په تیارو کې مبارزه؛ ولې د دښمن پېژندنه د مبارزې لومړی ګام دی؟
12/20/2021 | مصدق سهاک

Print


ویل کیږي چې که ناروغي وپېژنۍ نو تر نیمه به مو د ناروغۍ درملنه کړې وي. ډېر ناروغان د ناروغۍ د ناسمې پېژندنې له امله د مړینې په بستر کې پراته وي.
همداسې له دښمن سره د مبارزې او د هغه د ماتولو لپاره هم د دښمن پېژندل نیمه مبارزه ده. نو د مبارزې په ډګر کې دا اړینه ده چې پوه شې چې دښمن څوک دی؟ ضعف او قوت یې څه دی؟ څه بسنټیز ارزښتونه لري؟
له دې امله اسلام له لومړیو د دښمن پېژندنې ته پاملرنه کړې ده؛ مسلمانان یې هڅولي چې باطل او د اسلام دښمنان وپېژني. له همدې امله په قرآن کریم کې د کید، مکر، ضلال، کفر، صد، خدع، عدو، بطانه، ولي، نفاق او بصیرت په هکله ډېر آیتونه راغلي. قرآن کریم د کفارو، مشرکینو او منافقینو اصلي حالت دوکه او فرېب ذکر کړی دی.

إِنَّهُم يَكيدونَ كَيدًا [طارق: 15]
ژباړه: هغوی تل حیله کوي.
له دې امله چې د مسلمانانو د دښمنانو اصلي حالت حیله او درغلي ده اړینه ده چې مسلمانان د دښمن په پېژندنه کې ځانګړې هوښیاري ولري. له بده مرغه د اسلامي خلافت له سقوط او د اسلامي حاکمیت له راپرځېدو وروسته مسلمانان دوست او دښمن نه پېژني. له بده مرغه مسلمانان داسې مشران نه لري چې رښتني دوست او دښمن وروپېژني. نو تل داسې کسان دوست معرفي شوي چې د مېږې په جامو کې لېوان دي. هغه کسان دښمن معرفي شوي چې د امت خیر غواړي. د اسلام دښمنانو داسې تبلیغات کړي دي چې معاصر طاغوت او مدرن باطل یې، چې امریکا او غرب دي، مسلمانانو ته تر مور ډېر خواخوږي معرفي کړی.
نو مسلمانان له دښمن څخه ناسم تعریفونه لري. له همدې امله لارورکي دي. ځکه چې د دښمن ناسمه پېژندنه په تیارو کې مبارزه کولو ته ورته دي.
له اسلامي ډلو هم ښې تجربې نشته دي. هغوی د دښمن د ناسمې پېژندنې له امله له کلونو مبارزې وروسته د یوې قضیې د ظاهري حالت په بدلېدلو سره د دښمن په لومه کې راګیر شوي دي؛ دښمن یې دوست ګڼلی او د دښمن د فکر او اجندا په لړ کې یې حرکت کړی؛ په ناپوهۍ کې یې د دښمن لپاره کار کړی. کله داسې شوي چې دښمن له دروازې بهر وتلی خو په بله جامه کې او د ظاهري حالت په بدلولو سره له کړکۍ څخه بېرته دننه شوی دی. نو له دې امله د دښمن پېژندنه اړینه ده.
یو نظام یوازې پر عسکر، سازمانانو او چارواکو ولاړ نه دی. دا خو پوښ، ظاهري حالت او څېرې دي. امکان لري ظاهري حالت بدل شي ؛ خو ستونزه پر ځای وي. اشغال او استعمار باید یوازې پر نظامي ځواکونو، اډو، د عکسرو شمېر او پر بېلابېلو وسلو خلاصه نشي. که څه هم دا د اشغال اړینې ستنې دي. خو دا ظاهري حالت دی. که استعمار ته په سمه توګه او د بصیرت په سترګو وکتل شي دا ټول مغز ته د پوست په څېر دي.
استعمار ته باید د ارزښتونو، د فکر او نړۍ لید له اړخه وګورو. امکان لري چې نظامي ځواکونه له یوې سیمې ووځي، خو فکر، نړۍ لید او ارزښتونه یې په هغې سیمه کې پاتې او حاکم وي.
نو کله چې له استعمار سره مبارزه کیږي؛ یوازې باید فزیکي او مادي اړخونو ته پام ونشي او د استعمار پر ضد باید یوازې له نظامي اړخه مبارزه ونشي؛ بلکې د فکر،  نظامونو، ارزښتونو، نړۍ لید او ایډیولوژۍ پر ضد یې مبارزه وشي. ځکه نظامي لښکر د استعمارګر هېواد د فکر او ارزښتونو پر بنسټ برید کوي.
دا هم باید وویل شي چې د نورو د ارزښتونو پر بنسټ باید سیاست او حکومتولي ونه شي. د ښځو حقونه، بشري حقونه، ډیموکراسي، ټاکنې، د بازار اقتصاد د غرب منل شوي ارزښتونه دي چې په اسلامي نړۍ کې یې له انحطاط او ناروین پرته بل څه نه دي رامنځته کړي؛ نه به یې رامنځته کړي. که دا ارزښتونو له ریښې ورک نه شي، یوازې د امریکا او د ناټو ځواکونو په ایستلو سره ستونزه نه حل کیږي. اوسمهال سیاست او حکومتولي د هماغه «لاسپوڅي جمهوریت» د پالیسي ګانو او جوړښت پر بنسټ پر مخ ځي. ممکن دا د ضعف ټکی بې باوري رامنځته کړي.
باید هېر نکړو چې لوی قدرتونه لومړی د فکر، نړۍ لید او ارزښتونو په ډګر کې ماتیږي. که دا هېر شي استعمار به په بله څېره د سیاستوالو او خلکو منځ ته راشي. په دې توګه به سیاستوال او ټولنه به په ناپوهۍ کې د استعمار تبلیغ کوي. نو مبارزه باید یوازې په نظامي ډګر کې نه بلکې په هراړخیزه توګه تر سره شي. ځکه دا فکر دی چې د مبارزې لړۍ ټاکي او د دښمن رښتنۍ ماته هغه ده چې په نظامي او فکري ډګر کې مات شي.
د بېلګې په توګه، پاکستان او هند لسګونه کاله د انګلیسانو تر استعمار لاندې ژوند وکړ. خو له هند څخه د انګلیسي نظامیانو له وتلو وروسته، انګلیس تر اوسه پر دې دواړو هېوادونو سیاسي او فکري اغېز لري. د دواړو هېوادونو د زده کړې نظامونه د انګلیسي غربي مفکورو پر بنسټ ولاړ دي. کله چې یو هندی یا پاکستانی له ښوونځي یا پوهنتون څخه فارغ شي نړۍ د انګلیسي ثقافت په عینکو کې ویني. همداسې کله چې په پاکستان یا هندوستان کې یو قاضي قضاوت کوي د انګلیس پر قضايي تګلاره پرېکړه کوي. که څه هم اوس انګلیس په هند او پاکستان کې نظامي شتون نه لري، خو انګلیسي ارزښتونه اوس هم د هند او پاکستان په لومړنیو زده کړو، لوړو زده کړو، قضايي نظام، حکومتولۍ تګلاره، نظامي او ملکي پالیسي ګانو کې حاکم دي. که څوک ادعا وکړي چې هند او پاکستان تر اوسه د انګلیس تر استعمار لاندې دي، ناسمه خبره به یې نه وي کړې.
نو اړینه ده چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د یوه فرصت په توګه ولیدل شي، یوازې د امریکا او ناټو وتل د کار پای نه دی، بلکې د ټانک او توپ په زور د هغوی په شلو وروستیو کلونو کې راوړل شوې مفکورې او ارزښتونه باید وایستل شي.
د بېلابېلو هېوادونو له خوا له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو، پانګه اچونې، بشرپاله مرستو تر شا ناوړه موخې دي چې د ښکار د لومو په څېر اېښودل شوي دي تر څو د یوې اسلامي ډلې اراده کمزورې کړي او د هغوی موخې او شعارونه په ملي پولو کې بند کړي.

