د رپوټ هغې برخې مې پام ځان ته واړاوه چې روبین کاشاني وویل د افغانستان له
یهودو دی او کلونه کېږي چې په اسرایلو کې اوسېږي او د صهیونیزم لپاره جنګېدلی. بي
بي سي په خپل دغه ویډیویي رپوټ کې وايي چې په اسرایلو کې شاوخوا ۶ زره افغان
یهودیان اوسېږي او ځينې یې په مهمو ځایونو کې وو؛ لکه یورام کوهن چې د اسرایلو د
ملي امنیت رییس و. تر دې لا جالبه دا چې یوه زړه یهودي جوړه وايي افغانستان یې
خوښېږي خو تر اسرایلو ځان قربانوي.
دا رپوټ د تېرو کلونو دی؛ خو تر لیدو وروسته یې دوو خبرو ته فکر یووړم.
دویمه خبره به په پای کې وکړم؛ خو لومړی دا پوښتنه پیدا کېږي چې: که زه مليپاله وای،
نو د صهیونیستو یهودو په لیدو به مې څه احساس کاوه؟ ځینې ښايي ووايي چې مليپالنه
دا معنی نه لري چې هرو مرو به د خپل جنایتکار قوم دفاع کوي؛ خو دوی درواغ وايي.
مليپالنه یوازې یوه مفکوره نه، بلکې یو احساس دی. د یوه افغان مليپال لپاره د
اسلام د لښکر پر وړاندې زموږ د نیکونو جګړه د اشغال پر وړاندې مبارزه او یو ډول
تاریخي ویاړ دی. دا د مليپال فکر حتمي پایله ده؛ لکه یو مصري مليپال چې فرعون د
خپل تاریخي هویت او تمدن برخه ګڼي؛ یو ایراني مليپال پر کوروش او زردشت ویاړي؛
ترکي مليپالان خپل هویت له بیزانس مسیحي امپراتورۍ سره تړي؛ مغول مسلمانان مليپالنې
ته د خپلې ژمنتیا په سبب پر جنګیز ویاړي او عرب مليپال د عاد او ثمود پر تمدن
ویاړ کوي. نو څه شی باید د یوه مليپال افغان مخه ونیسي چې پر یوه افغان صهیونیست
ونه ویاړي؟
د مليپالنې اصلي معنی د مسلمانانو ترمنځ یوه زهرجنه مفکوره ده چې د هویت
بحران یې رامنځته کړی او د مسلمانو ټولنو تاریخ، ویاړونو او ارزښتونو ته یې زیان
اړولی. دغه مفکوره ان د سیاسي پالیسیو او حکومتولۍ د بڼې رګونو ته ننوتلې. موږ
افغانان له خپلو هغو نیکونو سره چې د اسلام پر وړاندې وجنګېدل د وینې اړیکه لرو؛
خو هغوی زموږ هویت نه تعریفوي. زموږ هویت په ساساني امپراتورۍ او بودايي تمدن پورې
اړه نه لري؛ بلکې هغه څه دی چې موږ انتخاب کړی او باور پرې لرو؛ یعنې اسلام. دا
هویت باید ځان په مشخصو مظاهرو کې وښيي؛ په داسې حال کې چې اوس د مليپالنې مظاهر
د ملي دولتونو او ملي ارزښتونو په بڼه حاکم دي.
موږ د اسلام (خلافت) په نه حاکمولو سره، په یوه اساسي ارزښتي تقابل کې یو؛
په پایله کې یې ان زموږ د خلکو تمایلات او احساسات تر اغېز لاندې راغلې او لاس پکې
وهل شوی. اوس د هویت په دغه بحران او د مليپالنې خطر کې پر دویمه خبره بحث کوو:
څه شی د دې سبب کېږي چې یو افغان-اسرایلی ځان له صهیونیزم قربان کړي خو یو
افغان-مسلمان ووایي چې پر اقتصادي جهاد لګیا یو او ملي ګټې راته مهمې دي او د
فلسطین مسله د فلسطین د خلکو کورنۍ مسله ده؟