنا او محتوا لري. د بیلګې په توګه: شاهي نظام، جمهوري نظام، کمونستي نظام. خلافتي نظام، امپراتوري او داسې نور. هره یوه یې خپل ځانګړي اصول، بنسټیز افکار، نظام او لیدلوري لري چې پر همدې بنسټ، له نورو نظامونو او سیستمونو څخه بیلیږي.
د اسلام سیاسي نظام، خلافت دی. چون د اسلام د سیاسي ظهور(مدني دور) له ورځې، بیا تر ړنګیدو(۱۹۲۴ز) پورې، یوازې خلافت د اسلامي امت سیاسي نظام وو. له راشده خلافت څځه نیولی، بیا تر امویانو، عباسیانو او عثمانیانو پورې، ټولې سیاسي دورې، د خلافت نظام تطبیق کړی چې هغه اسلامي نظام دی. د حضرت ابوبکر صدیق له خلافت څخه بیا تر سلطان عبدالمجید الثاني پورې، په ټولو دورو کې اسلامي شریعت د ژوند په ټولو برخو کې، په جزیاتو او کلیاتو کې تطبیق شوی او هیڅ بل نظام په هیڅ برخه کې، د خلافت په قلمرو کې نه دی تطبیق شوی. خلافت یو بشپړ نظام او د ژوند برنامه ده، چې په جزیاتو او کلیاتو کې له جمهوریت او امارت سره بنسټیز توپیر او اختلاف لري، چې تفصیل یې په دې لنډه مقاله کې امکان نه لري(که الله توفیق راکړ، دا موضوع به په بله مقاله کې ولیکم).



   ارسال نظر