د اونۍ خبره :ملېشه جوړونه د تېر تاریخ یوه بدنامه هڅه
06/27/2021 | فرید احرار

Print


له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو پوځونو د وتلو له پیل سره سم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر سختو جګړو وروسته، چې په ترڅ کې یې لسګونه ولسوالۍ د دولت له حاکمیت څخه ووتلې او د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې دي. افغان حکومت د پخوانیو مجاهد- قوماندانو سره په همغږۍ د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره پر ملېشه جوړونې لاس پورې کړی او تر دې مهاله په ګڼو ولایتونو کې دا پروسه جریان لري. 
که موږ لږ شاته وګورو، کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړه او شورویان له افغانستان څخه ووتل، نو د کمونیستي رژیم پاتې شونو چې لا یې حکومت کاوه د خپل حاکمیت د بقاء لپاره قومي ملېشې جوړې کړې او د مجاهدینو پر وړاندې یې د څو کلونو لپاره وجنګولې، چې افغانانو ته یې له جګړو، وژنو، ورانیو او بلاخره قومي او تنظیمي ګډوډیو پرته بل څه رانه وړل.
اوس هم له تېر نېږدې تاریخ څخه پند نه اخیستل کېږي او د یوې بې ارزښته جګړې لپاره ملېشې جوړېږي. تر ټولو ناوړه دا ده چې د روانې ملېشې جوړولو د پروسې لپاره پخواني مجاهد قوماندان چې د نجیب د حکومت له ملېشو ناوړه تجربه هم لري رامخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پخواني مجاهدین د ډیموکراسۍ په تېر شل کلن حاکمیت کې د غربیانو او تکنوکراتانو لخوا په ناوړه نومونو یاد شول او په پوره توان سره هڅه وشوه، چې په فساد یې تورن کړي او بلاخره د حکومت له لوړو موقفونو یې لرې کړي. ددې تر څنګ هڅه کېږي چې روانه ملېشه جوړونه یو ډول قومي رنګ ولري، چې کېدی شي ډېرې سختې او ناوړه پایلې به ولري.
لنډه دا چې؛ د ملېشو جوړول، د پخوانیو مجاهدینو لخوا یې مدیریت کول او بیا یې د طالبانو پر وړاندې جنګول سخته تېروتنه ده، د افغان حکومت چارواکي دا کار په واک کې د خپلې بقا‌ء لپاره کوي او ګټه یې نه پخوانیو مجاهدینو رسېږي، نه عام ولس ته، او نه هم طالبانو ته، بلکې دا ناوړه هڅه یوازې د امریکایانو په ګټه تمامېږي؛ ځکه چې په دې سره به افغانان په خپلو منځونو کې جنګېږي او امریکایان به خپل تېر شتون توجیه کوي او نړیوالو ته به استدلال کوي چې ګواکي افغانان خپله نه سره جوړېږي او له افغانستان څخه د ناټو له وتلو وروسته افغانان خپله جګړه کوي او ټوله ملامتي به په افغانانو اچوي.  
غوره لاره دا ده چې پخواني مجاهدین او طالبان یو بل ته د ګوت څنډنې او جګړو په ځای، له یو بل سره د تفاهم لاره غوره کړي، یو بل ته د خوندیتوب اسلامي او ایماني ژمنه ورکړي او له دې فرسایشي او ناروا جګړې څخه ځانونه وساتي او دواړه لوري په اسلامي شریعت، چې د ژغورنې رښتینې لاره ده راټول شي او بلاخره د افغانستان د تېرو څو لسیزو ناورین ته د پای ټکی کېږدي.   




   ارسال نظر