دا د الله سبحانه وتعالی له لوري پر بندګانو
یوه ستره لورينه او مهرباني
ده چې د کال په اوږدو کې یې ځینې وختونه له ځانګړو برکتونو او تخفیفونو سره یو ځای کړي دي؛
داسې چې په دې ورځو کې
نېک عملونه تر هغو عملونو ډېر اجر لري، چې
په نورو ورځو کې ترسره کېږي، تر څو بندګانو ته د الله سبحاانه وتعالی د نږدېوالي فرصت برابر شي.
د کال د ورځو
او شپو په منځ کې د ذوالحجې لومړۍ لس ورځې په اسلامي سنتو کې ځانګړی مقام لري. الله سبحانه وتعالی په قرآن
کې پرې قسم کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ورځې د نېکو عملونو لپاره د کال
تر ټولو غوره ورځې بللي او صحابه کرامو او تابعینو به په دې ورځو کې عبادت، ذکر او نېک عملونه
زیاتول. په دغه لیکنه کې د
دې لسو ورځو فضیلت، مستحبات، د عرفې ورځ، د لسمې ورځې (د قربانۍ اختر) مقام او د
حنفي فقهې له مخې د قربانۍ احکام بیان شوي او ټینګار شوی دی چې په دې ورځو کې باید د اسلامي سنتو احیا وشي.
د ذوالحجې د لومړیو لسو ورځو فضیلت په قرآن او سنتو کې
الله سبحانه وتعالی د سورة
الفجر په پیل کې فرمایي: «وَالفَجْرِ،
وَلَیالٍ عَشْرٍ» (قسم دی پر سهار او پر لسو شپو.)
د تفسیر لويو
علماوو لکه ابن عباس، مجاهد او قتاده په نظر، دغه لس شپې د ذوالحجې لومړیو لسو شپو ته اشاره ده.
رسول الله صلی الله
علیه وسلم فرمایلي دي: «ما من أیامٍ
العملُ الصالحُ أحبُّ إلى اللهِ فیها من هذه الأیامِ»
یعنې: په ټول
کال کې تر دغو لسو ورځو
داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله سبحانه وتعالی ته ډېر محبوب وي. (بخاري)
په مسند احمد کې
روایت دی چې ان جهاد هم په دې ورځو کې د
نېکو عملونو سره برابري نه شي کولای، مګر دا چې یو څوک له خپل مال او ځان سره جهاد
ته لاړ شي او بیرته هیڅ شی را نه وړي.
په دغو لسو ورځو کې مستحبات او توصیهشوې اعمال
په دغو ورځو
کې لاندې اعمال ډېر ارزښت لري:
روژه نیول: په ځانګړي
ډول د نهمې ورځې روژه (د عرفې ورځ) له حاجیانو پرته نورو ته ډېر ارزښت لري. رسول الله صلی الله
علیه وسلم فرمایي:«صِیامُ یومِ
عَرَفَةَ، أَحتَسِبُ على اللهِ أن یُکفِّرَ السَّنَةَ الَّتي قبلَهُ، وَالسَّنَةَ
الَّتي بعدَهُ» (مسلم)؛ یعنې
د عرفې د ورځې روژه د دوو کلونو د تېر او راتلونکي کال ګناهونه بښي.
دعا کول: که څه هم دعا
د وخت او ځای پورې نه ده محدوده، خو په ځانګړو حالاتو لکه د روژې، سجدې، مسافرۍ، مظلومیت،
ناروغۍ، د شپې
درېیمه برخه، د جمعې ورځ، له فرض لمانځه څخه وروسته او د ذوالحجې لسو ورځو، په ځانګړې توګه د عرفې په ورځ د دعا قبولیت ډېر وي.
رسول الله صلی الله
علیه وسلم فرمایي: «خیرُ الدعاءِ
دعاءُ یومِ عرفةَ» (ترمذي)؛ یعنې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.
ذکر: (تهلیل، تکبیر، تحمید): لکه څرنګه چې هر نېک عمل په دې ورځو کې څو برابره اجر لري،
ذکر هم دا فضیلت لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «ما مِن أيَّامٍ أَعظَمَ عِندَ اللهِ، ولا أَحَبَّ
إلَيهِ مِنَ العملِ فيهِنَّ مِن هذِه الأَيَّامِ العَشرِ؛ فأَكثِرُوا فيهِنَّ مِنَ
التَّهليلِ، والتَّكبيرِ، والتَّحميدِ». [تخريج المسند لشعيب]. یعنې په دې لسو ورځو کې ډېر ووایئ: لا إله إلا الله (تهليل)، الله اکبر (تکبير)، الحمد لله (تمحید).
ابن عمر او
ابو هریره رضياللهعنهما به بازار ته تلل او هلته به یې په لوړ اواز تکبیرونه ویل، خلکو به ورپسې تکرارول. که څه هم
نن داسې فضا نشته، خو انسان کولای شي فرداً یا په پټ ډول دغه ذکرونه زیات کړي.
لمونځ، صدقه،
د قرآن تلاوت، صله رحم، له مور او پلار سره نیکي او د خلکو خدمت: دغه ټول عملونه په دې ورځو کې څو
برابره ثواب لري.
له رمضان سره د ذوالحجې د لسو ورځو پرتله
که څه هم
رمضان د مغفرت میاشت او د قدر شپه لري، خو د ابن تیمیه رحمهالله په نظر: «د ذوالحجې لس
ورځې د ورځې له پلوه د رمضان له لسو ورځو غوره دي او د رمضان لس شپې بیا د شپې له
پلوه غوره دي.»
دغه څرګندوي چې
د ذوالحجې لس ورځې یو بېساری فرصت دی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې یا
رمضان ته نه دي رسیدلي یا يې پکې کوتاهي
کړې ده.
