ایا دا خبره سمه ده چې اسلام ماتې خوړلې ده!؟
11/12/2022 | فرید احرار

Print


نېږدې یوه پېړۍ کېږي چې په ګڼو اسلامي خاورو کې اسلامي سیاسي او جهادي ډلې مبارزه کوي. په ځینو اسلامي خاورو کې جهادي ډلې او په ځینو کې سیاسي اسلامي ډلې بریالۍ شوې دي. مګر دغو دواړو سیاسي او جهادي ډلو داسې حکومتونه جوړ کړي دي، چې له سیاسي اړخه یې پر غرب اتکاء کړې ده. دغې سیاسي او جهادی ډلې د خپل سیاسي شتون مشروعیت له غرب غواړي او اقتصادي بنسټ یې پر کپټلېزم، ازاد بازار او د ډالر پر واکمنۍ درولی دی او بلاخره اسلامي شریعت یې یوازې په اخلاقو، عباداتو او ځنیو نورو عادي مسایلو کې تطبیق کړی دی او پر دې باندې یې اکتفا کړې ده چې د حکومت چارې مسلمانان او یا اسلامي علما مخته یوسي. د سیاسي او جهادي ډلو لخوا جوړ شوي دولتونه په منزوي حکومتونو باندې منتج شوي دي، چې حتا د خپل حکومت او خپلو خلکو عادي ستونزې لکه د غذا تامین، د روغتیا او ښوونې او روزنې د خدماتو په رسولو کې هم ناکام دي او بلاخره په نړۍ کې د ناکامو حکومتونو په لېست کې راغلي دي او حتا زیاتره یې ډېر ژر بېرته چپه شوي دي. دا ټول ددې لامل ګرځېدلي دي چې یو شمېر خلک داسې وانګيري چې ګواکي اسلام مشکلات نه شي حل کولی او اسلامي حکومت یعنی انزوا، کړاوونه او سختۍ او بلاخره دا تفکر رامنځته کېږي چې ګواکي اسلام ناکام دی. په ځانګړې توګه سېکولران او د اسلام دښمنانو له دغه حالت څخه بیا د اسلام د بدنامولو لپاره استفاده کوي او د اسلام پر وړاندې خپلې ناولې خولې پرانیزي او په اسلام نیوکې کوي.
مګر که یو څه ژور فکر وکړو او د اسلامي تاریخ پاڼې واړوو او یو څو پېړۍ وړاندې تاریخ مطالعه کړو، نو هلته به د اسلامي امت د عروج او عزت پېړۍ ووینو، هلته به د عمر بن خطاب او عمر بن عبدالعزیز رضی الله تعالی عنهما عدالت وګورو. هلته به د اسلامي پوځ پیاوړتیا او ځواکمنتیا ګورو، چې د روم او فارس تاریخي امپراتورۍ نسکوروي، هلته به د اسلامي خاورې سرحدونه د فرانسې تر څنډو وګورو، هلته به دا هم وګورو چې د ځمکې پر مخ چا د اسلام لښکر نه شوی ماتولی. هلته به دا هم وګورو چې اسلامي خاورې د علم او ساینس مرکزونه وو، هلته به دا هم وګورو چې د اسلامي خاورې په پراخه جغرافیه کې چا د فقر کرښه نه پېژندله او یو مسکین او فقیر انسان هم نه پیدا کېده. هلته به دا هم ومومو چې یهودو اسلامي خاورو ته د عیسیویانو له شکنجو او ظلمونو راتښتېدل او له اسلامي دولته یې پناه اخیسته. یعنې اسلامي خاوره د امن، سکون او عدالت، ساینس، پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا خاوره وه. دا هر څه افسانه نه دي، په دغو واقعیتونو باندې تاریخونه ډک دي او حتا غربیان هم دا خبره مني. پورتني بریالیتوبونه د ځینو خلفاوو او د اسلامي امت د مشرانو کمال نه ګڼل کېږي، بلکې دا کمال د اسلامي شریعت و او د اشخاصو او افرادو رول یوازې دومره و، چې له اسلام یې سم پوهاوی درلود او اسلامي شریعت یې په سمه توګه او پوره پلی کاوه.
