د اونۍ خبره زلزله؛ د مؤمن روان او د دولت تدبیرونه
06/26/2022 | ابراهیم منیب

Print


د تېرې ۳ شنبې په شپه د رېښتر په کچه ۶.۱ درجه زلزلې د افغانستان سویل‌ختيځې سيمې او دغه راز د پاکستان ځینې سیمې ولړزولې، چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه د دې پېښې ټولو قربانیانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته يې عاجله شفا او کورنیو او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړو.
زلزله، توپان او سېلابونه د الله سبحانه وتعالی د قدرت هغه نښې دي، چې انسان پرې د غفلت له خوبه راویښوي، ترڅو مخکې تر دې چې مرګ ورته راشي، الله تعالی ته رجوع وکړي. داسې رجوع چې له مخې يې شريعت پلی او نور بشر ته يې ورسوي. هغه قومونه ډېر نېکمرغه دي، چې د دا ډول پېښو په رامنځته کېدو سره بیدارېږي، الله سبحانه وتعالی ته رجوع کوي او د اسلام د پلي کېدلو لپاره یې مینه او لېوالتیا نوره هم ډېرېږي.
زلزله د الله سبحانه وتعالی په امر پېښېږي، خو دا د دولت مسؤلیت دی، چې د پېښې تر رامنځته کېدو وړاندې او وروسته تدبیرونه ونیسي، ځکه د خلکو د ژوند ساتل د دولت بنسټيز مسؤليت. دا چې خلکو ته د استوګنې د ځای او سرپناه برابرول د دولت مسؤليت دی، نو دولت مسؤل دی چې د ورته پېښو تر رامنځته کېدو وړاندې باید د استوګنځي ځایونه د تخنیکي مطالعاتو  پر بنسټ داسې پلان کړي، چې د زورورې زلزلې له لیکې لرې وي او په معیاري ډول جوړ شي. افغانستان له هغو سیمو دی، چې وخت ناوخت د د زلزلې له خطر سره مخ کېدلی شي، نو اړتیا ده، چې دولت د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دا چې په لویو ښارونو کې ډېرې ودانۍ غیر معیاري جوړې شوې او یا هم په ډېرو سیمو کې خلکو خپل کورونه د زلزلې پر لیکه جوړ کړي دي، نو دولت ته پکار ده چې په دې برخه کې خپل مسؤليت درک او ترسره کړي.
همدا شان باید د پېښو تر رامنځته کېدو وروسته هم تدابیر ونیول شي. قرباینانو، بند پاتې شوو خلکو او ټپيانو ته باید ژر تر ژره رسیده‌ګي وشي. دولت ته پکار ده چې په دې برخه کې ځانګړي تدابیر او پلانونه ولري، ترڅو د ورته پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د خلکو لاسنیوی وشي. د تاريخ په اوږدو کې د خلکو د چارو د سمبالولو روان او د دوی ستونزو ته رسېدنه د خلفاوو او حاکمانو له اصلي اندیښنو څخه وه. اسلامي دولت مکلف دی، چې د بیت المال هغه ځانګړې بېړنۍ برخې ته مراجعه وکړي، چې د ورته پېښو لکه زلزلې، توپان او سيلابونو لپاره په پام کې نیول شوې ده. په دغه برخه کې د مال د کموالي په صورت کې دولت کولی شي چې له  فيئ، خراج او عامه ملکیتونو څخه بیړني لګښتونه پوره کړي. که چېرې له دغو لارو څخه هم یاد لګښتونه پوره نه شي، نو په دې صورت کې له شتمنو خلکو څخه ځانګړې مالیې راټولیږي او د بیت المال له لارې لګول کېږي. په دغه چاره کې د ځنډ په صورت کې دولت باید د دغو لګښتونو لپاره بېړنی پور ترلاسه کړي. که چېرې له دې لارې هم ونه توانیږي، نو دولت باید امت ته مخ واوړي او د مرستې غوښتنه ترې وکړي. 
باید ووایو چې په اوسنیو سیاسي شرایطو کې، چې ټول اشغالګر قدرتونه او استخباراتي ادارې له نږدې څخه اسلامي امارت څاري او دا ډول فرصتونه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره کاروي، له دوی څخه باید په هېڅ صورت د مرستې او همکارۍ غوښتنه ونه شي. ځکه دغه هېوادونه تل له دا ډول پېښو څخه سیاسي ګټه اخلي. دوی له خلکو سره د مرستې له لارې په یوه سیمه کې د خپلې اجنډا د پلې کولو او د خپل سیاسي نفوذ د تحمیل په لټه کې وي. دوی په یوه هېواد کې دا ډول دردونکو پېښو ته د یو ښه فرصت په سترګه ګوري.  
دولت ته پکار ده چې له دغې پېښې څخه د خلکو د یووالي، ګډ احساس او يو له بل سره د مرستې او غمشريکۍ انځور نړۍ ته وړاندې کړي، چې په دې برخه کې دولتي رسنۍ مهم رول لوبولی شي. له بل لوري پر دولت لازمه ده، چې د خلکو لپاره داسې، ذهني فضا رامنځته کړي چې مسلمانان پکې دا ډول پېښو ته د اسلامي عقیدې له زاويې وګوري. ځکه اسلامي عقیدې امت ته د دې ډول پېښو په برخه کې غوره نسخې وړاندې کړې، لکه: صبر، د خیر او شر نه ټاکل، د خپل تکلیف ترسره کول او پر الله سبحانه وتعالی باندې توکل کول. دغه نسخې په ټولنه کې د سکون، ارامتیا او ایثار فضا خپروي او د پېښې زور او شدت کموي.
له شک پرته چې زلزلې، توپان، سېلابونه او دې ته ورته نورې پیښې د بشر لپاره د الله تعالی له طرفه ابتلأ ده، ترڅو انسانان په ظاهرا غمجنو پېښو، دردونو او د خپلوانو په له لاسه ورکولو سره افشا کړي. په دې ډول پېښو کې سوداګر، سیاستوال، عادي خلک، زیانمن شوي کسان، دوست او دښمن او حاکمان ټول افشا کېږي.کتل کېږي چې د دا ډول پېښو په وخت کې دوی څه ډول غبرګون ښیي او د پېښې پر وړاندې یې روان او لید څه دی؟ د دا ډول ظاهرا دردوونکو حوادثو پر وړاندې د پېښې په وخت کې صبر او شرعي غبرګون ښودل تر ټولو مهم ټکي دي، چې باید په پام کې ونيول شي.

﴿وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ. الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ [بقره: ۱۵۵-۱۵۶]
ژباړه: موږ مخامخا تاسو په وېره، لوږه، د مالونو، ځانونو او مېوو په کمي سره ازمايو او صبر کوونکو ته زېری ورکړه. هغه کسان؛ کله چې مصيبت ورته ورسېږي، نو دوی وايي چې موږ د الله یو او موږ الله ته ورګرځېدونکي يو.




   ارسال نظر