غزه پر پوځونو غږ کوي!
05/30/2025 |

Print


الحمد لله رب العالمین، ناصر المستضعفین، وقاصم الجبارین، والصلاة والسلام علی سید المجاهدین محمدٍ صلی الله علیه وسلم، و علی آله وصحبه أجمعین، و من تبعهم بإحسان إلی یوم الدین.
ای د افغانستان مسلمان او مجاهد ولسه!
موږ په داسې یو دور کې ژوند کوو چې تاریخ په وینو لیکل کېږي، او د حقیقت صحنه د لمر په څېر روښانه شوې ده. هغه ظلمونه او وحشتونه چې نن سبا په غزه کې کېږي، نور یوازې یو بحران نه دی؛ بلکې دا د بشر د وجدان د مرګ رسمي اعلان دی. نور نو د نړیوالو چوپتیا ته هیله لرل، او د «بشر حقونو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو» د دروغجنو شعارونو پر بنسټ امید تړل، بې‌ځایه دي. دا یو تریخ، خو نه ردېدونکې حقیقت دی.
د ۲۰۲۳م د اکتوبر له ۷مې راهیسې، د یهودو غاصب رژیم، د امریکا او ټولو استکباري دولتونو په بشپړ ملاتړ، د غزې د بې‌وسه خلکو او د فلسطین د نورو برخو پر وړاندې یوه بې‌سارې، نسل‌وژونکې جګړه پیل کړې ده. د دې لیدل څومره دردناک دي چې امریکا څرنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کې د دغه وحشي رژیم د محکومېدو مخه نیسي، او د هغوی جنایتونه د «ځان د دفاع» تر نامه لاندې توجیه کوي، تر څو زموږ دښمن په بې‌پروایۍ له هرې کرښې تېر شي او له ټولو حدودو واوړي!
موږ او د غزې خلکو، د هغو دروغجنو مفکورو له امله چې د «بشر حقونه، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه» یې تبلیغوي، لا هم د انسانیت سترګې څارلې. موږ ګومان کاوه چې دومره وینه به د نړۍ وجدان راویښ کړي، خو هر ځل چې یهودو کوم جنایت وکړ، نړۍ یې تشه ننداره کوله، او د هغوی تر ټولو سخت غبرګون به څو نمایشي مظاهرې او بې‌اثره چیغې وې. آیا دا انسانیت دی؟ د مظلوم ملاتړ او دفاع داسې وي؟
په داسې حال کې چې د یهودو رژیم د «وژنې صنعت» ته دوام ورکوي، امریکا او د هغې متحدین نه‌ یوازې دا جنایات نه دروي، بلکې د پیسو، وسلو، خوړو او عسکرو په واسطه د دغه وژونکي تغذیه کوي او لا یې پیاوړی کوي! دا دی د ننني نړیوال نظم او سیستم اصلي حقیقت!
دغه رژیم په لبنان او سوریه کې پرته له هر ډول څارنې یا مخنیوي، وژنې او ورانۍ ته دوام ورکوي، او دا لړۍ یې په یمن کې هم روانه ساتلې ده. په سوریه کې خپلې پولې پراخوي، ایران ګواښي، او پر ترکیې خپلې پالیسۍ تحمیلوي. هغوی په ښکاره اعلان کړی چې غواړي د منځني ختیځ بڼه بدله کړي، او د اسلامي خلافت دولت هېڅکله نه مني؛ دا ټول اسلامي امت ته یو روښانه، علني او صریح ګواښ دی!
خو تر ټولو ترخه او دردناکه خبره د اسلامي خاورو د واکمنانو خیانت دی؛ دوی باید د فلسطین د دفاع لومړی سنګر وای، خو نن د دښمن په لیکو کې ولاړ دي! د ایران له واکمنانو ـ چې له خپلو ټولو لویو ادعاوو سره سره یې عملاً میدان پرېښی او آن له خپل تابع ګوند (حزب‌الله) څخه یې په لبنان کې جدي ملاتړ نه دی کړی ـ نیولې بیا د ترکیې تر دولت پورې، چې د سوداګریزو اړیکو تر نامه لاندې یې خپلې تولیدي فابریکې د صهیونیستي دښمن د اقتصاد په خدمت کې ایښي دي. د سعودي حکام، نه یوازې دا چې د صهیونیستي رژیم د تر ټولو لوی ملاتړي، ټرمپ، تود هرکلی وکړ او خپلې خزانې یې پر مخ پرانیستلې؛ یهودي رژیم ته د کرنیزو محصولاتو په صادرولو سره عملاً د غزې په وحشتونو او وینه‌بهېدنه کې شریک شوي دي. له بلې خوا، د مصر او اردن پشان رژیمونه، د غزې د معصومو ماشومانو په وینو تجارت کوي او د ډالرو په مقابل کې خپلې پولې بندوي. او نور حکام بیا نه یوازې دا چې د فلسطین مرستې ته نه وردانګي، بلکې په چوپتیا، بې‌عملۍ او ان په همکارۍ او له یهودو سره په یو‌لاسوالی د غزې د مظلوم ولس پر ټپونو مالګه شیندي. د خوړو او درملو پر ځای کفن استوي، او د نصرت پر ځای، تسلیمۍ او ذلت ته ترجیح ورکوي!
