د اونۍ خبره: که پند وانه خلئ، تاریخ به بیا هم تکرار شي!
03/07/2021 | سیف الله مستنیر

Print


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې د افغانستان دولت او یو شمېر نورو سیاستوالو ته د انتقالي حکومت په اړه نوې طرحه سپارلې ده. دا لس مخیزه طرحه «د سولې انتقالي دولت» د رامنځته کولو لپاره څو احتمالي سناریوې وړاندې کوي. دا نوی سیاسي جوړښت په دغه ډول دی: «دری خپلواکې او مساوي قوې؛ اجراییه، ملي شورا او قضایه، چې عالي او سیمه‌ییزه محکمه به لري.» د دغه سند پر اساس به «یوه د اسلامي فقهې عالي شورا او یو د اساسي قانون د تعدیل کمیسیون» هم جوړ شي.
موږ په وار وار نصیحت کړی و، چې د هوکړه‌لیکونو په اړه د امریکا لیدلوری د ژمنې په اړه د مسلمانانو له لیدلوري سره توپیر لري؛ له همدې امله امریکا یوازې د خپلو ګټو پر اساس هوکړه کوي او د خپلو ګټو پر اساس یې بېرته ماتوي. نو د همدغه استدلال پر اساس د افغانستان دولت او سیاسیونو ته «د سولې انتقالي دولت» د نوې طرحې وړاندې کول په ښکاره د دوحې د هوکړه‌لیک نقض کول دي، که څه هم چې امریکایان یې له دغه هوکړه‌لیک څخه وتل نه ګڼي او یوازې د «بیاکتنې» او «تعدیل» نوم ورکوي.
همدارنګه ټینګار مو کړی و، چې امریکا پراګماتیک سیاست کوي او د دغه دولت بېلابېل بنسټونه د خپل هېواد پر نړیوالو قضیو او بهرني سیاست نفوذ لري. له همدې امله د ولسمشرۍ د هرې دورې پرمهال د امریکا د دولت بېلابېل بنسټونه په بهرني سیاست کې ځواکمن او کمزوري کېږي، چې بهرنی سیاست یې یوازې د همدغو بنسټونو د غوښتنو او ګټو پر محور را څرخېږي.
خو لیدل کېږي چې د افغانستان د دولت په ګډون ډېری سیاستوالو د هغې نوې طرحې هرکلی کړی او یو ځل بیا د بوډا مکار (خلیلزاد) پر ډیپلوماسۍ تکیه کوي. په داسې حال کې چې امریکا شل کاله وړاندې د همدغه بوډا مکار په واسطه یو بې اساسه ډیموکراتیک دولت د شمال اتحاد د جهادي ډلو په مرسته ځواکمن کړ. د دغو ډلو له ځواکونو څخه یې د خپل پلي پوځ په توګه ګټه پورته کړه او په افغانسان کې یې یو بې اساسه جمهوري نظام حاکم کړ. د وخت په تېرېدو سره یې په تدریجي ډول همدغه جهادي ډلې له قدرت څخه ګوښه کړې، مهم کسان یې ترور او حتا ځینې یې په فزیکي توګه له صحنې حذف کړل. خلیلزاد خپله دغه بریالۍ دنده په «استازي» کتاب کې هم د تاریخ په توګه ثبت کړې ده.
دا ځل دغه باتجربه ډیپلومات د طالب او د افغانستان اسلامي حزب مشرانو پر وړاندې هم په همغه ډول سیاست کاروي. هغه یوه بله داسې لوبه پیل کړې، چې په ټوله کې به د بن تجربې ته ورته وي، خو په جزیاتو کې ښايي توپیر ورسره ولري. لومړی به د طالب او اسلامي حزب جهادي مشرانو ته په قدرت کې برخه ورکړي او بیا به یې یو په بل پسې له قدرته ګوښه کړي، مهم کسان به یې ترور او حتی له صحنې څخه حذف کړي. وروسته به د دغه بریالي ماموریت په اړه خپل هغه نوی کتاب هم خپور کړي، چې همدا اوس کار پرې روان دی.
د هر نوي امریکايي پلان په لومړیو کې ښکېل اړخونه په ښکاره خوښ او فاتح ښکاري، خو د وخت په تېرېدو سره دغه اړخونه متوجه کېږي، چې څه ډول په لوی لاس د هلاکت کندې ته ورټېل وهل شوي دي. موږ په ۲۰۰۱م کال د شمالي اتحاد په ځواکونو کې دغه خوښي او د فتحې احساس ولید او دا به یې ویل چې موږ د نړیوال «ترورېزم» پر وړاندې بریالي شوو. افغانستان ته د اسلامي حزب د مشر په راتګ سره هم د همداسې یوه حالت شاهد وو او د دغه حزب ملاتړو ګومان کاوه، چې د ښاغلي حکمتیار په راتګ سره به د هېواد ټولې ستونزې حل شي. همدارنګه یو کال وړاندې د طالبانو په واسطه د دوحې په هوکړه لیک کې د همداسې یوې فتحې شاهدان وو. خو له دولت سره د اسلامي حزب اړیکې ډېرې ژر ترینګلې شوې، ان تر دې حده چې په هر ځل څرګندونو کې به یې یو پر بل د ملامتیا تورونه لګول او په دې وروستیو کې خو قضیه ان د دولت پر ضد د اسلامي حزب تر لاریونونو را ورسېده. همدارنګه د دوحې د سولې پروسه هم تر دې کچې رسېدلې، چې ډېری کسان یې همدا اوس په ماتې خوړلو محکوموي.
نو یو ځل بیا ټینګار کوو، چې امریکا نه غواړي په هراړخیزه توګه له افغانستانه ووځي، بلکې غواړي چې یوازې نظامیان یې ووځي او جاسوسان یې په ملکي جامو کې پاتې شي. پر دې سربېره هڅه کوي، چې مزدور سیاستوال یې په دولت کې کافي ونډه ولري، ترڅو د اشغال بڼه په نوي استعمار بدله کړي او جهادي ځواکونه هم له دغو مزدورانو پرته ونه توانېږي، چې یوازې همغه تش په نامه اسلامي دولت جوړ کړي او ساتنه یې وکړي. نو لکه څنګه چې وینئ د عمل واک اوس هم له امریکا سره دی؛ ترڅو چې دغه واک د مسلمانانو لاس ته ونه لوېږي، د افغانستان په ګډون د هېڅ اسلامي خاورې قضیه به حل نشي.
د مسلمانانو د دغه ډول ماتو اصلي علت د غیر شرعي، لنډمهاله او پراګماتیک سیاست لوبول دي، چې اسلام دا ډول سیاستونه په ټولیزه توګه ردوي. ځکه اسلام ټولې قضیې په ستراتیژیکه توګه، د مبدايي سیاست له مخې په اوږدمهاله او شرعي بڼه حلوي. رښتینې اسلامي ډلې واقعیت معیار نه ګڼي، بلکې د اسلامي معالجې د موضوع په سترګه ورته ګوري.
نو پوه شئ! دا څووم ځل دی، چې له همغه سوري څخه د همغه زهري مار په واسطه چیچل کېږئ. په داسې حال کې چې دا حالت له مومنانو سره نه ښايي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»
ژباړه: مومن له یوه سوري څخه دوه ځله نه چیچل کېږي.

