د اونۍ وینا: بشردوستانه مرستې او استخباراتي دامونه
09/20/2021 | مصدق سهاک

Print


د امریکا د استخباراتو رییس تېره اونۍ پاکستان او هند ته سفر درلود. په دغه سفر کې نوموړي د هند او پاکستان د استخباراتو له رییسانو او د سیمې له ځينو لوړپوړو استخباراتي چارواکو سره لیدنه وکړه. د دغه سفر اصلي محور د افغانستان د تحولاتو په ځانګړې توګه واک ته د طالبانو رسېدل وو. له قراینو څخه معلومېږي چې د امریکا او سیمې استخباراتي سازمانونه له دا ډول پېښو څخه اندیښمن دي. دغه اندیښنه په دوو ټکو کې جمع‌بندي کولای شو:
لومړی: په افغانستان کې په ناڅاپي توګه واک ته د طالبانو رسېدل او د اسلامي امارت اعلانول د سیمې استخباراتي سازمانونو ته یو ټکان ګڼل کېده؛ ځکه چټک او د دوی د وړاندوینو خلاف بدلونونه رامنځته شول. واک ته د طالبانو رسېدلو په اسلامي نړۍ کې نورو جهادي ډلو ته یو مهم پيغام مخابره کړ. پيغام دا و چې په جهاد او د عقیدې پر محور پرلپسې هڅو سره کولای شو چې خورا پياوړي پوځونه پر ګونډو او اشغالګران تېښتې ته اړ کړو.
د طالبانو بریا او د امریکا ذلیلانه وتل د ډېرو جهادي حرکتونو له هرکلي سره مخ شول او هغوی ته یې د خپلې مبارزې په ډګر کې انګېزه ورکړې ده. له کشمير تر افریقا او له منځني ختیځ څخه تر جنوبي اسیا پورې ډېرو جهادي ډلو دغه بریا ونمانځله او د تبریکۍ پيغامونه یې خپاره کړي دي.
په حقیقت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو رسېدل په پاکستان، کشمیر، افریقا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې نورو ډلو ته د الهام یوه سرچینه ګرځېدلې ده. دې مسئلې هغه غربي هېوادونه سخت اندیښمن کړي چې اسلامي خاورې یې تر خپل مستقیم او نامستقیم اشغال لاندې راوستلي دي او د خپلو ګټو د ټينګښت لپاره بدلونونه رامنځته کوي. دغو هېوادونو د اسلامي ویښتابه د ځپلو او اسلامي ډلو د منزوي کولو لپاره هېڅ هڅه نه ده سپمولې. د اسلامي ډلو تحرک او الهام اخیستنه د غرب او د هغه د مزدورانو سیاسي او استخباراتي نفوذ له خطر سره مخ کولای شي. له دې امله د سیمې په کچه استخباراتي سازمانونه راټول شول، ترڅو داسې یوه حللاره ومومي چې څنګه د الهام دغه سرچینه له منځه یوسي او د نورو جهادي ډلو د تحرک مخه هم ونیسي. البته دا داسې هڅه ده چې ډېره نتیجه به ورنه کړي.
دویم: له افغانستانه د امریکا په ذلیلانه وتلو د دغه هېواد سیاسي او استخباراتي نفوذ په ۲۰ کلونو کې خوار ټيټې کچې ته رسېدلی دی. د دغه هېواد ډېری جاسوسي او اطلاعاتي شبکې یا له منځه تللې دي یا هم پټې شوې دي. یو شمېر نورې له افغانستانه وتلې دي. له دې امله استخباراتي معلوماتو ته کم لاسرسی د امریکايي دولتي چارواکو د اندیښنې لامل شوی دی. حتی د امریکا په کانګرېس کې داسې ناندرۍ رامنځته شوې دي چې دغه تشه د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ ګڼل کېدای شي.
له دې امله امریکا هڅه کوي، ترڅو  له یوې خوا هغه استخباراتي شبکې چې له فعالیته لوېدلې دي، بېرته فعالې کړي او تر څنګ یې وکولای شي د سیمې هېوادونو په همکارۍ داسې یو بستر رامنځته کړي، ترڅو د نورو هېوادونو له استخباراتي معلوماتو څخه چې تر اوسه یې په افغانستان کې شبکې فعالې دي، ګټه واخلي. مانا دا چې داسې یوه شبکه رامنځته کړي چې ټول هېوادونه خپل معلومات پکې شریک کړي.
غرب د هغې تجربې پر اساس چې په مختلفو هېوادونو کې یې لري، ښه بلد دی چې له کومې لارې یوې ټولنې ته داخل شي او مهم او حساس معلومات ترلاسه کړي. د هغوی استخباراتي شبکې ځينې وخت د څېړنیزو مرکزونو په نامه، کله هم د واکسیناسیونو د کمپيانونو تر پوښښ لاندې معلومات راټولوي. غرب ځينې وخت خپل جاسوسان د خبریال، سوداګر او ډيپلومات په جامه کې لېږي او کله هم د انجوګانو او خیریه موسسو په اډانه کې ځينې استخباراتي اطلاعات لاس ته راوړي. لکه څنګه چې د پخواني حکومت د ملي امنیت څو رییسانو له ملګرو ملتونو سره د کار مخینه درلوده.
یو انتخاب چې اوسمهال د پام وړ دی او د دې تشې په ډکولو کې مرسته کولای شي، له هغو موسسو ګټه اخیستل دي چې بشردوستانه مرستې وړاندې کوي. که څه هم دغې موسسې خپله موخه له خلکو سره مرسته ګڼي، ترڅو افغانستان له خطرناکې غمیزې وباسي؛ خو د دغه ظاهراً ښایسته زړه‌سوي تر شا یوه ډېره ستره سیاسي او استخباراتي توطیه نغښتې ده.
هغه مرستې چې د غرب، چین، روسیې او سیمې د هېوادونو له لوري له افغانستان سره کېږي، د خیر غوښتنې له مخې نه دي، بلکې د سیاسي او استخباراتي موخو پر اساس کېږي. له دې امله د افغانستان سیاسي او نطامي رهبران او مسلمان او مجاهد خلک باید دغو دسیسو ته ځير وي. ترڅو  له یوه مستقیم اشغال څخه نامستقیم هغه ته ونه لوېږو. د دغو توطیو د خنثی کولو او د غرب د نفوذ د ختمولو لپاره غوره لار له هغو کسانو سره سیاسي، اقتصادي او استخباراتي اړیکې پرې کول دي چې زموږ د مسلمانو وروڼو په وینو تویولو کې شریک دي او په زړه کې ډېره ژوره او ستره کینه لري؛ که څه هم د بشردوستۍ او انسان‌دوستۍ خبرې کوي.

مصدق سهاک
د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی




   ارسال نظر