د اونۍ خبره: د ثور اتمه او درې لوی درسونه
04/28/2024 | ابراهیم منیب

Print


د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه هغه نېټه ده چې د هغه وخت د مجاهدینو لخوا د افغانستان د کمونیستي نظام پر تابوت وروستی مېخ ټکوهل شو؛ د شوروي او هغو د مزدورانو لښکر د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس په همت له سقوط سره مخ شول او د هغه وخت مجاهدینو فتحه او بریا خپله کړه. خو لږ وروسته د مجاهدینو د بریا ثمره د استعماري قدرتونو او په سیمه کې د هغوی د مزدورو حکامو د مداخلو په سبب یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ته روانه شوه او کوم نظام چې د ملیونونو مسلمانانو د وینو په بیه لاسته راغلی و، د دغې خاورې مسلمانانو ته بلا شوه.
د ثور اتمه یوازې یوه تاریخي ورځ نه ده چې په افغانستان کې یې یادونه وشي او ونمانځل شي. ویښې ټولنې له خپلو تاریخي پېښو درس او عبرت اخلي. د دغو پېښو د بریا او ناکامۍ سببونه سنجوي او د تېرو تېروتنو د تکرار د مخنیوي لپاره ګټه ترې اخلي. د هغه وخت د لاسپوڅي او کمونیستي حکومت ماتېدل، د مجاهدینو بریا او بیا یې په داخلي وحدت او په سیمه کې د یوه پياوړي اسلامي دولت په تاسیس کې ناکامي لاندې درسونه او عبرتونه راکوي:
۱. په افغانستان کې هیڅ دولت د کفري او استعماري قدرتونو په ملاتړ نه شي پایېدی: له بده مرغه د افغانستان سیاسي تاریخ په خپلو ډیرو مرحلو کې د دولتونو د خونړي ظهور او سقوط او هغوی د ناکامیو شاهد و. د دغې موضوع دوه دلیله کېدای شي؛ له دولتونو څخه د کفري قدرتونو ملاتړ او د افغانستان د خلکو د غوښتنې، چې د اسلام هر اړخیز پلي کول دي، نه پوره کول. د افغانستان د تېر تاریخ په اوږدو کې، هغه حکومتونه چې د افغانستان د مجاهدو او با ایمانه خلکو د تمې خلاف د استعماري قدرتونو په مرسته او نظامي او مالي ملاتړ رامنځته شوي، عمر یې لنډ و او کله به چې د استعماري قدرتونو د لومړیتوبونو له لېست څخه لرې شول، په افغانستان کې نه شو پایېدی. تر ټولو لوی درس چې د ثور له اتمې اخیستی شو هغه دا دی؛ لکه څنګه چې په افغانستان کې د هغه وخت کمونیستي حکومت د شوروي په ملاتړ او نږدې اړیکو جوړ شو، د شوروي له ملاتړ پرته په څو شپو کې راوپرځېد؛ ویلی شو چې په افغانستان کې یوه دولت هم د کفري او استعماري قدرتونو په ملاتړ او نږدې اړیکو دوام نه دی کړی.
۲. د کفري نظامونو پر وړاندې بریا د الله سبحانه و تعالی له لوري نعمت دی؛ دا د کوم شخص یا ډلې بریا نه ده: د ثور اتمه او له سترو قدرتونو سره جګړو کې بریاوې د افغانستان د خلکو او مخلصو مجاهدینو د هڅو او مجاهدت په سبب د الله سبحانه و تعالی له لوري دي. دا ستره بریا د کوم ځانګړي کس یا ډلې یا ځانګړو خلکو د کار پایله نه ده. له بده مرغه، د افغانستان په سیاسي تاریخ کې تر هرې بریا وروسته، مجاهدین تل له دغې فتنې سره مخ وو. که مجاهدینو د ثور اتمه د خپلو ډلو د امتیاز او خپل معنوي مالکیت پر ځای د الله سبحانه و تعالی له لوري نعمت ګڼلی وی او د دې پر وړاندې یې خپل مکلفیت نه وای هېر کړی؛ د قدرت غوښتلو او خپلمنځي تفرقې او بې باورۍ فتنې ته به نه وو رسېدلي. دا فتنه په ډیرو بریاوو کې وه چې مجاهدینو تر بریا وروسته دا بریا شخصي ګڼلې او هڅه یې کړې چې ثمره یې په دنیا کې واخلي؛ فکر یې کاوه چې موږ جهاد کړی او قرباني مو ورکړې، نو د قدرت مستحق یو. دا ذهنیت نه یوازې دا چې د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خوښېږي، بلکې څوک چې دا ذهنیت لري له منفي عاقبت او ماتې سره مخ شوي.