راشئ بیاکتنه وکړئ! له الله سبحانه وتعالی سره یو ځل بیا ژمنه وکړئ او پوه شئ چې اشغال او استعمار باید یو ځای له اسلامي خاورو کډه وکړي؛ نه دا چې اشغال ختم شي، خو استعمار دې بیا هم دوام ولري. له خلافت او د امت له رښتیني دولت پرته سل کاله تېرول بس دي، چې د افغانستان په ګډون ډېرو اسلامي خاورو ته د اشغال او استعمار تګ راتګ دوام لري. امریکا د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړلې، د امریکا ماته د سولې په خبرو، د سولې په انتقالي دولت او ... سره د نړیوالو له سترګو مه پټوئ؛ بلکې یوازې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد د دوام په مرسته دغه ماتې نړیوالو ته په حقیقت بدله کړئ، ترڅو د نړۍ په عامه افکارو کې د امریکا دبدبه او هیبت له منځه لاړ شي. له دې سره همهاله د اسلام پر اساس د دغه مکار دښمن پر وړاندې سره یو موټی شئ او د خلافت دولت د تاسیس لپاره لاس پکار شئ.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ٧]
ژباړه: اې مومنانو! که د الله له (دین) سره مرسته وکړئ، الله به له تاسو سره مرسته وکړي (پر دښمنانو به مو بریالي کړي) او قدمونه به مو محکم کړي.

سیف الله مستنیر 

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس




   ارسال نظر