هغه چارواکي چې یوازې د ځان د
پایښت په فکر کې دي؛ د خلکو چوپتیا،
تملق او مداحي یې خوښېږي. هغه خلک او علما چې په خپلو ګټو پسې دي او له فتنو نه
وېرېږي، چوپ پاتې کېږي، حق پټوي او یا مداحي او تملق کوي. حکام پر دې باور دي چې
له دغو خلکو سره نظم ټینګېږي او بقا یې تضمینېږي؛ دوی د «فتنې» په نامه د حق خبره ځپي؛ په داسې حال کې چې د
حق پر وړاندې چوپتیا پخپله یو ډول فتنه ده. له بل لوري، هغه علما چې د هرې ناروا
پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، تصور کوي چې د حق
بیان هغوی له فتنې سره مخ کوي، روزي یې کموي او اجل یې نږدې کوي؛
ځکه نو دربار ته د نږدې کېدو لپاره چوپ پاتې کېږي او د حکامو ناسمې پرېکړې توجیه
کوي. دوی ګومان کوي چې له فتنو تښتي، خو له بده مرغه په خپله دغه عمل ځان په فتنه کې اچول دي. لکه الله سبحانه و تعالی چې
فرمايي: «وَمِنْهُم مَّن
یَقُولُ ائْذَن لِّی وَلَا تَفْتِنِّی أَلَا فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُوا» (توبه: ۴۹)؛ ژباړه: «ځینې یې وايي: ما ته اجازه راکړه (او جهاد ته مې مه بيايه)، او په فتنه کې مې مه
اچوه»! پوه شه چې دوی (جهاد ته د نه
تګ او بهانو له امله) په فتنه کې لوېدلې دي. بناً باید پوه شو چې د حاکمانو دربار د فتنو محل دی، څوک
چې د حاکمانو سره د نږدیږالي او مجالست ډیر تمایل لري ځان په فتنه کې اچوي، لکه
رسول الله (ص) چې فرمايي: وَمَن
اتَّبَعَ السلطانَ افْتُتِنَ (نسائي)
له بل لوري، د بني اسرایلو د
تفرقې یو دلیل دا و چې د حکمت، ضرورت او مصلحت پشان پلمو لپاره یې امربالمعروف
پرېښود او د واک له خاوندانو سره ناستې ته یې ترجیح ورکړه. ترمذي له رسول الله (ص)
څخه روایت کوي چې فرمايي: «کله چې بني اسرایل په
معصیت کې شول، هغو علماوو چې د دوی نهي یې کولی شوه خو ویې نه کړه او له هغوی سره یې مجالست وکړ، یوځای یې وڅښل
او ویې خوړل، نو خدای د ځینو زړونه له ځینو سره یو کړل او پر هغوی یې لعنت ووایه: "عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُودَ وَعِیسَى ابْنِ
مَرْیَمَ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا یَعْتَدُونَ"» (المائدة: ۷۸). نو د بني اسرایلو د تفرقې یو
عامل د خلکو چوپتیا، چاپلوسي او د حکامو نه محاسبه کول وو؛ ځکه چې د محاسبې او
نصیحت په شتون کې فتنه او تفرقه نه راځي، بلکې له چوپتیا او د حق له پټولو سره
راځي. نو حکام باید د خلکو چوپتیا ته اندېښمن وي؛ د چاپلوسانو مخ ته خاورې وشیندي
او خلک امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته وهڅوي چې بریالي شي.
مسلم روایت کړی چې: یو چا د عثمان
(رض) مدح (چاپلوسي) پیل کړه (دې وخت کې عثمان «رض» خلیفه و). مقداد پاڅېد او په
خپلو ګونډو کېناست او د هغه کس مخ ته یې خاوره وشیندله. عثمان (رض) ورته وویل: دا
څه کوې؟ مقداد ځواب ورکړ: رسول الله (ص) فرمایلي:
«إِذَا رَأَیتُمْ الْمَدَّاحِینَ فَاحْثُوا
فِی وُجُوهِهِمْ التُّرَابَ».
«که مو مداحان لیدل، مخ ته یې
خاورې ور وشیندئ».