د خلافت د دردناک سقوط کلیزه؛ د هند د نيمې وچې مسلمانانو لپاره يې د بيا تأسيس انګېزه
01/26/2025 | لیکوال: استاد مصعب عمیر

Print


(ژباړه)
د مسلمانانو امام د هغوی په ژوند کې اساسي اهميت لري. امام هغه څوک دی چې پر ما‌ أنزل الله حکم کوي، په یوه واحد دولت کې د مسلمانانو خاورو او ځواک ته وحدت بښي او ترمنځ یې شته اختلافات له منځه وړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» (رواه مسلم)
ژباړه: امام ډال دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي.

وروسته له هغه چې د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه (د ۱۹۲۴م کال د مارچ ۳مه) مو خپل ډال له لاسه ورکړ، اوس مو حالت څنګه دی؟ کله چې دولت د له منځه تللو په حال کې و، د هند نیمې وچې د مسلمانانو غبرګون څه و؟
کله چې استعمارګرو د عثماني خلافت د له منځه وړلو لپاره خپلې تورې را وایستلې، د هند نیمې وچې مسلمانانو ـ سره له دې چې د بریتانیې تر وحشیانه اشغال لاندې وو ـ یې د دفاع لپاره ځانونه بسیج کړل. وروسته له هغه چې د ۱۹۱۱م کال په سپټمبر کې ایټالیې په طرابلس کې پر خلافت برید وکړ او طرابلس او بنغازي یې ونیول، د هند نیمې وچې مسلمانانو عمومي غونډې جوړې کړې چې په دغې وحشیانه او ظالمانه جګړه کې د خلیفه لپاره ملاتړ وغواړي. کله چې د ۱۹۱۲م کال په اکتوبر کې د خلافت پر بالکان سیمو بريد وشو نو د هند نيمې وچې مسلمانانو پراخ لاريونونه وکړل. د ۱۹۱۲م کال په نومبر کې ريښتيني شاعر، علامه اقبال د لاهور په بادشاهي جومات کې د خلافت په نفع مرستې ټولولو لپاره «جواب شکوه» قصیده ولوستله. دغه راز له اتراپردیش ایالت څخه شوکت علي او محمد علي د خلافت د ملاتړ لپاره د مسلمانانو د بسیج لپاره ډیرې هڅې وکړې.
کله چې غربي استعمارګرو خلافت ته له دننه څخه د ضربو رسولو لپاره د عربي نشلزیم له فکر څخه استفاده وکړه او شریف حسین له دغه فکر سره د عثماني خلافت پر وړاندې جګړه وکړه؛ د ۱۹۱۶م کال په جون کې د هند نیمې وچې مسلمانانو د هغه پر ضد لاریون وکړ. د ۱۹۱۶م کال د جون په ۲۶مه، په لکهنو کې یو پرېکړه‌لیک صادر شو چې د حسین «د شرم وړ کړنه» یې محکومه کړه. د صلیبي جنرال، آلن‌بي لخوا د مسجد الاقصی د اشغال او هلته د خلافت د واک تر ختمېدو یو کال وروسته؛ د ۱۹۱۸م کال په ډسمبر کې د هند له نیمې وچې یوه اعلامیه صادره شوه چې ټینګار یې کاوه: «د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خلیفه، د ترکیې سلطان لخوا باید پر سپېڅلو ځایونو او عرب جزیرې د بشپړ او خپلواک کنټرول په اړه د اسلامي شریعت غوښتنې په پام کې ونیول شي.»  
د هند نیمې وچې د مسلمانانو اندیښنه هغه وخت زیاته شوه چې غربي استعمارګرو د خلافت پلازمینه، استانبول اشغال کړ. د ۱۹۱۹م کال په فبروري کې یوه فتوا صادره شوه چې د خلیفه ټاکل یې واجب بلل. د ۱۹۱۹م کال د سپټمبر په ۲۱مه مسلمانانو په لکهنو کې په یوه کنفرانس کې اعلان وکړ چې «د ترکیې ویش او د خلافت له تشکیلوونکو برخو څخه د کوچنیو دولتونو رامنځته کولو او بیا نا اسلامي قدرتونو ته د هغو د سپارلو فکر د منلو نه دی؛ دا په اسلامي خاورو کې د شخړو تخم شیندي.» د ۱۹۱۹م کال د اکتوبر په ۱۷مه د «خلافت» ورځ اعلان شوه چې دعا ورته وشي. د خلافت کمېټې تشکیل شوې، کنفرانسونه جوړ شول او د خلافت د ژغورلو لپاره پيسې ټولې شوې. دغه راز «د خلافت روپۍ» چاپ شوې چې د قرآن کريم د ايتونو ژباړه پرې ليکل شوې وه او د «خلافت» مجله خپره شوه.