ایا دوی د جهاد او آزادۍ وعدې نه وې کړې؟ یوه خو ویلي وو چې له دمشق به تېرېږي او په مسجدالاقصی کې به لمونځ کوي! خو اوس چې د جهاد وخت را رسېدلی، ژبې یې ګونګې دي او له میدانه شا ته شوي دي. داسې ښکاري چې ټول له یو بل سره د خفت او خیانت په سیالۍ کې دي؛ خپلې خزانې یې ټرمپ او امریکا ته وړاندې کړې چې ګوندې د یهودو پر وړاندې خپله نرمي وښيي.
خو دا خیانت، چې د اسلامي خاورو خاین حکام یې کوي، باید پټ نه شي. دوی دا ستره قضیه، چې د مسجد الاقصی، د امت د لومړۍ قبلې، د انبیاوو د سپېڅلې خاورې او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسرا او معراج د ځای قضیه ده؛ له یوې نړیوالې اسلامي قضیې، لومړی د عربو خپلمنځي مسلې ته راټیټه کړه، بیا یې یوازې په فلسطین پورې محدوده کړه، او اوس یې یوازې د غزې قضیه بولي. دا یو ستر خیانت دی، او هره ورځ یې دردناکې پایلې د همدې واکمنانو پر غاړه دي.
ای مسلمانانو!
موږ ګومان کاوه چې د اسلامي خاورو پوځونه به د دغو ټولو وحشتونو پر وړاندې راویښ شي، خو ولیدل شول چې هغوی خو یا پوځي تمرینونه کوي، یا د سهار لخوا ورزشونو باندې بوخت دي! که کله هم خپله توره له تېغه وباسي، د دښمن پر وړاندې نه وي، بلکې د امت د تحرک د ځپلو او د غزې او فلسطین په اړه د مسلمان ولس د غږ چوپ کولو لپاره وي. پوځونه، چې باید د امت د عزت او خاورې ساتونکي وای، اوس د هغو پولو ساتنه کوي چې استعمار ورته رسم کړې دي!
ان علما؛ چې باید د جهاد چیغه پورته کړي؛ ډېری یې چوپ پاتې دي، یا تر دې بده دا چې تشې، سستې او بې ګټې فتواوې ورکوي. د جهاد پر ځای امت «دعای قنوت» ته رابولي، او ځینو خو دا دعا تر اټومي بم هم قوي بللې ده! دا ډول علما او دا ډول فتواوې، د غزې خلکو ته له نهیلۍ پرته هیڅ نه ورکوي.
ای مجاهدینو او ایماني وروڼو!
یوه خبره د لمر په شان روښانه ده: هېڅ اشغال شوې خاوره له نظامي ځواک پرته نه ده آزاد شوې، او نه به آزاده شي. فلسطین د اسلامي خاورو یوه برخه ده، او آزادي به یې له داخله نه، بلکې د بهرنیو مسلمانو پوځونو په لاس کېږي. دا کار نه د قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب د سپکو مذاکراتو له لارې کېږي او نه ملګرو ملتونو ته د زاریو له لارې؛ بلکې هماغسې چې صلاح‌الدین ایوبي له بیرون څخه د خپلو ځواکونو په مرسته صلیبیان وشړل، نن هم که له مصر، اردن، سوریې، ترکیې یا نورو اسلامي خاورو پوځونه را پورته شي، د قدرت توازن به واړوي.
تاریخ شاهد دی: هغه مهال چې فلسطین د صلیبیانو تر اشغال لاندې و، هېچا له دننه نه شوای آزادولی، تر څو چې یو پوځ له بهر نه راغئ، صلیبیان یې خوار او ذلیل کړل او له دغې مقدسې خاورې یې وشړل. نن ورځ هم تاریخ تکرارېږي؛ خو دا ځل به څوک د قیام بیرغ پورته کوي؟
ای د امت علماوو!
پر تاسو فرض ده چې مجاهدین او پوځونه مخاطب کړئ، هغوی د خاینو حکامو د زنځیرونو ماتولو ته راوبولئ! چیغه پورته کړئ چې: ای د امت پوځونو! ای مجاهدینو! که په اسلام ایمان لرئ، نو پاڅېږئ! که غیرت لرئ، نو قیام وکړئ! که مو توره په لاس کې وي، نو د قدس پر لور حرکت وکړئ! اوس هغه وخت را رسېدلی چې له پوځي اډو د «الله‌اکبر» نارې راپورته شي، او د دښمن په وجود کې لړزه واچوي. د اقصی آزادول د حج، ارشاد او اوقافو د وزارتونو پر غاړه نه، بلکې د جګړې د وزیرانو پر غاړه دي!
ای رباني علماوو! پوه شئ چې غزه د جمعې د خطبو، صدقو او دعاګانو په وسیله نه آزادېږي؛ یوازینۍ لاره، وسله‌وال جهاد او د یو مقتدر اسلامي خلافت دولت قیام دی، چې پوځونه بسیج کړي او دا خاوره د یهودو له نجس او چټل وجوده پاکه کړي. نن د علماوو تر ټولو ستر مسولیت دا دی چې حق خبره وکړي، خپل حکام محاسبه کړي، او د غزې د ژغورلو لپاره د شرعي حللارې په وړاندې کولو کې له هېچا ویره و نه لري. دا حللاره، د پوځونو جهاد او د خلافت تاسیس دی.
هو، هغه وخت به فلسطین او نورې اشغال شوې خاورې آزادې شي، او اسلام به د الهي رڼا او نور په څېر نړۍ ته وړاندې شي. موږ د الله پر وعده کلک باور لرو:

﴿إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا، وَنَرَاهُ قَرِيبًا﴾
بېشکه هغوی دا (وعده) لرې ګڼي، خو موږ‌یې نژدې وینو.




   ارسال نظر