د افغانستان اسلامي تحريک د دوو غوراویو تر منځ
10/15/2021 | سیف الله مستنیر

Print


نږدې دوې میاشتې کېږي د طالبانو اسلامي تحریک پر کابل ولکه ټینګه کړې. د وړاندوینو خلاف، د افغانستان د ولسوالیو او ښارونو نیول او د دوی چټک پرمختګ ټول لوري حیران کړل. مګر هغه ماشين چې د نظامي پرمختګونو په برخه کې خورا چټک پر مخ راون و، د حکومتدارۍ او د خلکو د چارو د تنظیم په برخه کې ډېر ورو او پڅ روان دی.
په وروستۍ یوه میاشت کې طالبانو هڅه کړې چې خپله چارسمبالې کابینه اعلان کړي او خپل د نظام ډول یې «اسلامي امارت» یاد کړی. که څه هم د اسلامي امارت اعلان د سیمه‌یزو او نړیوالو اعلامیو او پرېکړه‌لیکونو خلاف عمل و، خو تر اوسه هیڅ هیواد د امارت د بیا راګرځېدو په اړه تند دریځ نه دی غوره کړی.
د طالبانو د حکومتدارۍ کارونه عادي حالت ته نه دي ګرځېدلي او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د بانکونو مخ ته د نوبت لپاره د خلکو اوږدې ليکې او دا چې یو کس په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰ ډالره له خپل بانکي حساب څخه له څو ورځو هڅو وروسته ایستلای شي؛ د یو پېچلي اقتصادي وضعیت څرګندونه کوي.  که څه هم دا ستونزه د تېر حکومت میراث دی، خو طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دې ستونزې د حل لپاره حل‌لاره پيدا کړي.
بل لور ته د عدلیې چارسمبالي وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت د لڼد مهال لپاره د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون، له هغو مادو پرته چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي، نافذوي».  
د دې خبر خپرېدو د افغانستان ډېر خلک ناهیلي کړل. له شک پرته یاد قانون د اساس په توګه نیولو کې نړیوال فشار خپل اغیز لاره. دا پریکړه د طالبانو په داخل او بهر کې له مخالفتونو سره مخ شوه. د اساس په توګه یاد قانون نیول، که څه هم د لنډ مهال لپاره وي، خطرناکه چاره ده او بې باروۍ ته لمن وهي. ځکه د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون  یو وضعي، بشري او سیکولر قانون دی چې په لویه جرګه کې د خلکو د رایو پر بنسټ تصویب شوی. په اصل کې دې قانون خپل مشروعیت د شریعت پر ځای له خلکو اخیستی او د اسلامي عقیدې پر ځای پر سیکولر عقیده او له ژوند څخه د دین پر جلاوالي ولاړ دی.  
د طالبانو اسلامي تحریک د تېرو شلو کلونو جهاد په جریان کې ډېرې قربانۍ ګاللي، د اشغال او غیر اسلامي نظام (ډيموکراسي او جمهوریت) پر وړاندې یې مبارزه کړې او یوازینۍ هیله یې د اسلامي دولت تاسیس او د شریعت تطبیق تعریف کړې چې کټ مټ همدا د افغانستان د مطلق اکثریت هیله هم ده. خو نن د ظاهر شاه د ډیموکراسۍ د لسیزې اساسي قانون نافذول د افغانستان د خلکو د توقع خلاف او سخت ناهیلي کوونکې دی. په کار وه چې د طالبانو اسلامي تحریک د نصرت او فتحې د لورینې د شکر اداینې په بدل کې هغه اساسي قانون نافذ کړی وای چې پر اسلامي عقیده ولاړ او د پوره اسلام تطبیق او د اسلام لېږد پکې اساس وي.
طالبان په دې لټه کې دي چې نړۍ ته له ځانه نرم او بېل چلند وښیي. دوی د ۹۰یمې لسیزې په څېر اقتصادي انزوا نه غواړي او هڅه کوي چې له نړۍ سره دوستانه او رغنده اړیکو ته ننوځي. لکه څرنګه چې د رييس الوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر د بهرنیو دیپلوماتانو او سفیرانو په مېلمستا کې وویل: «اسلامي امارت د نړۍ هیوادونو ته د زیان رسولو سیاست نه لري او له ټولو هیوادونو سره ښه اړیکه غواړي». ده له بهرنیو هیوادونو څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي. همداراز د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي وویل: «موږ غواړو د هیواد دننه د حکومتدارۍ او د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره د اړیکو نوی سیاسي فصل پرانیزو». همدا راز طالبانو د بهرنیو هیوادونو سفیرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی او نورو بهرنیو اتباعو امنیت به خوندي کړي.