کله چې د بریتانیې مزدور، مصطفی کمال د ۱۹۲۴م کال د مارچ په ۳مه خلافت نظام لغوه کړ؛ د هند نیمې وچې مسلمانان سخت غوسه شول. د ۱۹۲۴م کال د مارچ په ۹مه یې یوه غونډه جوړه کړه چې د خلافت د ژغورلو لپاره لازم اقدامات پلان کړي؛ دغه راز یې یو د خبرداري تلګراف ور واستاوه چې د خلافت لغوه کول به «د شومو طمعو پر مخ دروازه خلاصه کړي». دغه راز یې یوه بیانیه نشر کړه چې د جمعې په خطبو کې باید د ګوښه شوي خلیفه، سلطان عبدالمجید نوم ياد شي.
د خلافت د دفاع لپاره د اوږدو او سختو سیاسي هڅو په څنګ کې، ګڼ شمېر مسلمانو سرتېرو او وسله‌والو مبارزینو په خپل ټول توان د خلافت دفاع وکړه. دوی په خولو، وینه، اور او تورو د استعمارګرو مقابلې ته راووتل. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) پر وخت، د بلوڅو د لسم کنډک غړو په ممبی کې پر هغو بریتانوي سرتیرو ډزې وکړې چې له هنده وتل او د خلافت پر وړاندې يې د جګړې نیت درلود. په لاهور او روالپینډۍ کې هم د بریتانويانو پر وړاندې نظامي واحدونه فعال شول او په فرانسه کې هم مسلمانو سرتیرو د هغوی پر وړاندې پاڅون وکړ. د ۱۹۱۵م کال په جنوري کې د رانګون بلوڅانو په بین النهرین کې د خلافت پر وړاندې له جګړې څخه ډډه وکړه. په سنګاپور کې هم مسلمانو سرتیرو پر بریتانوي افسرانو برید وکړ او جګړه یې ورسره پیل کړه.
د ۱۹۱۵م کال په فبروري کې د پنجاب مسلمانانو له ځینو افغاني ډلو سر یو ځای له افغانستان څخه د ترکیې پر لور حرکت وکړ چې د بریتانویانو پر وړاندې وجنګېږي او خلافت وژغوري. د ۱۹۱۶م کال په لومړیو کې د افریدیانو ګروپونو په بصره کې د عثماني خلافت پر وړاندې له حرکت څخه امتناع وکړه او د بریتانویانو پر وړاندې راپاڅېدل.
دغه راز «د وریښمينو دسمالونو خوځښت» جوړ شو؛ دا نوم ځکه ورکړل شو چې د پوځ جوړولو لپاره د داوطلبانو ګومارلو په اړه د شیخ الهند او د هغه د همکارانو پیغامونه به د وریښمو په ټوټو لیکل کېدل. د نظامي ځواک د تشکیل لپاره مولانا عبیدالله سندي افغانستان، مولانا انصاري قبایلي سیمو او مولانا حسین احمد مدني په ۱۹۱۵م کال کې حجاز ته لاړ چې د عثماني خلافت ملاتړ وکړي.
د مسلمانانو نظامي هڅې ونه درېدې؛ د ۱۹۱۹م کال په فبروري کې یوه فتوا ورکړل شوه چې د کفارو د برید پر وړاندې د اسلامي دولت د ملاتړ پر اړتیا یې ټینګار کاوه. د ۱۹۱۹م کال په مې کې افغان مسلمانانو پر بریتانویانو برید وکړ. په اتراپردیش ایالت کې د کفارو پر وړاندې د جهاد منشورونه خپاره شول او په بنګال او پنجاب کې د اسلام د سلطې د بیا راتګ په اړه اعلامیې صادرې شوې. د ۱۹۲۱م کال له فبروري څخه تر مې پورې داسې فتواوې صادرې شوې چې په بریتانوي پوځ کې خدمت یې حرام ګاڼه.
حقیقت دا دی چې د هند نیمې وچې مسلمانانو د خلافت د دفاع لپاره خالصانه کار وکړ او ښه پوهېدل چې که دا ډال له منځه لاړ شي، څومره زیان به ورته ورسېږي.
زموږ دولت له دننه کمزوری او بیا وپاشل شو؛ د دې سبب د بریتانیې د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست له مخې د عربي او ترکي قوم‌پالنې پر بنسټ شورشونو تحریک و. بیا بریتانیې اسلامي خاورې لوټ او په کوچنیو دولتونو وویشلې؛ یوازې پر دې یې بسنه ونه کړه، د فتنو اور یې هم پکې بل کړ. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې خبرداری راکړی:

