څوک چې د «سوچه او خالص نظام» او
د اسلام د بشپړ پلي کولو خبره کوي؛ آیا دوی پوهېږي چې د څه په اړه خبرې کوي؟ د
اسلام بشپړ پلي کول دا معنا لري چې د اسلام احکام په هر اړخیزه توګه او له تدریج
پرته د ژوند په ټولو برخو کې پلي شي. دا پلي کول د اسلامي ژوند د بیا راژوندي کولو
او د نړۍ په کچه د اسلام دین د اظهار به معنی دي؛ داسې چې اسلام عملاً د نړۍ د
سیاسي او فکري نظم د برترۍ لپاره د یوازیني انتخاب په توګه معرفي شي.
کله چې د اسلام د پلي کولو خبره
کوو؛ په حقیقت کې د بشریت د رهبرۍ لپاره د اسلامي امت رسالت ته اشاره کوو. ځکه چې،
اسلامي امت د بشر د هدایت لپاره د تر ټولو غوره امت په توګه غوره شوی چې امر
بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي. باید پام وکړو چې اسلام بشپړ دین دی او د اسلام
بشپړوالی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر بنسټ ولاړ دی. دا امر بالمعروف تر
یوه ځانګړي بنسټ یا ادارې او ځانګړو فردي اعمالو پورې محدود نه دی؛ بلکې د قدرت،
قضاوت، ټولنې، اقتصاد، زدهکړو او تعلیم او بهرني سیاست د مسایلو حل او تنظیم رانغاړي.
د قدرت د مشروعیت ستونزه باید د
مسلمانانو د بیعت له لارې حل شي؛ قضاوت باید د اسلامي شریعت پر بنسټ او د زواجر او
جوابر (زجر ورکوونکو او جبرانوونکو) د تحقق په موخه وي؛ ټولنیز نظام باید د ښځې او
نارینه د ګډ ژوند پر بنسټ او د دواړو د حقونو او مسولیتونو په رعایت تنظیم شي.
اقتصاد باید د پانګې د عادلانه ویش او د حرامو تولیداتو (سود، مالیاتو او ...) د
مخنیوي پر بنسټ وي. تعلیم او زدهکړې هم باید د ټولو نارینهوو او ښځو لپاره د اسلامي
شخصیتونو او متخصصو کسانو د روزلو په موخه وي. بهرنی سیاست هم باید د اسلام د حمل
او د دین د اظهار (غلبه او لاسبري) په موخه مخته لاړ شي چې د دې یوازینۍ لار او
طریقه د اسلامي دولت له پولو بهر د دولت د پوځ جهاد دی.
په پای کې؛ یوازې په دغه صورت کې
د اسلام د بشپړ پلي کولو خبره کولی شو. دغې موخې ته له مليپاله دولتونو او اقتصادمحوره
او ریالیستي سیاستونو سره نه شو رسېدی؛ بلکې یوازې د راشده خلافت د تاسیس له لارې
ورته رسېدی شو. ځکه چې؛ یوازې خلافت دی چې موخه یې د اسلامي ژوند بیا راوستل او د
نړۍ پر ټولو دینونو او ایډیالوژیو د اسلام اظهار او لاسبري ده.