د اونۍ خبره: د روسیې مکر او د مستضعفینو غږ
11/02/2022 | ابراهیم منیب

Print


د عقرب په ۴مه د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د خپلواکو مشترک‌المنافع هېوادونو سازمان په مجازي غونډه کې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د ګواښ په اړه د نظرونو څرګندولو په لړ کې دا ځل د روسیې ولسمشر پوتین د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د وسله‌والو پر راتګ‎ او له افغانستانه پر بې‌ثباتۍ اندېښنه څرګنده کړه او په دغو هېوادونو او د هغوی په پولو کې د امنیتي او اطلاعاتي خلا د ډکولو غوښتنه یې وکړه. نوموړي په افغانستان کې دننه د نیمه وسله‌والو ډلو شتون ياد کړ او هغوی یې په منځنۍ اسيا کې د خپل هېواد ګټو ته ګواښ وبلل.
دا د روسانو لومړۍ او وروستۍ اندیښنه نه ده؛ بلکې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته روسیې د منځنۍ اسیا د ځينو هېوادونو له پولو اندیښنه څرګنده کړې او ښايي دغه اندیښنې دوام ولري او تر مخکې لا تندې څرګندونې وشي؛ خو ولې!؟
منځنۍ اسیا هغه سیمه ده چې د روسیې تر سیاسي او نظامي نفوذ لاندې ده او د افغانستان له شمال سره ګډه پوله لري، چې د روسیې پولو ته یو ورغځېدونکی دهلېز ګڼل کېږي. د اکراین جګړې تر پيلېدو او په لودیځو پولو کې د روسیې تر نظامي بوختیا وروسته، دغه هېواد د خپلو جنوبي پولو په اړه تر مخکې ډېر محتاط شوی دی. په حقیقت کې د روسیې اندیښنې د منځنۍ اسیا په اسلامي هېوادونو کې د خپل نفوذ او ولکې ساتلو کې د بې‌مخینې کمزورۍ له امله دي. د خلکو د نارضایتۍ څپه، اسلامي ویښتابه او په ځانګړې توګه د روسیې په ګاونډ یعنې د منځنۍ اسیا په اسلامي هېوادونو کې د نفوذ لپاره د امریکا دوامداره هڅو روسیه مجبوره کړې چې د تروریزم له ګواښه د ګټونکې وسیلې په توګه کار واخلي. په افغانستان کې واک ته د ا.ا.ا تر رسېدو وروسته د روسانو د انديښنې څپې لوړې شوې او د دې لامل شوې چې په نظامي،  اطلاعاتي او استخباراتي تحرکاتو او تمرینونو لاس پورې کړي او خپله کمزوري په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون په اعلان سره پټه کړي.
د دې قضیې په اړه د روسیې او د دې سیمې د چارواکو څرګندنې او د قضیې اصلي واقعیت توپير لري. د اکراین جګړې راهیسې هغه خلاوې چې د روسیې د امنیتي او  استخباراتي دستګاه د بوختیا له امله په مرکزي اسیا کې منځ ته راغلې، اوس روسیه په دې سیمه کې د خپل نفوذ له لاسه ورکولو او د خپل رقیب امریکا نفوذ له پيدا کولو وېره لري. له بلې خوا د استعمارګرې امریکا له منګولو د افغانستان ازادي او په افغانستان کې د یوه اسلامي جهادي جریان په توګه د ا.ا.ا قدرت تر لاسه کولو د منځنۍ اسیا هېوادونو او د هغوی روسي بادارانو ته د مسلمانانو له ویښتابه او د اسلامي جهادي جریانو له تحرک څخه -چې تر دریو لسیزو زیات یې د منځنۍ اسیا مستبد هېوادونه ځپي او سانسوروي- جدي اندیښنې پيدا کړې دي. نو روسیه ځان مجبور ګڼي چې په دې سیمه کې د خپلو سیاسي او امنیتي ځواکونو انسجام له منځنۍ کچې څخه په لوړه کچه وساتي او د تروریزم په پلمه دا دوې اندیښنې د نړۍ، سیمې او ا.ا.ا تر غوږونو ورورسوي. په دې توګه روسیه په منځنۍ اسیا کې خپله امنیتي او سیاسي اجنډا په لومړیتوب کې لري او غواړي د دغه ډول خبرو په څرګندولو او د تروریزم له کارت څخه په ګټې اخیستنې د سیمې هېوادونه د ا.ا.ا په ګډون په دې اجنډا کې شامل کړي..
