نوی حکومت ولې بګرام زندان نه یادوي؟
11/11/2014 | زمري افغان

Print


زمري افغان

 

په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کیدو سره له ځینو خلکو سره لنډ مهاله هیلې پیدا شوې وې، خو ډېر ژر دا هیلې له منځه تلونکي دي. د نوي حکومت په لومړیو منډو کې یوه هم د زندانونو مسله وه. اشرف غني له واک ځو ورځې وروسته په نیمه شپه د پلچرخي زندان ته ولاړ او له هغه وروسته بیا د کابله توقیف خانې ته ولاړ. خو له دې ټولو ظاهری منډو ترړو سره سره نه یوازې د زندانیانو حالت ښه نه شو، بلکې پر هغوی د شوو شکایتونو له امله لا زیات فشارونه راغلي. د افغان زندانونو ور هاوخوا په دې خاوره کې پټ او ښکاره امريکايي زندانونه هم شته، خو لا تر اوسه نوی حکومت په دېا ړه غلی دي او نه غواړي څه ووايي.

 

په بګرام او نور پټو امريکايي زندانونو کې کې ۱۳ کاله پرله پسې انساني ارزښتونه او قوانین تر مرۍ نیول شوي او یوازې امریکایي کوبايي تاريخي وحشتونه په کې تازه کیږي. بګرام، ابو غریب او نور پټ ز ندانونه د امریکايي تاریخ نه پاکیدونکي تورې پاڼې دي، د بګرام او ابو غریب د نوم له اورېدو سره سم د سړي سترګو ته د امريکايي ځواکونو وحشتونه او ناقانونه کړنې ودريږي. امریکايي ځواکونه پرله پسې دیارلس کاله د خپلو مزدورانو په ملتیا په نیمو شپو د خلکو کورونو ته ورغلل، ښځې، ماشومان او سپین ږیري یې له خواږه خوبه په ډزو او چاودنو را پا څول، څوک یې هملته ځای پر ځای ووژل او چاته یې توره خولۍ ور پر سره کړه او کلونه کلونه په بګرام کې د یرغمل شوو په شان وساتل. بګرام مسلمانو زندانیانو ته نه یوازې د فزیکي شکنجې ځای و، بلکې د امریکايي وحشي صفته سرتیرو له خوا اسلامي مقدساتو او قرانکریم ته د سپکاوي له امله زندانیانو ته د روحي شکنجې دردونکې شیبې هم درلودې.  به بګرام کې د زندانیانو ساتل امریکایي چارواکي په هیڅ ډول نه شي توجیه کولی، ځکه خپله د امریکا قوانین هم دغه ډول کړنو اجازه نه ورکوي. دغه راز د بي دوه پنځوس ډوله تر وزرونو لاندې جوړ شوی د افغانسان اساسي قانون او د امریکایي ګټو ساتونکي نړیوال قوانین هم ددغه ډول وحشت اجازه نه ورکوي. خو هغه خبره پر ځای ده چې د استعمار پر وخت قوانین او انساني ارزښتونه غلي وي.

 

په پخواني حکومت کې د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو څېړلو کميټې ویلي وو چې ګڼو کسانو په دغه زندان کې پرته له دې چې جرم يې معلوم وي،  کلونه کلونه تېر کړي. د دې کمېټې چارواکو دغه راز ويلي، يو شمېر کسان يواځې له دې امله چې امريکايي ځواکونو ته ګواښ بلل کيږي، په بګرام کې بنديان شوي وو. خو نوی حکومت په دې اړه هېڅ نه وايي، نه ولسمشر بګرام نه ورځي، نه څوک د بګرام نوم یادوي او نه هم هلته بندي کسان افغانان او انسانان ګڼل کیږي. خو حکومت یوازې په ځینو ظاهري کارونو سره غواړي خلک وغولوي، که حکومت رښتینی وي، نو بګرام ته دې پام وکړي. خو حکومت هېڅ وخت دا کار نه کوي، ځکه دا د امریکا د لاس اله ده او نوري چارواکي به امریکا ته د خپلې غلامۍ د اثبات لپاره نه یوازې په امريکايي جنایتونو سترګې پټوي، بلکې هڅه کوي چې له هغوی سره په دغه جنایتونو او جرمونو کې مرسته کوي.




   ارسال نظر