څرنګه چې فارسي ژبي شاعر ویلي:
تواضع‌های دشمن مکر صیادی بود بیدل
که خم خم رفتن صیاد بهر قتل مرغان است

نو اړینه ده چې د دښمن د پېژندلو لپاره سم ګام واخلو او دښمن په هر اړخیزه توګه وپېژنو او په دې اړه د نورو اسلامي ډلو له تجربو او حکمتونو څخه کار واخیستل شي. ځکه د طالبانو اسلامي تحریک په نظامي ډګر کې د یوې ډلې په څېر کلونه کلونه جګړه کړې ده او بریالی ده خو د حکومتولۍ، اسلامي سیاستونو او مفکورو په ډګر کې کمزورۍ لري. نو اړینه ده چې په دې برخه کې د نورو اسلامي ډلو له تجربو څخه کار واخلي. له دې پرته به په ۷۰مه لسیزه کې د مجاهدینو له برخلیک سره مخ شي چې د کمونیستي نظام پر ویجاړیو یې خپل نظام تاسیس کړ. کمونیستي فکرونه او د هغوی نظامونه یې لرې نه کړل او له سره یې اسلامي نظام تاسیس نکړ. له همدې امله د مجاهدینو دولت د قدرت پر سر د جنجالونو په لومه کې وغورځېد. او لوی فرصت یې له لاسه ورکړ.
پام کوئ! له امریکا او ناټو سره له کلونو مبارزې وروسته باید داسې ترخه تجربه تکرار نشي.

يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا لا تَتَّخِذوا بِطانَةً مِن دونِكُم لا يَألونَكُم خَبالًا وَدّوا ما عَنِتُّم قَد بَدَتِ البَغضاءُ مِن أَفواهِهِم وَما تُخفي صُدورُهُم أَكبَرُ ۚ قَد بَيَّنّا لَكُمُ الآياتِ ۖ إِن كُنتُم تَعقِلونَ [آل‌ عمران:118]
ژباړه: اې مومنانو! د خپلې ټولنې له وګړیو پرته څخه پرته له نورو سره خپل رازونه مه وایاست. هغوی ستاسې په هکله له هېڅ ډول فساد څخه لاس نه اخلي، هغوی خوښوي چې تاسو تل په درد او رنج کې یاست. دښمني یې له خولو څخه ښکاره کیږږي او هغه څه یې چې په زړونو کې پټ دي له هغې مهم دي. موږ تاسو ته آیتونه (او له هغوی څخه د مخنیوي لارې) ویلي که تعقل وکړئ.

 مصدق سهاک

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی




   تاریخ: 01/06/2022 

fb
الفت

جزاکم الله خیرا

   ارسال نظر