باید هېره نه شي چې نه یوازې استعمارگره روسیه بلکې امریکا او چین هم کله کله دا ډول خبرې کوي او هغوی هم د تروریزم له کارت څخه په ګټې اخیستنې غواړي چې ا.ا.ا په تروریزم ضد اجنډا او په سیمه‌ییزو امنیتي او استخباراتي پروسو کې شامل کړي. له دغه ځایه روښانه کېږی چې اوسني ټول ستر قدرتونه لکه امریکا، چین او روسیه پر خپلو رقابتونو او جیوپولیټيکي اختلافاتو سربېره له سیاسي او  جهادي اسلام سره د مبارزې په برخه کې واحد نظر لري او په اسلامي خاورو په ځانګړې توګه مرکزي اسیا کې خپلې ګټې د دغو جریانو  تر ګواښ لاندې ویني. دا چې  دوی د مسلمانانو او اسلامي جهادي جریانونو د نظامي ځپلو  لپاره د مستقیمې مداخلې فرصت نه لري او په خپل منځ کې پر جیوپولیټيکي لوبو او رقابتونو کې بوخت دي،  په شعوري ډول غواړي چې د جهادي جریانونو د ځپلو په دې اجنډا کې د سیمې هېوادونه د تشویق، فشار، ګواښ او حتی اطلاعاتي همکاریو په وسیله ښکېل کړي او په دې لاره کې هغوی ته ډېر رول ورکړي.
نو ا.ا.ا باید د دې قضیې د واقعیت په رڼا کې شته وضعیت،  د روسیې  او منځنۍ اسیا اجنډا ته متوجه وي او په دې موضوع کې حساس او محتاط وي. هغوی مکلف دي چې په افغانستان کې دننه د شته قدرت پر ظرفیت غور وکړي او دغه ظرفیت د منځنۍ اسیا د خاورو له انرژۍ سره وصل کړي. هغه انرژي چې په هغه سیمه کې د مسلمانانو او اسلامي جریانونو له لوري ځلېږي اویوازې هغې روښنایۍ ته انتظار باسي چې له دغه لوري هغوی ته وښودل شي. د منځنۍ اسیا مسلمان او ځورېدلي خلک کلونه کلونه د پخواني شوروي د اوسپنیزو موزو تر ګوزارونو  لاندې ځپل شوي او وژل شوي او اوس د پخواني شوروي د پاتې شونو تر ظلم او شکنجه لاندې نفس باسي. د افغانستان په پولو کې د جهاد او جهادي ډولو محدودول د هغو سلګونو زرو مسلمانانو په حق کې د جفا په مانا دی، چې د منځنۍ اسیا په اسلامي هېوادونو کې د روسیې، چین او  امریکا تر خونړیو رقابتونو لاندې ځپل کېږي او شپه ورځ د اسلام له فضا څخه لېرې او حتی اسلام ته په سپکاوي کې تېروي.  
 پر ا.ا.ا او ځانګړې توګه په افغانستان کې د منځنۍ اسیا اسلامي هېوادونو پر جهادي ډلو واجب ده، ترڅو دا ځل اجازه ورنه کړي چې  په اکراین کې د روسیې بوختیا، په منځنۍ اسیا کې د امریکا سیاسي او استخباراتي نفوذ ته فرصت برابر کړي او پر ځای یې له دغه فرصته د اسلامي قدرت د پياوړتیا لپاره د دې سیمې د مزدورو نظامونو د ستنو لړزولو لپاره کار واخلي. د منځنۍ اسیا خلک باید افغانستان ته د خورا نږدې مظلومو مسلمانانو په توګه لومړني خلک وي چې خاوره یې په روسیه پورې له تړلو  نظامونو څخه ازاده او فتحه شي. دلته نو الله سبحانه وتعالی د مستضعفینو د نصرت او مرستې لپاره پر مجاهدینو غږ کوي. د کلام الله مجید له مخاطبینو څخه یو د ا.ا.ا مجاهدین او مخلصین دي. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا * الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا﴾[نساء: ۷۵– ۷۶]
ژباړه: (اې مومنانو) پر تاسو څه شوي چې د الله په لاره کې او د مستضعفینو او ځورېدلو سړیو، ښځو او ماشومانو (د مرستې لپاره) قتال نه کوئ؟ هغوی وايي: الهي! موږ له دغه ځایه او ښاره چې خلک یې ظالم دي، وباسه او له خپل لوري زموږ لپاره ولي او مرستندوی وګوماره. هغو کسانو چې ایمان راوړی د الله په لاره کې قتال کوي او کافران د طاغوت (او خپلو ظالمو حکامو) په لاره کې جنګېږي؛ نو د شیطان له ملګرو  سره وجنګېږئ، په حقیقت کې د شیطان فریب (او نقشه) کمزورې ده.




   ارسال نظر