یو عام تصور
دا دی چې دغه لس ورځې
یوازې د حاجیانو لپاره فضیلت لري؛ حال دا چې د حج مناسک خو حاجیانو ته خاص دي، خو
د نېکو عملونو فرصت د ټولو مسلمانانو لپاره پرانستی دی. که ته په عرفات کې یې او
که نه یې، دا ورځې د دعا، استغفار، او امید ورځې دي.
د نهمې ورځې (عرفې) فضیلت
په حنفي فقه
کې، د عرفې د ورځې روژه د غیر حاجیانو لپاره سنت مؤکده ده، خو د حاجي لپاره مکروه
ده، ځکه چې د عرفې په وقوف کې کمزوري راولي.
د عرفې د ورځې پر دعا هم ډېر ټینګار شوی دی او غیر
حاجیانو ته مستحب ده چې له ماسپښین وروسته تر لمر لوېدو پورې دعا وکړي.
د تشريق تکبیرات هم واجب دي،
چې د ذوالحجې له نهمې ورځې د
سهار له لمانځه څخه وروسته
پیلېږي او تر ۱۳مې ورځې د ماسپښین لمونځ پورې دوام
لري. باید وویل شي: «اللّٰهُ أَكْبَرُ، اللّٰهُ أَكْبَرُ،
لا إِلٰهَ إِلّا اللّٰهُ، وَاللّٰهُ أَكْبَرُ، اللّٰهُ أَكْبَرُ، وَلِلّٰهِ
الْحَمْدُ»
د عرفې ورځ له الله تعالی
سره د اړیکې یو زرین فرصت دی. د روژې، دعا، ذکر او تکبیرات یوځای کول یوه روحاني فضا
رامنځ ته کوي. دغه ورځ باید د
زړه پاکوالي او الله سبحانه وتعالی ته د ورنږدې کېدو لپاره وکارول شي، ځکه که څه هم ماضي مو له ګناهونو ډکه
وي، دغه ورځ د الله سبحانه وتعالی د رحمت
او امید ورځ ده.
د لسمې ورځې فضیلت (لوی اختر)
په یو روایت کې راغلي: «أعظمُ
الأیامِ عندَ اللهِ یومُ النحرِ، ثم یومُ القَرّ» (ابوداود) یعنې: تر ټولو غوره ورځ د قربانۍ ورځ ده (د ذوالحجې
لسمه)، بیا د ۱۱مې ورځ چې حاجیان په منا کې پاتې کېږي.
دا د تکبیر،
قربانۍ، د اختر د لمانځه او د خوښۍ ورځ ده. مستحب ده چې پاک لباس واغوستل شي، عطر
ووهل شي او په تکبیر سره د اختر لمونځ ته لاړ شي.
په اوسني عصر
کې، د اختر اصلي مانا لکه خوښي، اقاربو سره لیدنه او د یو بل پوښتنه، کله ناکله
هیره شي او دا عملونه
یوازې ظاهري رسومات پاتې شي. باید دغه مراسم د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره
ترسره شي، ترڅو د زیات اجر سبب وګرځي.
د قربانۍ حکم
او فضیلت
په حنفي مذهب
کې، که یو څوک مالي توان لري، قرباني پرې واجب ده. ځینې مذاهب بیا دا سنت مؤکد
بولي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَن كان له
سَعَةٌ ولم يُضَحِّ ، فلا يَقْرَبَنَّ مُصَلَّانا» (که څوک مالي وس لري او قرباني نه کوي،
باید زموږ د اختر ځای ته رانه شي.)
او فرمایي: «ما عَمِلَ
ابنُ آدمَ من عملٍ یومَ النَّحرِ أحبُّ إلى اللهِ من إهراقِ الدَّمِ» (ترمذي) (تر ټولو غوره
عمل د قربانۍ په ورځ کې، د قربانۍ وینه تویول دي.)
دا د حضرت
ابراهیم او اسماعیل علیهماالسلام د تسلیمۍ سنت دی. که څوک مالي توان نه لري، باید
هڅه وکړي چې پسانداز وکړي. که نه شي کولای یو حیوان تنها قرباني کړي، کولای شي د
غټو حیواناتو (لکه غوايي یا اوښ) په قربانۍ کې شریک شي. د قربانۍ روحیه ایثار او
الله سبحانه
وتعالی ته نږدېوالی دی.
صله رحم، لیدنې او خوښي څرګندول
د قربانۍ په
اختر کې، نبوي سنت دا دی چې مسلمانان پاک لباس واغوندي، خوشبویي وکاروي، د اختر
لمونځ ادا کړي، او یو بل ته «عید مبارک» یا «تقبل الله منا و منکم» ووايي. له اقاربو سره
لیدنه، یتیمانو او مسکینانو سره مرسته، د دې ورځو اصلي تقوا ده.
پایله: د ایمان د ودې لپاره زرین فرصت
د ذوالحجې لس
ورځې یوه اسماني تحفه
ده؛ یو فرصت دی چې له خپل خالق سره اړیکه بیا جوړه کړو. که چیرې په رمضان کې مو کمزوري
کړې وي، که مو زړونه د دنیا زنګ وهلي وي، نو دا لس ورځې د نجات کړکۍ ده. راځئ چې
عبادت ته ملا وتړو، ذکر ته ژبه او زړه ژوندی کړو، دعا او توبه وکړو او قرباني وکړو
ترڅو د بندګۍ ښکلی نښان الله سبحانه وتعالی ته وړاندې کړو.
اللهم اجعلنا
من المقبولین فی هذه الأیام المبارکات، و ارزقنا عملاً خالصاً لوجهک الکریم. آمین.