د اسلامي احزابو او تفرقې لړۍ
د اسلامي نظام په تاسیس کې د الهي نصرت له حکمتونو یو دا دی چې خلک ډله ډله
اسلام ته راځي. خو په یوه استبدادي دولت کې د مومنانو پر ځای د منافقانو شمېر
زیاتېږي؛ ځکه چې یوه استخباراتي ټولنه جوړېږي او اختلاف ځپل کېږي. د نظر جزئي
اختلاف د بشر په فطرت کې دی او اسلام دا فطرت په رسمیت پېژني. طبیعي ده چې د ټولنې
ټول خلک یو شان فکر نه کوي او ناشونې ده چې ټول خلک یو شان فکر وکړي. په دغه ډول
نظام کې خلک له وېرې یا د خپلو شخصي ګټو لپاره حکومتي سیاستونه تاییدوي، یا چوپ
پاتې کېږي او یا د حکومت پر وړاندې پټ فعالیتونه پیلوي. په کومه ټولنه کې چې
اسلامي احزاب نه وي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر منع کړل شي، پایله به
یې داسې ټولنه وي چې له سیاسي اړخه بې تفاوته او منفعله وي او په اسانۍ د دښمن د
تفرقه اچوونکو سیاستونو په دام کې ښکېلېږي.
کله چې اختلاف او انتقاد وځپل شي، په حقیقت کې عقلانیت او اجتهاد ځپل کېږي؛
داسې چې خلک نور فکر نه کوي، ځکه چې هر څه له وړاندې نظام مشخص او ټاکلي. داسې
ټولنه په تدریج د استعمار او استبدادي سیاستونو پر لور ځي.
له بل اړخه، مستبدان نه یوازې دا چې د مسلمانانو ټینګ جماعت نه شي
جوړولی، بلکې د خپل جمیعت په پياوړي کولو او پراخولو کې هم له ستونزو سره مخ کېږي.
ځينې باور لري چې اسلامي احزاب د ډیموکراسۍ تقلید دی؛ خو که داسې وي، نو ایا د
اختلافاتو ځپل او یوحزبي نظامونه جوړول د کمونیزم او دیکتاتورۍ تقلید نه دی؟ نو
تفرقه یوازې مادي عوامل نه لري. هغه حاکم چې له اسلامي احزابو، امر بالمعروف،
نصیحت او نیوکې وېرېږي او د مصلحت او له فتنې د مخنیوي تر نامه لاندې یې منع کوي،
په حقیقت کې ټولنه د ریښتینې فتنې او الهي عذاب خواته بیایي. تر ټولو ستر عذاب او
فتنه، د مسلمانانو ترمنځ تفرقه ده.
حضرت حذیفه (رض) روایت کړی چې رسول الله (ص) فرمايي: «پر هغه ذات قسم چې
زما نفس یې په واک کې دی، یا به تاسو خامخا امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوئ او یا به الله تعالی درته ژر خپل عذاب راولېږي، بيا به تاسو
دعا کوئ خو دعا به مو نه قبلېږي.» (ترمذي)