دا نرم دريځونه په ښکاره د هغو هڅو څرګندونه کوي چې طالبان یې د نړۍ د هیوادونو له لوري د دوی په رسمیت پېژندلو لپاره کوي. تر اوسه هیڅ هیواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او طالبان هڅه کوي دا چوپتيا ماته کړي. نړۍ له طالبانو سره دوه ګونې لوبه پیل کړې، له یوه لوري د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، له بل لوري یې له طالبانو سره خپلې اړیکې یو مخ نه دي پرې کړي او د یو «ډي فاکټو» حکومت په حیث یې منلی. لکه څرنګه چې د ۱۲ هیوادونو لوړپوړي استازي په افغانستان کې حضور لري. په وروستیو اونیو کې نړیوال موسسات د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې په دې لټه کې دي چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي. شونې ده چې د افغانستان ځیني ګاونډي هیوادونه د طالبانو حکومت د سیاسي او اقتصادي مصلحتونو له وجې په رسمیت وپېژني، خو اروپایي هیوادونه او امریکا د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې تلوار نه کوي. که څه هم ډیپلوماټیک استازي یې په کابل او دوحه کې له طالبانو سره په نږدې تعامل بوخت دي.
د افغانستان ګاونډیان او غربي هیوادونه په ښکاره د ښځو حقوق، د بشر حقوق او ټولشموله حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي، خو څرګنده ده چې دا شرایط د قضیې ظاهره برخه ده. په اصل کې غرب او د نړۍ هیوادونه په دې لټه کې دي چې د طالبانو موقف او د سیاست او نظامي ډګر بریالیتوبونه په ملي پولو کې محدود شي او له افغانستانه بهر کومه اجنډا تعقیب نه کړي. ځکه د طالبانو ځینې نظامي قوماندانان دې کار ته لېوالتيا لري. بله مسئله چې په اړه یې تشویش شته، هغه په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شتون دی چې هسې نه دا جنګیالي د غرب او سیمې د هیوادونو پر وړاندې ګواښونه رامنځته کړي. که څه هم په ځلونو طالبانو دا تشویشونه غیر واقعي بللي، خو غرب لا هم نه دی قانع او تر یوه کال پورې د القاعدې او نورو یاغي ډلو د بیا را ګرځېدلو احتمال ته لمن وهي.
د طالبانو اسلامي تحریک ته چې کوم څه اړین دي، هغه دا چې په نړۍ کې ډېرو اسلامي ډلو د نظامي مبارزو ډګر ګټلی، خو د سیاست، حکومتدارۍ او د اسلام د تطبیق په ډګر کې ناکامې شوي. د الجزایر د اسلامي خوځښتونو تجربه، په فلسطین کې حماس، په مصر کې اخوان المسلمین زموږ د سترګو پر وړاندې ډېر مهم عبرتونه ږدي. ځکه د یو نظام تغیر او په یو اسلامي نظام د هغه بدلول یوازې د څېرو په تغیر سره نه کېږي؛ مګر دا چې د یو نظام عقیده او اساس پر اسلام ولاړ وي، حاکم د بیعت او د خلکو د رضایت له مخې واک ته ورسېږي، په کور د ننه یوازې اسلام تطبیق کړي او بهر ته یې د «دعوت او جهاد» له لارې حمل کړي. د دې دریو شرطونو د نه پوره کېدو په صورت کې د یو نظام اسلامي‌والی په جدي ډول تر سوال لاندې راځي. البته دا شرطونه د غرب د غوښتنو او نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو سره په ټکر کې دي.
طالبان په دې لټه کې دي چې په تدریجي ډول په ټولنه کې اسلامي بدلونونه راولي. په داسې حال کې چې د شرعي احکامو په تطبیق کې تدریج جواز نه لري. همداراز طالبان دا ځواک لري چې د تدرج پر ځای اسلام په کامل او شامل ډول په قضا، اقتصاد، سیاست او بهرني سیاست کې تطبیق کړي.
اوس طالبان د دې دوو ټاکنو تر منځ قرار لري: د خالص اسلامي نظام تاسیس، د اسلام تطبیق او حمل او په پایله کې د الله سبحانه وتعالی د رضایت ترلاسه کول. یا هم په ملي پولو کې محدود کېدل، په نړۍ کې د رسمیت پېژندنې لپاره هڅه او د خلکو «نړيوالې ټولنې» د رضایت لاس ته راوړل. خو د دوهمې ټاکنې په صورت کې د طالبانو اسلامي تحریک د تدریجي مرګ په لور درومي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

"مَنِ الْتَمَسَ رِضَاءَ اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَاءَ النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ وَكَلَهُ اللَّهُ إِلَى النَّاسِ". سنن الترمذي
ژباړه: که څوک د خلکو په ناخوښۍ کې د الله سبحانه وتعالی رضایت ولټوي، ده ته د خلکو د مشکلاتو پر وړاندې الله سبحانه وتعالی کفایت کوي او که څوک د خلکو خوښي د الله سبحانه وتعالی په نارضایتۍ کې وغواړي الله سبحانه وتعالی به دی خلکو ته ورپرېږدي.

سیف الله مستنیر
د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس




   ارسال نظر