«فتنه اچوونکي» او «ویښوونکي»
07/04/2024 | یوسف ارسلان

Print


په تاریخ کې داسې دورې شته چې نظامونه پکې د خپلو دوستانو او دښمنانو تر منځ  په توپير کولو نه دي توانېدلي. ځینې وخت د سم سیاسي لید او له واقعیت څخه د فهم نشتون په سبب د «فتنه‌‌ګرې» او «ویښوونکې» ډلې ترمنځ تفکیک سخت و. «فتنه‌ګره» هغه ډله ده چې په خپلو ظاهراً جالبو کړنو سره انسانان د دوزخ لارې ته سموي. «فتنه‌ګر» ډېری ځان وطنپاله ښيي چې د نظام د پرمختګ او ترقۍ غوښتونکي دي. خو په خپلو کړنو نظام تخریبوي. په داسې حال کې چې «ویښوونکي» د اسلام او د انسانانو د اخرت اندېښنه لري او په خپلو دریځونو او امر بالمعروف سره هڅه کوي چې خلک له انحراف څخه راوګرځوي. په هر عصر کې چې ژوند کوو، باید «ویښوونکې» ډله وپېژنو، قدر او عزت یې وکړو. که څه هم د دوی خبرې او دریځونه ظاهراً سخت دي، خو تر هغه چې دریځ یې د اسلام پر بنسټ وي، باید نصیحت ته یې غوږ ونیسو او امر بالمعروف ته یې لبیک ووایو. ځکه چې «ویښوونکې» ډله د خپلې ډلې د ګټو لپاره په ټولنه کې کار نه کوي؛ بلکې د اسلام او د هغه د تطبيق اندېښنه ورسره ده. که څه هم د ځینو چارواکو او رهبرانو خوښېږي چې شاوخوا یې مداحان او چاپلوسان وي او «ویښوونکې» ډله یې نه خوښېږي، خو ژر به چاپلوسان دوی په انحراف کې ډوب کړي. په تاریخ کې چاپلوسان چې ظاهراً ملګري خو په باطن کې لېوان وو، ډير دي خو هغه کسان چې حسن نیت او د مسلمانانو خیر غوښتنه ولري، کم دي. ښايي هغه کسان چې ملګري یې ګڼو زموږ دښمن او هغه کسان چې کرکه ترې کوو، زموږ ملګري وي. مهمه دا ده چې له کومو عینکو ورته ګورو. څوک چې د خپل اخرت اندېښنه لري د مسلمانانو له نصیحت او خیر غوښتنې څخه وېره نه لري.




   ارسال نظر