ملي دولتونه څنګه د تفرقې سبب کېږي؟
08/17/2024 | ډاکتر ابراهیم حنیف

Print


د اسلامي احزابو او تفرقې لړۍ
که څه هم د تفرقې یوه معنی په عقیده کې اختلاف دی؛ خو په سیاسي معنی هم کارېږي. په دیني متونو کې تفرقه د جماعت کلیمې پر وړاندې کارېدلې. لکه چې وویل شول؛ د جماعت کلیمه ډیری وخت د اسلامي عقیدې معنی لري، خو په ډیرو متونو کې دا کلیمه د یوه سیاسي نظم به معنی هم راغلې. کله چې شریعت تفرقه حرامه او له جماعت سره اوسېدل واجب ګڼلي؛ دا جماعت د اسلامي خلافت د سیاسي نظم په معنی دی. مسلمانان باید واحد جماعت ولري؛ یعنې حکومت یې واحد وي. ګڼ حکومتونه لرل د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې رامنځته کولو معنی لري. لکه رسول الله (ص) چې فرمایلي: «مَنْ خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ، وَفَارَقَ الْجَمَاعَةَ، فَمَاتَ؛ مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیَّةً» (رواه المسلم). یعنې څوک چې له اطاعته ووځي او جماعت وپاشي؛ مرګ یې د جاهلیت دی. دلته تفرقه له بې اطاعتۍ سره تړلې ده؛ یعنې د مسلمانانو په جماعت کې یو سیاسي نظم حاکم دی چې خلک پکې د خپل رهبر اطاعت کوي او هر څوک چې له اطاعته ووځي، په حقیقت کې یې تفرقه کړې. هو، له جماعت څخه موخه اسلامي ټولنه ده چې په هغې کې خلیفه (امام) حاکم دی او اطاعت یې کېږي. لکه په یوه بل حدیث کې چې راغلي: «تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِینَ وَإِمَامَهُمْ» یعنی د فتنې پر وخت باید د مسلمانانو له جماعت او امام سره وو. جماعت همغه خلافت دولت دی چې امام (خلیفه) یې په شرعي بیعت ټاکل کېږي؛ له هغه سره اوسېدل او اطاعت یې واجب دی.
د مسلمانانو له جماعت څخه جلا کېدل حرام دي او بغاوت ګڼل کېږي. نن ورځ وینو چې له یوې خوا د مسلمانانو جماعت نشته او له بلې خوا د نړۍ سیاسي جوړښت او ملي دولتونه د مسلمانانو د واحد جماعت جوړېدو پر وړاندې لوی خنډونه دي. نو د دغه جماعت جوړول واجب دي او هغه حزب چې د دغه جماعت جوړولو لپاره کار کوي؛ کار یې هم واجب دی. په جماعت کې تفرقه حرامه ده. قومي، وطني، نشلستي حزبونه او ملي دولتونه چې مسلمانان یې په بېلابېلو برخو وېشلي او د ملي ارزښتونو، ملي ګټو، ملي پولو او داسې نورو په نوم پر خلکو حکومت کوي؛ په حقیقت کې په امت کې د تفرقې سبب کېږي او د مسلمانانو د واحد جماعت جوړېدو مخه نیسي.
ډاکتر ابراهیم حنیف




   ارسال نظر