۳. جهادي ډلې د اسلامي عقیدې پر اساس سیاسي روزنې او په اسلام کې د حکومتولۍ نظام په اړه پوهې ته اړتیا لري:د هغه وخت د جهادي ډلو د ناکامۍ بل دلیل په حکومتولۍ او په افغانستان او سیمه کې د استعماري قدرتونو له سیاست څخه په سطحي درک کې دی. دا چې جهادي ډلې د فزیکي مبارزې او جهاد پر مهال د خپلو غړو سیاسي روزنې او په اسلام کې د حکومتولۍ اساساتو په اړه پوهې ورکولو ته فرصت نه درلود؛ تر بریا وروسته تل په اسلام کې د حکومتولۍ او په ننۍ نړۍ کې د کفري او استعماري قدرتونو لخوا سیاست کولو په برخه کې له ناکامۍ او ناسم پوهاوي سره مخ شوي. دغې ناکامۍ او ناسم پوهاوي د دوی لپاره دوه ناوړه عاقبتونه راوړي:
لومړی: تر بریا وروسته نه دي توانېدلي چې خپل حکومت او سیاست د اسلام پر اساس مخته یوسي او په پایله کې یې د حکومتولۍ ډول د اسلام او غیر اسلام ترکیب او د ځینو چارواکو غوښتنې وې. په داسې حالت کې یې نه اسلام پلی کړ او نه یې د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره د هغوی ستونزې حل کړې.
دویم: د پخوانیو دښمنانو د فریب په جال کې ننوتل؛ چې پخوا یو د بل پر وړاندې جنګېدل خو اوس یې د هغو استعمارګرو تر ماتولو وروسته هڅه کړې چې سنګر په خبرو اترو او نرم سیاست بدل کړي. داسې چې د هغه وخت شوري، امریکا، هند، پاکستان او ایران د هغه وخت له هر جریان سره د سیاسي او مالي ملاتړ او اړیکو لرلو له لارې خپلې موخې ته رسېدلي وو.
د ثور اتمه جهادي ډلو ته دا درس او عبرت ورکوي چې تل په نړۍ، سیمه او افغانستان کې د لویو او استعماري قدرتونو سیاسي درک ته اړتیا لري. دوی اسلامي سیاسي پوهې ته اړتیا لري چې اسلام دننه پلی او په بهرني سیاست کې یې د اسلام د دښمنانو په ډګر کې حمل کړي. د امت په منځ کې لوی اسلامي او مخلص احزاب شته چې له هغوی سره په اعتماد کار کولی شي. خو تر ټولو ډیره د حیرانتیا خبره دا ده چې د ثور اتمې پشان د مجاهدینو په هره بریا کې د دې پر ځای چې پر مخلصو اسلامي، فکري او سیاسي احزابو باور وشي؛ د سیمې مزدورو دولتونو او استعماري قدرتونو ته نږدې شوي چې په پایله کې یې د دغو هیوادونو فریب خوړلی او د جهاد ثمره یې ترخه کړې.
اوس چې الحمدلله په افغانستان کې د امریکا او ناټو فزیکي اشغال ختم دی او د ثور له اتمې وروسته وخت پشان فرصت رامنځته شوی؛ نو اړتیا ده چې له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي او د تېرو تېروتنو مخه ونیول شي. د ثور اتمه او تر هغې وروسته پېښې د حاکم نظام او د افغانستان د مسلمان ولس لپاره تر ټولو لوی عبرت او درس دی. داسې درس او عبرت چې حاکم نظام باید د اسلام د بشپړ او هر اړخیز پلي کولو او د امت د وحت خواته بوځي. دا کار هغه وخت ممکن دی چې له دولت-ملت نظم څخه بهر شو، نړیوال فکر وکړو او ټول فکر مو د پایښت پر ځای د اسلام پلي کول او حمل وي. واقعیت ثابته کړې؛ کوم سیاستوال چې د بقا او پایښت اندېښنه لري، په پای کې دا هم له لاسه ورکوي.

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِمَنْ يَخْشَى [نازعات:۲۶]
ژباړه: «په حقيقت كې په دې (کيسه) كې هغو ته یو پند دى،چې (له الله) وېرېږي»




   ارسال نظر