«يُوشِكُ الْأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الْأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا» فَقَالَ قَائِلٌ: وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: «بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ وَلَيَنْزَعَنَّ اللهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمْ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَيَقْذِفَنَّ اللهُ فِي قُلُوبِكُمْ الْوَهْنَ» فَقَالَ قَائِلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: «حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ» (رواه أبو داود)
ژباړه: داسې وخت به راشي چې (کافر ملتونه) به پر تاسو داسې راټول (ستاسو پر وړاندې متحد) شي لکه خلک چې د خوړو پرکاسه راټولېږي. يوه کس وپوښتل: په دغه وخت کې زموږ د شمېر د کموالي له امله به داسې وشي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (نه) تاسو به په دغه ورځ (دغه وخت کې) د شمېر له پلوه ډېر ياست، خو تاسو به د سيلاب د ځګ په څېر يئ، ستاسو د دښمنانو له زړونو څخه به الله هغه وېره وباسي چې له تاسو څخه يې لري او ستاسو په زړونو کې به وهن واچوي. نو يو چا وپوښتل: اې د الله رسوله! وهن څه شی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له دنيا سره محبت او د مرګ بد ګڼل.

د خلافت تر پرځېدو وروسته، غربي استعمارګرو پر مسلمانانو داسې حکام حاکم کړل چې پر غیر ما أنزل الله یې حکومت کاوه؛ دیکتاتور رژیمونه یې را منځ ته کړل چې د هغو په چوکاټ کې استعمارګرو مطلقه ازادي لرله چې له اسلامي خاورو سره له ګناه ډک نظامي ایتلافونه لاسلیک کړي او د یو بل پر وړاندې جګړې ته یې تحریک کړي؛ لکه د ایران او عراق، سعودي او یمن او داسې نورې جګړې. زموږ د حکامو رول د مسلمانانو له ریښتینو دښمنانو (صلیبي امریکا، یهودي رژیم او هند) سره موافقې یا په فلسطین، کشمیر او نورو خاورو کې د اشغال پیاوړي کول او له هغه سره مرسته وه. ان هغه مسلمانان چې د دښمن پر وړاندې یې مقاومت کاوه، د «ترهګرو» تر نامه لاندې ځپل کېدل. له هغه امام پرته چې د اسلام پر اساس حکومت وکړي، موږ له هماغه حالت سره مخ شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری راکړی و:

«لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّاراً يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ» (رواه مسلم)
ژباړه: له ما وروسته بیا کفر ته مه ورګرځئ، داسې چې ځينې مو د ځينو نورو غاړې پرې کړئ.

د دغو ګمراه کوونکو رژیمونو له لارې استعمارګرو پر موږ سودي پورونه تحمیل کړل چې خاورې مو په لویو پورونو کې ډوبې کړي؛ دغه راز داسې اقتصادي شرایط یې وضع کړل چې د صنعت او کرهڼې د فلج سبب شول. په پایله کې، له پراخو ځمکو، ځوان ځواک او سرچینو سره سره چې د نړۍ تر ډیری قدرتونو زیاتې دي؛ له خلافت – چې زموږ وحدت تضمینوي- پرته له فقر او خوارۍ سره مخ شو. دا وضعیت د هغو حاکمانو په سبب دی چې په غیر ما أنزل الله حکومت کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَةَ اللهِ كُفْراً وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ﴾[ابراهیم: 28]
ژباړه: هغو کسانو ته وګوره چې د الله تعالی نعمت یې (ونه پیژانده او هغه یې) په کفر بدل کړ (او د نعمت د شکر پر ځای یې د نعمت کفر وکړ) خپل قوم یې د هلاکت او نابودۍ خواته یووړ.

د امت د ډال (خلافت) له منځه تللو د هند نیمې وچې پر مسلمانانو سخت اغیز وکړ. اوس چې د خلافت د نشتون څه باندې سل کاله تېرېږي، دا باید د هند نیمې وچې د مسلمانانو لپاره یوه انګیزه شي تر څو له الله سبحانه و تعالی او پیغمیر صلی الله علیه وسلم سره پر خپل کړي تعهد ودرېږي او د خلافت د بیا ايجاد لپاره هڅې وکړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان، پاکستان، بنګلدیش، هند او سریلانکا کې مسلمانان اسلام ته ډیر مخلص دي. نو دوی ټول باید هڅه وکړي چې خلافت او د اسلام سلطه بیا تاسیس کړي تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا زیری تحقق پیدا کړي:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَامُ» (رواه أحمد والنسائي)
ژباړه: زما له امت څخه دوې ډلي دي چې الله تعالی به یې د جهنم له اور څخه خلاص کړي: هغه ډله چې پر هند برید کوي او هغه چې له عیسی بن مریم علیهما السلام سره به وي.

دغه راز له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې ويلي يې دي:

«وَعَدَنَا رَسُولُ اللهِ ﷺ غَزْوَةَ الْهِنْدِ فَإِنْ أَدْرَكْتُهَا أُنْفِقْ فِيهَا نَفْسِي وَمَالِي فَإِنْ أُقْتَلْ كُنْتُ مِنْ أَفْضَلِ الشُّهَدَاءِ وَإِنْ أَرْجِعْ فَأَنَا أَبُو هُرَيْرَةَ الْمُحَرَّرُ» (رواه أحمد والنسائي)
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هند د جګړې وعده راکړې ده. که زه په هغه وخت کې وم چې دغه جګړه پېښېږي، نو په دغه جګړه کې به خپل ځان او مال قربان کړم. که ووژل شوم، له تر ټولو غوره شهیدانو به وم او که (ژوندی) راوګرځم، ابو هريره محرر به يم.
لیکوال: استاد مصعب عمیر




   ارسال نظر