اسلام کابو (۱۳) پېړۍ حاکم و او د پوره حاکمیت پر مهال اسلامي دولت د نړۍ لومړۍ یا مهم ځواک و. اسلام هغه وخت د بشر ټولې ستونزې حلولې، نو د نن عصر څخه رانیولې د قیامت تر ورځې هم د بشر ستونزې حلولی شي. ځکه د نن ورځې او د زرګونو کلونو وړاندې انسانانو اصلیت او ماهیت بدلون نه دی کړی، د انسانانو اړتیاوې او غرایز نه دي بدل شوي. بله بنسټیزه خبره دا ده چې اسلامي شریعت بشري پدیده او زېږنده نه ده چې د پخوانیو وختونو د واقعیت د معالجې لپاره رامنځته شوی وي. اسلامي شریعت د الله سبحانه و تعالی وحيې ده او بشر د الله سبحانه و تعالی مخلوق. الله سبحانه و تعالی خپل مخلوق تر هر چا ښه پېژني، نو دا ممکنه نه ده چې الله خپل وروستی شریعت یو داسې شریعت رالېږلی وي، چې یوازې د یو څو پېړیو ستونزه ورباندې حل شي او وروسته د بشر ستونزې حل نه شي کړلی او بلاخره ناکام وبلل شي. اسلامي شریعت د الله سبحانه و تعالی وحيې ده او الله داسې شریعت نه دی نازل کړی چې هغه مشکلاتو ته ځواب ونشي ویلی او بلاخره ناتوانه شي او ماتې وخوري. دا به ددې معنا ولري چې نعوذ بالله د الله سبحانه وتعالی وحيې ماتې وخوړه او نعوذ باالله، الله سبحانه و تعالی داسې څه نازل کړي وو چې د بشر ستونزې یې نشوی هوراولی. په داسې حال کې چې دالله سبحانه وتعالی وحیې [قران او سنت] هم شته، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومتولۍ سنت او تګلاره او وهمداراز د خلفای راشدینو، اموي، عباسي او عثماني خلافت تګلارې او تاریخ هم شته دی، مګر بیا هم د مسلمانانو اوسني حکومتونه ناکامېږي، نو اصلي ستونزه چېرته ده!؟
زما له انده دغه ستونزه دوه بنسټیز لاملونه لري، چې په لاندې ډول دي:
لومړی؛ د اسلام په اړه د حاکم نظام او یا حاکم ناسم پوهاوی یا له اسلام څخه د حاکم نظام او حاکم ځانګړی تعبیر. زیاتره وخت هغه حکومتونه چې د اسلام تر سرلیک لاندې جوړ شوي دي. د اسلام او شریعت په نامه داسې څه پلي کوي، چې هغه د اسلام د روح او روان سره ټکر لري. ددغو حکومتونو مشران او یا حاکمه دستګاه له اسلام څخه یو ځانګړی تعبیر اخیستی وي او زیاتره وخت د دوی دغه تعبیر سم نه وي. له همدې امله کله چې دا ناسم تعبیر او یا د خپلې نیمګړې پوهې څخه کوم څه د قانون او دستور په نامه تطبیقوي، نو زیاتره وخت د ستونزو د حل په ځای، نورې ستونزې زېږوي او ناورینونه رامنځته کوي او بلاخره حکومت یې ناکامېږي.
دوهم؛ د ټولنې او یا هم د نړیوالو فشارونو له امله د اسلام ناسم تطبیق. زیاتره وختونه هغه حکومتونه چې د اسلام په نامه جوړ شوي دي او یا هم جوړېږي هغه څه چې د حکومت په اډانه کې تطبیق کوي د ټولنې او یا هم د نړیوالو د فشارونو له امله د اسلام ځینې احکام وي. دغه ډول حکومتونه د تدریجي تطبیق تر سرلیک لاندې د اسلام داسې احکام پلي کوي چې هم د ټولنې یوه برخه او نړیوال ورسره خوښ وي او کوم غبرګون نه راپاروي. په ځانګړې توګه کله چې د حکومت د بهرني سیاست او اقتصاد خبره کېږي، دوی د نړیوالو له وېرې د اسلام بهرنی سیاست چې دعوت او جهاد، د فتنې [کفر او لبرالیزم] له منځه وړل او له نامسلمانو سره پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې شدید رقابت دی، نه پلی کوي. همدارنګه دوی د نړیوالو له ډاره د اسلام اقتصادي نظام نشي پلي کولی. نو طبیعي خبره ده چې حکومت له ننګونو سره مخ کېږي او بلاخره یا ناکامېږي او یا بېرته د لبرالیزم او ډیموکراسۍ او غرب غېږې ته لوېږي.
نو که بحث راټول کړو؛ دا خبره سمه نه ده چې ګواکي اوسمهال اسلام ماتې خوړلې ده او یا اسلام د بشر ستونزې نه شي حلولی. په اصل کې مسلمانانو ماتې خوړلې ده او دا د مسلمانانو تقصیر دی، چې اسلام یې سم نه دی زده کړی او یا یې سم نه دی پلی کړی. اسلامي شریعت د قیامت تر ورځې د بشر د ټولو ستونزو حل دی، خو که اسلام سم زده شي او پوره پلی شي.




   ارسال نظر