د اونۍ خبره: په نړۍ کې زیاتېدونکی د کډوالو ضد چلند او په اسلامي خاورو کې روان بحران
د نورو نړیوالو بدلونونو
ترڅنګ، د کډوالو ضد سیاستونه په چټکۍ په زیاتېدو دي. دا سیاستونه نه یوازې په غربي هېوادونو لکه امریکا، جرمني،
فرانسې،
بریتانیا کې عملي کیږي، بلکې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو ــ ایران او پاکستان
ــ کې هم پلي شوي دي؛ په داسې حال کې چې دا هېوادونه له ژورو ټولنیزو او تر
یوه بریده اقتصادي بحرانونو سره مخ دي. په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، د دغو
بحرانونو د مهار لپاره، د کډوالو په اړه ځانګړې تګلارې غوره کړې دي. د بېلګې په
توګه، پاکستان د افغانستان پر واکمن نظام د فشار راوستلو په موخه، په ډیر
ظلم د افغان
کډوالو د شړلو اقدام کوي؛ همداراز د ایران دولت هم د اقتصادي ستونزو د بوج کمولو
لپاره، ورته بېرحمانه سیاستونه تعقیبوي.
دغه کړنې چې ریښې یې په نشنلزم (ملتپالنه) کې دي، د هغو ژورو ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو
انعکاس دی چې په نړیواله کچه روان دي. پخوا ډېری غربي حکومتونو کډوال د ارزانه کاري ځواک په توګه منل او د خپلو
اقتصادونو د پیاوړتیا لپاره یې ګټه
ترې اخیسته. هغو پناهغوښتونکي چې د جګړو یا بېروزګارۍ له امله له اسلامي خاورو مهاجرت کاوه، پر لاره به له ګڼو ګواښونو او ننګونو سره
مخامخ کېدل. سره
له دې؛ هغه بحرانونه چې په لومړي سر
کې په متحده ایالاتو کې رامنځته شول او بیا یې اروپا ته سرایت وکړ، ان د پاکستان او ایران په څېر حکومتونه یې هم تر اغېز لاندې راوستل، د هغو سیاستونو رامنځته کېدو سبب شول چې د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر بهرنیو کډوالو
واچوي.
نن ورځ،
نړۍ له یو
قطبي کېدو وروسته پړاو ته د تګ په درشل کې، د دیوالونو، اغزنو سیمونو او محدودوونکو قوانینو له لارې
د خپلو پولو پياوړي کولو په حال کې ده. دا
سیاستونه د کډوالو د راتګ د مخنیوی او ان تر کلونو اقامت وروسته د هغوی د ایستلو په موخه
پلي کېږي؛ څو د دغو دولتونو په باور، په بحراني حالاتو کې احتمالي ګواښونه د امکان تر حده راکم شي. دا ډول چلندونه چې ملي ګټو ته تر هر څه لومړیتوب
ورکوي؛ په حقیقت کې د هغو ستونزو
انعکاس دی چې ریښه یې په استعمار او پانګوالو نظامونو کې ده.
د اسلامي لیدلوري له مخې، د هجرت او مهاجرت مفهوم له نننۍ پناهغوښتنې سره بنسټیز توپیر لري. په اسلام
کې د مسلمانانو هجرت د دې لپاره کېږي چې اسلامي خاورې پیاوړې او د امت تر منځ وحدت رامنځته شي. ان هغه مسلمانان چې د اروپا
او امریکا په
څېر نا اسلامي هېوادونو کې ژوند کوي،
دې ته هڅول کېږي چې اسلامي خاورو ته
هجرت وکړي، تر څو د غیر اسلامي نظامونو له سیاسي، اقتصادي او فرهنګي سلطې څخه خلاص شي او په داسې خاوره کې باعزته ژوند وکړي چې له اسلامي عقیدې سره سمون ولري.
له بلې خوا، په اسلامي خاورو
کې د غیر اسلامي نظامونو شتون د خلکو د مهاجرت او تېښتې له اصلي لاملونو څخه شمېرل
کېږي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د اسلام پر بنسټ یو پراخ
او ټولشموله داخلي سیاست غوره شي، او د اسلامي اصولو له مخې یو تولیدي او صنعتي
اقتصاد عملي شي. دا تګلاره له یوې خوا د اسلامي خاورو
پوځي او اقتصادي توان پیاوړی کوي، او له بلې خوا د کاري فرصتونو د رامنځته کولو سبب
کېږي. خو دا اهداف هغه مهال تحقق
مومي، چې له اسلامي خاورو د نشنلزم او دولت-ملت مفکورې
جرړې وایستل شي،
او د ثاني راشده خلافت د تاسیس لپاره جدي ګامونه پورته شي.خلافت هغه دولت دی چې د اسلامي خاورو ترمنځ جغرافیایي پولې له منځه وړي، او ټولو مسلمانانو ته د اسلام د
لواء (بیرغ) تر
سیورې لاندې د آزاد، یو موټي او عزتمن ژوند زمینه برابروي.